د طالبانو تر شکنجې لاندې د یوه پخواني جنرال وژل کېدل؛ فايق: ايا د امير د امر اطاعت يوازې د ښځو په هکله واجب دی؟

۸صبح، کابل: ملګروملتونو کې د افغانستان د دایمی استازولۍ سرپرست د طالبانو تر شکنجو لاندې د پخوانی حکومتي جنرال د وژل کېدو په غبرګون کې د طالبانو د مشر د عمومی بښنې پر فرمان نیوکه کړې ده.
په ملګروملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق پنجشنبه د جنوري پر پنځهلسمې نېټې د ۸صبح ورځپاڼې هغه ټویټ یو ځل بیا خپور کړی، چې د پخواني حکومت د یوه جنرال محمد ابراهیم جهادیار د وژل کېدو په هکله و، چې د طالبانو تر شکنجې لاندې وژل شوی دی.
فايق د پخوانيو امنيتي ځواکونو وژل، د طالبانو د مشر د عمومي بښنې له فرمان څخه سرغړونه ګڼي.
په ملګروملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست له طالبانو پوښتنه کړې، چې ایا د امیر د فرمان اطاعت یوازې د ښځو په برخه کې واجب دی؟
محمد ابراهیم جهادیار د پخواني حکومت له جنرالانو څخه و، چې درې میاشتې وړاندې په کابل کې د طالبانو له خوا نیول شوی و، بالاخره د دغې ډلې تر شکنجې لاندې ووژل شو.