د نهیلۍ دوه لارې

لیکوال: امین کاوه

په افغانستان کې عمومي وضعیت «تراژیک» دی. تراژیک وضعیت هغه وضعیت ته ویل کېږي، چې هر انتخاب پکې ناوړه پایلې لري. اوس مهال، خلک په دوو انتخابونو کې بند پاتې دي، چې دواړه به د دوی لپاره منفي او نه جبرانېدونکي پایلې ولري. له یوې خوا، د طالبانو استبدادي او ټوټالیټر رژیم دی او له بلې خوا ناکاره او ازمویل شوي سیاستوال دي چې له اوسني وضعیته د وتلو او د هیواد د پرمختګ لپاره هیڅ پلان نه لري. د طالبانو رژيم د هېوادوالو لپاره فضا داسې تنګه کړې ده، چې ډېری یې د لوږې او بې وزلۍ له امله د شپې د خوب پرځای د ژوندانه د سخت وضعیت له امله شپې داسې سبا کوي، لکه د قبر تر څنګ چې ويرژلي ناست وي. د عمل او فکر د ازادۍ نشتوالی، د هغو کسانو لپاره چې طالباني فکر نه کوي، وضعیت خورا کړکېچن کړی دی. بېل فکر کوونکي او پرمختګ پالې هېوادوال «په ژوندوني د مرګ حالت تجربه کوي» طالبانو اوس خپل لسګونه منتقدین، چې زړونه یې د هېواد د ويښتیا، پرمختګ او پراختیا لپاره تپېږي، زندان ته اچولي او تر سختو شکنجو لاندې خورا غیر انساني چلند ورسره کوي. لسګونه پخواني نظامیان لادرکه دي او د مرګ یا ژوند په تړاو یې هېڅ معلومات نشته. اعتراض کوونکي نجونې او ښځې د دې ډلې د رژیم د زندانونو په انفرادي خونو کې شکنجه کېږي. هغه رژیم چې ښځې د مخونو او لاسونو د ښکاره کېدو په جرم ځپي، خو د دوی په خپله وینا له «شرعي محرم پرته»  هغوی نیسي، په شکنجه ځایونونو کې د نارینه وو لخوا وهل ټکول کېږي او پوښتنې ګروېږنې ترې کېږي. په خبرو او عمل کې دا ښکاره تناقض یوازې د طالبانو په تګلاره کې د لیدو وړ دی.

خلک د داسې رژيم تر واکمنۍ لاندې دي چې له خپلو بشري او هېوادنیو حقونو محروم دي او د تر ټولو کوچني اعتراض حق نه لري. هغوی د سیاستوالو او سیاسي مشرانو پلانونو ته سترګې نیولې دي؛ هغو سیاستوالو چې ټول شل کاله یې فرصتونه له لاسه ورکړي دي، خپله شتمني یې ډېره کړه، خلک یې یرغمل کړل، خو د یوې انساني، پرمختللې، پایښت لرونکې او ولسواکې ټولنې لپاره یې مبارزه ونه کړه. تر ټولو مهمه دا چې ان د خپلو شتمنیو د ساتنې په موخه یې د ننني وضعیت اټکل نه کاوه، چې ګواکې طالبان به په خورا بې رحمانه  او غیر اخلاقي ډول د دوی پر خصوصي حریم برید کوي او تصویر یې په عامه فضا کې خپروي. دغو سیاستوالو د خپلو تخریبي سیاسي لوبو د تودولو لپاره له هیڅ ډول چل او د خلکو له غولونې ډډه ونه کړه. دوی د خپلو سیاسي ګټو د خوندي کولو په پار د جمهوریت له غلو سره په انحصار او د یوه کس په لاس کې د سیاسي، نظامي او اقتصادي واک له تمرکز سره مرسته وکړه او په ځلونو د هغو کسانو تر شا ودرېدل چې په ټولنه کې یې پر سیاسي کثرت پالنې او د ټولنیزعدالت پرټينګښت باور نه درلود او واک یې د یوې ځانګړې ډلې پلرنی حق باله. ډېری سیاسي مشرانو او سیاستوالو هڅه کوله چې په تیرو دولتونو کې د هغو کسانو نامحدود واک وغځوي چې پر سختې ځان ستاینې اخته وو. د دې ځان ستاینې تر ټولو لوړه کچه د مخکیني ولسمشر اشرف غني په کړنو او چلند کې لیدل کېدای شي، چې په نه ستړي کېدونکې ډول یې له انحصار پالنې سره مینه کوله او له نورو یې کرکه لرله. دا سیاستوال چې دا ډول مخینه لري، اوسني سیاسي پلانونه به یې هم د واټونو پر غاړه د کړاو ګالونکو ماشومانو، ښځو او هغو نارینه وو د درد دوا نه شي چې د بې وزلۍ او بې کورۍ له امله د قبرونو په کونجونو، د پارکونو د ونو ډډو او تر پلونو لاندې وېده کېږي، د هغه سرتېري د زوی غمجنې جونګړې ته به خوښي ورپه برخه نه کړي چې د امنیت د ټينګښت لپاره یې خپل ژوند له لاسه ورکړی، یا دا به د هغو کونډو په دسترخوان کې بدلون رانه ولي چې له ناچارۍ د خپلو ماشومانو په ډوډۍ کې خاورې ګډوي.

باور نه شته چې دغه سیاستوال له طالباني وضعیته د افغانستان د بدلون لپاره یوه هیله شي. له همدې امله، خلک د نهیلۍ په دوه لارې کې بند پاتې دي. له هر لوري چې ناهیلۍ وسنجول شي، د هغوی ویر زیاتوي او د غمونو پیټی یې درنوی. د ناهیلۍ د دې دوه لارې په مقابل کې یوازینۍ لار چې کولای شي د هیلو کړکۍ پرانېزي، په خپله د خلکو له خوا د خلکو د مکلفیتونو ټاکل دي. ولس باید په هېواد کې د سیاست او واک پر وړاندې خپل مکلفیت څرګند کړي. په اوسنۍ ناسمې او له سیاسي او کلتوري ګډوډۍ ډکې فضا کې دې آراموونکو او تسکینوونکو درملو ته پناه نه وړي. په ازادانه عمل او منطقي فکر سره بايد د ټولنې واقعيتونه تحليل او وشني، سياست او له هغه نه اخیستل شويو مفاهيمو ته بايد د تقدس په سترګه ونه ګوري، د خپل برخليک د ټاکلو لپاره فکر وکړي او پرېنږدي چې د دوی پر ځای بل څوک فکر وکړي. دوی باید د هغه برخلیک په بند کې پاتې نه شي، چې فکر کوي، ورته ټاکل شوی او د بدلون وړ نه دی.

دا سمه ده چې هېواد د ترهګرۍ، افراطیت او بنسټ پالنې په بېلابېلو ډولو کې را ګیر دی، خو په زغم سره، د توفاني سمندر په زړه کې مقصود جوهر موندل کیدای شي. هغه منزل ته چې په فکر او تفکر سره ورسېدلای شو، د بل چا په اتل جوړولو سره نه شو ورسېدلای. یوازینۍ لار چې مو د نهیلۍ پر دوه لارې له درېدو ژغورلای شي، په زړورتیا سره پرېکړه او عاقلانه چلند دی. په داسې وضعیت کې باید پرېکړه په زړورتیا سره او انتخاب په ځيرتیا سره وشي او هغه لاره باید وتړو چې موږ یو ځل بیا د نهیلۍ او تباهۍ لور ته بیایي او د فارسي ژبي د شاعر سهراب سپهري په خبره: «چشم‌ها را باید شست، جور دیگر باید دید». او یایې بله خبره چې وایي: «واژه‌ها را باید شست – واژه باید خود باد، واژه باید خود باران باشد». خلک باید په خپله دا انتخاب کړي، چې پر کومه لاره مزل کوي، ځکه له ټولیز شعور او پوهاوي پرته منزل ته رسېدل خورا ګران دي.

ورته لیکنې

Back to top button