د دهلې بند د وسلهوالو طالبانو لاس ته لوېدلی
راپور: احمد شاه شاداب

په کندهار کې د دهلې د اوبو لوی بند د تېرو دوه ورځو راهيسې د وسله والو طالبانو په ولکه کې دی.
له سيمې څخه يوې امنيتي سرچينې ۸صبح ته وويل چې، وسله طالبانو د دهلې بند ته نږدې پروت پله له ويجاړولو وروسته له نږدې يوې اونۍ راهيسې د دغه بند د نيولو لپاره هڅې پيل کړې وې او دغه بند له دوو ورځو راهيسې د طالبانو تر ولکې لاندې دی.
سرچینې زیاته کړه، د امنیتي ځواکونو هڅې روانې دي څو دغه لوی بند بېرته تر خپلې ولکې لاندې راولي او د همدې موخې لپاره د ګډو امنیتي ځواکونو له لوري د هوايي ځواکو په ملتیا عملیات پیل شوي دي.
ددهلې بند د افغانستان په سوېل کې دویم لوی بند دی، چې د کندهار ښار سربېره ددغه ولایت اوو ولسواليو، ميوند، ارغنداب، شاه وليکوټ، دامان، ډند، پنجوايي، او ژېړۍ ځمکې یې خړوبوي.
دغه بند په ۱۳۳۱ لېږديز لمريز کال کې د امريکا په مرسته د کندهار په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې د ارغنداب سيند باندې جوړ شوی، چې په مټ یې ددې ولایت په ۷ ولسوالیو کې ۷۶ زره هکټاره ځمکه خړوبېږي.
د دهلې بند د نیولو او هلته د جګړې په اړه وسله والو طالبانو تر دې دمه رسنیو ته څه نه دي ویلي.