لغمان کې د یوه مخکیني پوځي مړی د طالبانو له خوا له نیول کېدو وروسته وموندل شو

۸صبح، لغمان: په لغمان کې ځایي سرچینې وایي چې په دې ولایت کې د طالبانو له خوا د یوه پخواني پوځي له نیول کېدو وروسته د هغه مړی وموندل شو.
سرچینو شنبې د لیندۍ په ۵مه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې دا پخوانی پوځي صفي الله نومېده او طالبانو څه د پاسه یوه میاشت مخکې هغه د لغمان ولایت له الینګار ولسوالۍ څخه نیولی و.
د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، ددغه پخواني پوځي مړی تېره ورځ د لغمان ولایت له قرغه یي ولسوالۍ څخه موندل شوی دی.
دا په داسې حال کې دي چې په تېرو اونیو کې هم په کونړ او جلال آباد ولایتونو کې د څو پخوانیو پوځیانو مړي د طالبانو له خوا له نیول کېدو وروسته موندل شوي دي.
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته، مخکیني پوځیان په بېلابېلو پلمو نیولي او وژلي یې دي.