۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی او سفیر حسن کاظمي قمي وایي، چې افغانستان کې د ایران په کونسلګریو کې د «څو ځله داخلېدو سوداګریزو وېزو» د صدور بهیر چټک کېږي.
کاظمي قمي دغه موضوع سه شنبه د سلواغې پر یوولسمه نېټه د یوه ټویټ په خپرولو بیان کړې ده.
هغه زیاته کړې: «په نیول شویو تدابیرو سره او د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو – اقتصادي همکاریو د ودې په موخه افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت په پنځه ګونو استازولیو کې د افغانستان د سوداګرو لپاره د څو ځله داخلېدو (۶ میاشتینۍ او یو کلنې) وېزو د صدور په بهیر کې اسانتیا په پام کې نیول شوې او د هغوی لپاره یې ترلاسه کول چټک کېږی.»
د ویلو ده، چې ایران یو له هغو هېوادونو دی، چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري.
دغه هېواد د طالبانو له واکمنېدو سره هم په افغانستان کې خپلو دیپلوماتیکو فعالیتونو دوام ورکړی دی.