۸صبح، هرات: د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د نشهیي توکو د تولید او د خشخاش د کرلو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته، اوس د دې ډلې له نشهیي توکو سره د مبارزې معین ویلي، چې هېواد کې پر نشهیي توکو د اخته کسانو شمېر ۳.۵ میلیون تنو ته رسېږي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له نشهیي توکو سره د مبارزې معین ملا عبدالحق هرات ته په سفر پنجشنبه د سلواغې پر اووهویشتمه پر نشهیي توکو د روږدو کسانو دا شمېرې وړاندې کړې دي.
پر نشهیي توکو د اخته کسانو د زیاتوالي په اړه د دغه طالب چارواکي له خبرو یوه ورځ وروسته، نیمروز کې د دې ډلې یوه ځایي مسوول د شیشې په نوم د ۸۵۰ کیلوګرامه نشهیي توکو د نیولو خبر ورکړی دی.
په دې لړ کې، ویل کېږي چې هېواد کې پر نشهیي توکو د اخته کسانو شمېر تر هغه څه زیات دی، چې طالبان یې اعلانوي.
د طالبانو د دغه چارواکي په وینا تر اوسه له بېلابېلو ولایتونو څخه لږترلږه ۷۵ زره روږدي کسان راټول شوي دي.
په همدې حال کې راپورونه ښيي، چې د طالبانو له خوا روږدو کسانو ته په پام کې نیول شویو ځایونو کې معیاري روغتیایي خدمات، خواړه او امکانات نشته.
له بلې خوا، د سرچینو د معلوماتو له مخې د هرات ولایت په کشک، رباطسنګي، ګلران، غوریان او ادرسکن سرحدي ولسوالیو کې د نشهیي توکو پېر او پلور دوام لري.
د نشهیي توکو پر پېر او پلور د طالبانو له محدودیتونو وروسته، د دغو توکو بیې په بازارونو کې بېمخینې لوړوالی موندلی او په ځینو ولایتونو له دې جملې نیمروز کې یې پېر او پلور په ازادانه ډول ترسره کېږي.