هرات کې د يوه رنجر چپه کېدل، د طالبانو د پنځمې امنيتي حوزې آمر مړ شو

۸صبح، هرات: هرات ولايت کې ځايي سرچينې د دغه ولايت لپاره د طالبانو د پنځمې امنيتي حوزې د آمر د مړینې خبر ورکوي.
سرچينې ۸صبح ته وايي، چې د هرات د پنځمې امنيتي حوزې آمر ملا حسن پنجشنبه د لړم پر ۱۹ د هرات – کرخ پر لويه لار د خپل رنجر موټر د چپه کېدو په پيښه کې مړ شوی دی.
سرچينې زياتوي، چې په دغه موټر کې د طالبانو د دغه غړي د کورنۍ غړي هم سپاره وو، چې له پېښې روغ وتلي دي.
د معلوماتو له مخې، ملا حسن د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې خپل کورته د ستنېدو په حال کې و چې دغه پېښه وشوه.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ هم د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو د يوه رنجر د چپه کېدو په پېښه کې دوه طالبان مړه شول او اته نور ټپيان شول.