د بامیان د پوهنې رییس، په دغه ریاست کې له تره نیولې تر خسر پورې خپل خپلوان ګمارلي

په بامیان ولایت کې سرچینې وایي،چې د دغه ولایت د پوهنې رییس له ۱۱ میاشتو راهیسې، خپل لسګونه خپلوان، ملګري او کلیوال د دغه ریاست په مهمو بستونو کې د کارکوونکو په توګه ګمارلي دي.
په بامیان ولایت کې یوې سرچینې، ۸ صبح ورځپاڼې ته د یوه نوملړ په لېږلو سره تاییدوي،چې په دغه ولایت کې د طالبانو د پوهنې رییس مولوي اسلام الدین عثماني د دې ډلې تر کنټرول لاندې پوهنې وزارت د کړنلارې او مقرراتو پرخلاف، په پلان شوي توګه د دغه ریاست لسګونه مخکیني کارکوونکي چې ډیری یې هزاره وګړي دي، لېرې کړي او د هغوی پرځای یې د خپل خسر او تره په ګډون خپل خپلوان، ملګري او کلیوال ګمارلي دي.
د رحمان په مستعار نامه یوه سرچینه وايي چې مولوي اسلام الدین عثماني د ۱۴۰۰ کال د مرغومې پر ۱۶، د طالبانو له لوري په بامیان ولایت کې د پوهنې رییس وګمارل شو،چې تر دې وړاندې د ایوب امیري په نوم یو بل کس د دغه ریاست مسوولیت پرغاړه درلود. د ده په وینا، ښاغلي عثماني د خپل کار په لومړیو ورځو کې د بامیان د پوهنې ریاست، مالي، اداري او تدریسي مرستیالان چې هزاره وو، منفک او پرځای یې خپل د تره زوی او یو ملګری ګمارلی دی.
رحمان زیاتوي:« هزاره کادرونه د بامیان د پوهنې له ریاسته حذف شوي او پرځای ی د طالبانو د پوهنې رییس ته نږدې کسان ګمارل شوي دي چې علمي او مدیریتي ظرفیت ټيټ دی .»
به هغه نوملړ کې چې سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته رالېږلی دی، په بامیان ولایت کې د طالبانو د پوهنې د رییس مولوي اسلام الدین عثماني د ۳۱ خپلوانو، ملګرو او کلیوالو نومونه لیکل شوي دي،چې د بامیان په مرکز او ولسوالیو کې پر مهمو بستونو ګمارل شوي دي. دغه کسان د پوهنې ریاست له دویم تر اتم بستونو کې ګمارل شوي دي.
د دغه نوملړ له مخې، مولوي عثماني خپل ۳۱ کلیوال د بامیانو د پوهنې ریاست کې ګمارلي دي چې له دې منځه، د خپل تره، خسر، اوښي، د تره زوی، د مامازوی، خوريي، کاکا خسراو باجه په ګډون خپل ۱۴خپلوان په مهمو بستونو لکه، مالي او اداري آمریت، د بشري سرچینو، پلان او راپور ورکونې مدیریتونو، د پوهنې او نظارت آمریتونو، د پلان د مدیریت د مسلکي غړي، سکرټر او په مرکز او کهمرد ولسوالۍ کې د دغه ریاست د یو شمېر ښوونځيو په آمریتونو کې ګمارلي دي.
په بامیان کې د طالبانو د پوهنې رییس مولوي اسلام الدین عثماني، د دغه ولایت د کهمرد ولسوالۍ د «دوشاخ» کلي اوسېدونکی دی. په نوملړ کې د مولوي عثماني د لسو ملګرو نومونه هم لیکل شوي چې د سرچینو په وینا، د هغه له لوري د بامیان د پوهنې ریاست پر مهمو بستونو ګمارل شوي دی.
دغه سرچینې د خپل هویت د نه څرګندېدو په شرط وایي، چې دغه نوملړ د بامیان د پوهنې ریاست د فساد یوه وړه بېلګه ده، د سرچینې په وینا، مولوي عثماني د تېر کال له مرغومې میاشتې راهیسې چې د دغه ولایت د پوهنې د رییس په توګه دنده پېل کړې ده، خپل ۲۰۰ خپلوان، ملګري او کلیوال د بامیان د پوهنې ریاست په بیلابیلو بستونو کې د کارکوونکو او ښوونکې په توګه ګمارلي دي. سرچینه زیاتوي.« هزاره کارکوونکي د دې ادارې د رییس مولوي اسلام الدین عثماني تر فشار لاندې دي څو د ناقونانه او قومي ګمارنو په تړاو رسنیو ته راپور ورنه کړي.» هڅه مو وکړه، چې د دغو استخدامانو او ګمارنو په تړاو د مولوي عثماني نظر هم ولرو، خو بریالي نه شوو. بل خوا مولوي عثماني ته یو نږدې کس د بامیان په پوهنې ریاست کې د اړیکو پرنسټ ګمارنې ردوي.
شاوخوا نهه میاشتې وړاندې هم په بامیان کې ولایت د طالبانو د پوهنې ریاست ۵۰ کارکوونکو په دغه ولایت کې د دې ډلې والي ملا عبدالله سرحدي ته په یوه لیک کې د مولوي عثماني له ناسم چلند او قومی ګمارنو شکایت کړی و خو ښاغلي سرحدي دغو شکایتونو ته پام نه و کړی.
تر دې وړاندې په بامیان ولایت کې د دې ادارې له کارکوونکو سره د طالبانو د پوهنې د رییس مولوي اسلامي الدین عثماني د ناوړه چلند او مالي فساد په تړاو رپوټونه خپاره شوي دي.
د یادونې وړ ده چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې هم هزاره کادرونه د بامیان پوهنتون د مشرتابه له پلاوي لېرې او پرځای یې په دې ډلې پورې اړوند کسان ګمارل شوي دي.
بامیان د هېواد عمدتاً هزاره میشتی مرکزي ولایت دی چې د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته، د دې ډلې له لوري د ملکي او نظامي ادارو له مشرۍ ټول هزاره مسوولان لېرې او پرځای یې د بامیان ولایت په دولتي ادارو کې د پښتون، تاجیک او اوزبیک قومونو طالب قوماندانان ګمارل شوي دي.