د فقر او بې وزلۍ پراختيا؛ په غور کې يوه تنکي ځوان ځان زندۍ کړی دی

۸صبح، غور: په غور کې ځايي سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې یوه ځوان ځانوژنه کړې ده.

ځايي سرچینو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې دغه ۱۵ کلن تنکي ځوان د چهارشنبې (د سلواغې د ۲۶مې) ورځې غرمه مهال د غور ولایت په مرکز فېروزکوه ښار کې ځانوژنه کړې ده.

د سرچينو په وينا، د دغه تنکي ځوان پلار پر نشه يي توکو روږدی دى. فقر او بې وزلي د دغه ځوان د ځانوژنې لامل ګڼل کېږي.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې بې وزلي او تنګسه زياته شوې ده.

ورته لیکنې

Back to top button