کندهار ته د قطر د لومړي وزیر د سفر دوړې
لیکنه: محمدعلي نظري

تر دوو اونیو مخکې پورې وضعیت په یو اړخیزه بڼه روان و. په افغانستان کې د ښکېلو هېوادونو ترمنځ آرامه جګړه د طالبانو د ملکیت د انحصار په سر روانه وه، هر لوری هیله من و، چې د دغې جګړې پایله به د دوی په ګټه تمامیږي. پاکستان ځان د طالبانو اصلي مالک باله او ایران هم په دې دلیل، چې له یوې لسیزې یې د دې ډلې ملاتړ کړی و، د دوی مالکیت کې ځان یو لوی سهم لرونکی محسوسوه. چین او روسیه هم په دې دلیل، چې له دې ډلې یې ضمني ملاتړ کړی و او له بل لوري یې دغو دواړو هېوادونو سره د طالبانو د نیږدې والي له امله تصور کاوه، چې د طالبانو په سهامي شرکت کې به لویه ونډه ولري. قطر بیا په دې دلیل د طالبانو د ډېر مالکیت احساس کاوه، چې د طالبانو د سیاسي دفتر او له امریکا سره یې د دوحې هوکړه لیک کوربه توب کړی او د ډالرو بنډلې یې ورکړي دي. دا آرامه جګړه آخر کندهار ته د قطر د صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان آل ثاني له سفر سره بې نظمه شوه. سره له دې، چې د طالبانو رهبر ملا هبت الله سره د آل ثاني د لیدنې د نه ممکنیدو خبر ورکړل شو، خو هغه په دغه سفر کې د یاد شوي سهامي شرکت د مالکیت پر سر، خپلو سیالانو ته جدي پيغام درلود. قطر، له دې امله چې په افغانستان کې د امریکا د ګټو ساتونکی دی، له دې سفر سره وښوده، چې طالبان د امریکا لاس ته لویدلي دي. ایران او د امریکا نور رقیب هېوادونه، چې د ډالري بنډلو د ورکړې وس نه لري، په دغه سیالۍ کې بایلونکي او خړ مخي ښکاري.
د هلمند د اوبو پر سر ناندرۍ یوه نېمه پېړۍ یانې د بریتانیا په وساطت د افغانستان او ایران د پولو د ټاکل کیدو له مهال سره مخیینه لري. له هغه وخته تر اوسه دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شوي، خو دا ناندرۍ لا روانه ده. دا ناندرۍ تر دې حده نه ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ نظامي ټکر ته زمینه برابره کړي. طالبانو ته د ابراهم رییسي د ګواښونو لهجه هم ډېره غیر عادي وه. دا لهجه، د وضعیت جدي والی او دا ښيي، چې له طالبانو څخه د ایران تمې ترلاسه شوي نه دي. د ایران د ولسمشر د خبرو له لهجې ښکاري، چې دغه جدیت د هیرمند د اوبو او د سیستان او بلوچستان د خلکو د اړتیاوو له مسئلې نه؛ بلکې د طالبانو د ډلې د بهرني سیاست له بدلون څخه سرچینه اخلي.
ایران تصور کاوه، چې د طالبانو له ملاتړ سره به، له افغانستان څخه د امریکا تر وتو وروسته، د دغه هېواد لپاره پروګرام جوړوي او له دغې ډلې به ابزاري استفاده کوي، خو اوس په حساس موقعیت کې دی. دغه هېواد احساسوي، چې طالبانو یې له حکومت څخه د واک ته رسیدو لپاره ابزاري استفاده کړې او اوس د امریکا جبهې سره ملګري شوي دي. دغه وضعیت د ایران سیاستوال نارامه کړي دي. تهران ظاهراً دې پایلې ته رسیدلی، چې د طالبانو د مالکیت جګړه کې یې، دغه ډله خپل ځواکمن دښمن امریکا ته بایللې ده.
امریکا ، د افغانستان د یو شمېر سیاستوالو او خلکو له لوري، چې معترضې ښځې هم پکې شاملې دي، طالبانو ته د پیسو په تزریقولو تورنه شوې ده. د قضیې ظاهري بڼه هم، همدغسې ښکاري. کابل ته د امریکا د ډالري بنډلو د استولو یو دلیل هم ښایي همدا مسئله وي، ځکه پر بانکونو د پیسو لېږد د FATF په شان بنسټونو تر تعقیب لاندې دي؛ هغه بنسټ چې له ۲۰۱۱ کال څخه وروسته د ترهګرۍ د ملاتړ مسئله هم څېړي. دا په داسې حال کې ده، چې د نقدو پیسو بنډلونه په اسانۍ سره تعقیبدای نه شي. له بلې خوا، سیمه له تېرو دوو کلونو راهیسې له جدي مالي ناورین سره مخامخ ده. له ترکیې تر ایران او پاکستان پورې هېوادونه، په خپلو ملي اسعارو کې تر ټولو سخت آفت تجربه کوي. په داسې حال کې، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د ملي اسعارو ارزښت لږ کم شوی او شاوخوا یو کال کیږي، چې بیه یې تقریباً ثابته پاتې ده. دا له چا پټه نه ده، چې د ملي پیسو د بیې ساتل، د طالبانو د روښانه او کره مالي سیاستونو نه؛ د بشرپاله مرستو په نوم د امریکا د ډالري تزریق پایله ده. امریکا دا ټولې پیسې د ثواب ګټلو لپاره نه مصرفوي. دغه هېواد اوس هم د تېرو شلو کلونو په شان، په افغانستان کې حضور لري. هغه مهال یې حضور ډالري او فزیکي و، خو اوس ډالري او احتمالاً استخباراتي دی. له دې امله، د تېرو شلو کلونو په شان، واشنګټن د افغانستان پر بدلونونو او د دغه هېواد د واکمنانو پر دریځونو، اغېز لري. له ۲۰۲۱ څخه وروسته، په افغانستان کې د امریکا دا ډول اغېز او حضور، ښایي هغه څه و، چې د ایران په شان هېوادونو یې محاسبه نه وه کړې او په تمه یې نه وو. دوی فکر کاوه، چې د امریکا وتل، په افغانستان کې د دغه هېواد د حضور د پای ته رسیدو په مانا دي، نه دا چې د حضور څرنګوالی یې بدلیږي. پر همدې بنسټ، دوی طالبان« د سیمې اصیل غورځنګ» بلل او د مشرانو پښو ته یې سرې قالینې ور غوړولې. امریکا، بیا د دغو هېوادونو د تمې خلاف لوبه کړې ده. اوس د افغانستان میدان د ایران په شان هېوادونو لپاره تش نه دی؛ دا هېوادووه اړ دي، چې د امریکا لخوا په مدیریت کیدونکي دغه میدان کې لوبه وکړي. ایران، چې فکر یې کاوه، د افغانستان په میدان کې د حضور لګښت یې مخکې طالبانو ته ورکړی، اوس له داسې صحنې سره مخ او اړ دی، چې د خپل دغه حضور د ساتې لپاره، حتا د امریکا لخوا په مدیریت کیدونکي میدان کې لا زیات لګښت وکړي.
ایران، طالبانو ته د ډالري بنډلو د استولو کافي مالي وس نه لري. که کوم بنډل استوي، یا یې مخکې افغانانو ته استولی، د امریکایي ډالرو له سترو بنډلونو سره هیڅ د پرتلې وړ نه دی. د امریکایي ډالرو لویو بنډلو، طالبان له امریکا سره له دښمنۍ څخه، ملګرۍ ته کاږلي. یو ځل د طالبانو د ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هم له امریکا سره د دښمنۍ د پای ته رسیدو خبره وکړه او دغه هېواد سره یې د طالبانو د ملګرتیا پر شوق ټینګار وکړ. طالب داسې ډله ده، چې هره شېبه یې د جبهې بدلولو امکان شته، له امریکا سره په اړیکو کې ۱۸۰ درجې بدلون یې ښه مثال دی. د ایران دولت ته دغه بدلون، د هلمند سیند د اوبو د مسیر له بدلولو او پرې د اوبو ګرځونکو بندونو تر جوړولو ډېر مهم دی. د امریکا د ډالرو بنډلونه او د ګټو د ساتونکي په توګه یې کندهار ته د قطر د صدراعظم سفر، د داخلي مصرف ترڅنګ، له طالبانو سره د اوبو پر سر د ایران د اوسنۍ ناندرۍ او پوځي نښتې اصلي دلیل دی. د افغانستان او ایرا ن پر ګډه پوله پورته شوې رسنیزې او سیاسي دوړې، چې مجازي فضا یې هم ډېره لړلې، د عبدالرحمان آل ثاني له سفره را پورته شوې ده. د سرحدي نښتې په ویډیوګانو کې لیدل شوې دغه دوړې، د امریکا د ګټو د ساتونکي صدراعظم له سفر سره تړاو لري او تر یوې مودې به دوام وکړي. دا دوړې به هغه مهال بیرته کیښني، چې ایران له طالبانو په بشپړه توګه نهیلی شي، یا دا ډله بیرته خپله جبهه، چې طبیعي ده، بدله کړي، په عمل کې بدله کړي.