۸صبح، کابل: د سره صلیب کمېټې یوه چارواکي افغانستان کې له راروان ژمي په خبرداری ویلي، چې د ژمي پیل به د افغانستان د نیمایي ټولنې اړینې انساني اړتیاووې لا زیاتې کړي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې عمومي مدیر مارټین شوپ یکشنبه د لړم پر ۲۹ له اسوشیټډپرس سره په خبرو کې ویلي، چې د طالبانو واکمنېدو اقتصاد له ځوړتیا سره مخ کړی دی، افغانستان له بنسټه له ستونزو سره مخ کړی او میلیونونه تنه یې د لوږې او بېوزلۍ لور ته روان کړي دي.
شوپ زیاته کړې: «اقتصادي ستونزې شته او دا ډېره جدي ده او خلک د خپل ژوند لپاره مبارزه کوي.»
هغه جوته کړې: «موږ داسې افغانان وینو چې اړ دي خپل توکي وپلوري ترڅو د خپل ژوند اړتیاوې پرې پوره کړي.»
د سره صلیب د چارواکي د معلوماتو له مخې دغه کمېټه سره له دې چې دنده یې نه ده، اوسمهال افغانستان کې لږترلږه د ۱۰ زره او ۵۰۰ روغتیایي کارکوونکو معاش ورکوي.
هغه همداراز څرګنده کړې، چې د سره صلیب نړیواله کمېټه له زندانیانو هم ملاتړ زیات کړی دی او اوسمهال افغانستان کې د لږترلږه ۸۰ سلنه زندانیانو خواړه تامینوي.
د سره صلیب د نړیوالې کمېټې عمومي مدیر مارټین شوپ د طالبانو له واکمنۍ وروسته د لومړي ځل لپاره دوې ورځې مخکې افغانستان ته راغۍ. هغه د خپل سفر موخه افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه له خلکو او د طالبانو له چارواکو سره خبرېاترې بللې ده.