د هېوادوالو تش جېبونه او د واکمنانو ډکې کڅوړې، ملا هبت الله د ولس په پیسو جلا لښکر جوړ کړی

۸صبح، کابل: په داسې حال کې چې نړۍوال سازمانونه په افغانستان کې د لوږې د مخ په زیاتېدونکي ناورین خبرداری ورکوي، د طالبانو مشر د خپلمنځي اختلافاتو په پایله کې د ۴۰ زره کسیز پوځ د جوړولو اقدام کړی دی. د هېواد د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل په دې وروستیو کې د طالبانو د ډلې د مشر ملا هبت الله اخندزاده د لښکر له جوړولو پرده پورته کړې ده. ښاغلی نبیل څرګندوي، چې د طالبانو مشر د دغه پوځ د تشکیل بودجه د دولت له عوایدو نه ترلاسه کړې ده. د ښاغلي نبیل د څرګندونو له مخې، د طالبانو مشر په داسې حال کې جلا پوځ جوړ کړی، چې له یو کال راهیسې د طالبانو د مخورو چارواکو ترمنځ خپلمنځي اختلافات زیات شوي دي. د رپوټونو له مخې، د مولوي هبت الله مخالفو لورو د هغه د بې واکه کولو لپاره لسټوني بډوهلي دي. بل خوا، د طالبانو مشر په داسې حال کې د دولت له عوایدو نه چې د کسبګرو د مالیاتو پیسې دي، د جلا لښکر د جوړولو اقدام کړی دی، چې مرستندوی بنسټونه له افغانستان سره د مرتسې لپاره د خپلو مالي مرستو د کمېدو خبر ورکوي او وایي، که د نړۍ هېوادونه په بېړني ډول له افغانانو سره مرسته ونه کړي، نو په دغه هېواد کې به لوږه پراخه شي. هېوادوال هم د ولس په پیسو د طالبانو د مشر د جلا پوځ جوړېدل غندي.
د هېواد د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ادعا کړې، چې په تېر یوه کال کې د طالبانو د اوسني مشر ملا هبت الله اخندزاده په امر د مالیې وزارت له حسابه شاوخوا ۶۰ میلیارده افغانۍ اېستل شوې دي. ښاغلي نبیل د سې شنبې په ورځ د کب په ۲۶مه، په یوه ټوېټ کې لیکلي: «د معلوماتو له مخې، په تېر یوه کال کې له مالیې وزارته شاوخوا ۶۰ میلیارده افغانۍ د بېلابېلو کسانو له خوا په بېلابېلو نومونو د بېلابېلو لګښتونو په پلمه ایستل شوې دي، چې د ګمرک د ټولو عوایدو شاوخوا ۵۰ سلنه جوړوي.»
د هېواد د ملي امنیت پخواني رییس د طالبانو د مالیې وزیر ته د نېږدې کسانو له خولې ویلي دي: «دا پیسې د ځینو قومي مشرانو د وفادارۍ پر اخیستلو او د هغې ۴۰ زره کسیزې پوځي ډلې پر جوړښت چې ملا هبت الله او نېږدې کسانو یې له خپلو قومیانو او باوري کسانو جوړه کړې ده، لګول کېږي.»
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د مالیې وزارت شاوخوا ۲۸ ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې په تېرو ۱۱ میاشتو کې شاوخوا ۱۰۰ میلیارده افغانۍ مالیات راټول شوي دي. طالبانو د دومره مالیې راټولول «بې مخینې» بللي دي. په داسې حال کې چې هېوادوال او سوداګر پر دې باور دي، چې د طالبانو کسانو د وسلې په زور د تېرو کلونو په پرتله څو برابره زیاته مالیه ترې اخیستې ده.
ښاغلي نبیل دغه راز د طالبانو د مالیې د وزیر هدایت الله بدري چې په «ګل اغا» مشهور دی د استعفاء لامل د ملا هبت الله او هغه ته د نږدې کسانو له ادرسه په «ناسمه او مستقیمه» توګه د پیسو غوښتنه بللې ده. د ملي امنیت پخواني رییس پر خپل ټوېټر زیاته کړې: «د ملا ګل اغا وړاندیز دا و چې په راتلونکي کې د حساب ورکولو لپاره ټولې پیسې د بانکي حسابونو له لارې ورکړل شي، خو هبت الله او نېږدې کسانو یې پر نغدو پیسو ټینګار درلود. په پای کې هغه اړ شو چې د طالبانو د مالیې د وزیر له دندې استعفا وکړي.» د ښاغلي نبیل د معلوماتو له مخې، تېره اوونۍ د طالبانو مشر د هدایت الله بدري په غیاب کې د هېواد د ګمرکونو رییسان د خپلو نېږدې او وفادارو کسانو له منځه وګمارل او امر یې ورته وکړ، چې په راتلونکي کې د کندهار ونډه د ولایتونو له ګمرکونو په مستقیمه توګه د ده دفتر ته ولېږي.
د يادونې وړ ده، چې د کب په ١٧مه، ځينو رسنيو خبر ورکړ، چې د طالبانو د ماليې وزير هدایت الله بدري د دې ډلې له مشر هبت الله اخندزاده سره د اختلاف له امله له خپلې دندې استعفاء کړې ده. هدایت الله بدری چې د طالبانو په منځ کې د «ګل اغا اسحاقزي» په نوم مشهور دی، د طالبان د تحریک د بنسټګر ملا محمد عمر له نېږدې کسانو دی. ښاغلي بدري تر ډېره د طالب جنګیالیو لپاره د مالي سرچینو د راټولولو مسوولیت پرغاړه لرلی دی.
د طالبانو په ډله کې اختلافات
د رحمت الله نبیل د اطلاعاتو له مخې، د طالبانو مشر په داسې حال کې په کندهار کې جلا لښکر جوړ کړی، چې په دې وروستیو کې د دې ډلې د لوړپوړو چارواکو ترمنځ اختلافاتو زور اخیستی دی. د طالبانو د دفاع او کورنیو چارو د وزیرانو او د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال په ګډون د طالبانو د سرپرستې کابینې ځینو غړو هم له رسنیو سره په داسې بڼه خبرې کړې دي، چې د طالبانو د رهبرۍ د غړو تر منځ سخت اختلافات ښيي.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل هم، د روان کال په سلواغې میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې یوې خبرې غونډې ته وویل، چې د طالبانو تر منځ ډېر اختلافات شته چې له هغو نه په ګټې اخیستنې سره پر دې ډلې فشار راوستل کېدلای شي. د ښاغلي بورل په وینا، د طالبانو مشرتابه پر دې باور ده، چې نجونې حق نه لري، د انسانو په توګه ژوند او زده کړې وکړي، په داسې حال کې چې د هغه په وینا، یو شمېر نور طالب چارواکي د ملا هبت الله د څرګندونو مخالف دي.
د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د سې شنبې په ورځ د سلواغې په ۲۲مه، د افغانستان په سویل ختیځ کې خوست ولایت ته د خپل سفر په لړ کې د یوې دیني مدرسې د زده کوونکو د فراغت په مراسمو کې د وینا پر مهال د دې ډلې په لیکو کې د ناوړه وضعیت پر دوام نیوکه وکړه او د نه زغم وړ یې وباله. سراج الدین حقاني ټینګار وکړ، چې په اوسنیو حالاتو کې باید د خلکو ټپونه ټکور کړای شي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست د دې ډلې پر رهبرۍ په نیوکې سره زیاته کړه، چې د واک انحصار او پر خلکو د نظر تحمیلول د هیچا په ګټه نه دي. که څه هم سراج الدین حقاني د واک د انحصار او تحمیلولو کومه ځانګړی مورد یاد نه کړ، خو ظاهراً یې موخه د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل او په کورنیو او بهرنیو ادارو کې د ښځو د کار ځنډول دي، چې دغه کار د دې ډلې پروړاندې د نړیوالې ټولنې د پراخو اعتراضونو لامل شوی دی.
د طالبانو مشر ملا هبت الله، د طالبانو لومړی وزیر ملا حسن اخند، د ملا عمر زوی او د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب او د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د دې ډلې هغه مهمې څېرې دي چې واک یې ترمنځ وېشل شوی دی. د راپورونو له مخې، د طالبانو د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو سرپرستان د ملا هبت الله بې واکه کېدل غواړي او د دې ډلې یوه مهمه څېره ملا عبدالغني برادر د واک پر ګدۍ کينوي.
له دې ټولو سره سره، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د هر ډول خپل منځي اختلافاتو شتوالی رد کړی او ویلي یې دي، چې د هبت الله اخندزاده اطاعت د دې ډلې پر ټولو غړو واجب دی.
د هېوادوالو تش جېبونه
د رحمت الله نبیل د معلوماتو پر بنسټ، د طالبانو اوسني مشر مولوي هبت الله اخندزاده په داسې حال کې د حکومت له عوایدو نه د ۴۰ زره کسیز جلا پوځ د جوړلو اقدام کړی دی چې په ملګرو ملتونو پورې اړوند د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) افغانانو ته د مرستو رسولو لپاره د بېړنیو مالي مرستو غوښتنه کړې ده.
د خوړو نړۍوال پروګرام د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره څرګنده کړې ده، که له افغانستانه بشري ملاتړ دوامداره نه وي، د دغه هېواد سلګونه زره وګړي به د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتیا ولري او د دغه هېواد ګوټ ګوټ ته به ناورین زېږونکې لوږه پراخه شي. د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، په راتلونکو شپږو میاشتو کې له شاوخوا ۱۳ میلیونه افغانانو سره د مرستې لپاره ۸۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو اړوند د دغه سازمان د څرګندونو له مخې، یوازې په راتلونکې میلادي میاشت (اپرېل) کې ۹۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده. د ملګرو ملتونو اټکلي موندنې ښيي، چې اوس مهال له ۲۸ میلیونو ډېر افغانان له بې وزلۍ سره مخ دي او خوراکي مرستو ته اړتیا لري.
بل خوا، هېوادوال هم په هېواد کې د لوږې د ناورین د زور اخیستو په لړ کې د طالبانو د مشر لخوا د جلا پوځ جوړېدل غندي. د ټولنیزو شبکو کاروونکې حنا نور پر خپلې فیسبوک پاڼه لیکلي: «اوس طالبان د عیاشۍ لپاره پیسې حیف و میل کوي. ملت ناراضه دی، خدای دې یې سزا ورکړي.» دغه راز د ټولنیزو رسنیو یو بل کاروونکي عارف حازق هم لیکلي: «کابل بانک کې له شلو ورځو راهیسې د ښوونکو او کارکوونکو د معاشونو لپاره پیسې نشته او خلک لالهانده دي. دا دی عدالت او اسلامیت!»
د طالبانو داقداماتو له امله د مرستو کمېدل
د طالبانو لخوا پر ښځو د سختو محدودیتونو لګول، د بشري حقونو نه خوندېتوب او د یوه ټولګډونه حکومت نه جوړېدل،هغه موردونه دي چې افغانستان ته یې د بشري مرستو دوام له ګواښ سره مخ کړی دی.د اروپايي ټولنې په ګډون د نړۍ څه باندې ۷۰ هېوادونو په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ښځو د کار او زده کړو پر ځنډولو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو دغه محدودیت اقتصادي او ټولنیز ثبات، پرمختګ او ټولګډونه حکومتولي کمزورې کړې ده. دغو هېوادونو د یکشنبې په ورځ، د کب په ۲۸مه د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي، چې په کورنیو او بهرنیو نادولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار بندیز به بشري مرستو ته د میلیونونو افغانانو د لاسرسي مخه ونیسي. په دې خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي، چې د بشري مرستو له هرو درېیو کارکوونکو یوه یې ښځه ده او دا مرستندویه موسسې دا مهال ښځو او نورو اړمنو کسانو ته د مرستې رسولو توان نه لري.
خو طالب مشرانو دغو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد او د دې ډلې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم په وار وار ټینګار کړی، چې د ښځو او نجونو لپاره د کار او زده کړو مسئله لنډمهالې پرېکړه ده او ډېر ژر به حل شي.
تر دې وړاندې په افغانستان کې د یوناما دفتر مشرې روزا اوتونبایوا خبرداری ورکړی و، چې که طالبان ښځو ته د کار اجازه ورنه کړي، د افغانستان لپاره به بودجه او له دغه هېواد سره به د امریکا نغدي مرستې کمې شي. مېرمن اوتونبایوا د کب په ۱۷مه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل:« که ښځې د کار اجازه ونه لري، ښايي د افغانستان لپاره بودجه کمه شي. د بیلګې په توګه، هغه نادولتي ادارې چې د ښځو له لوري اداره کیږي، د فعالیت درېدو ته اړې شوې دي. که مرستې کمې شي، د امریکا نغدي کڅوړې به هم چې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره ورته اړتیا ده کمې شي.»
په دې غونډه کې د یوناما مشرې له نړۍ وغوښتل چې په ۲۰۲۳م کال کې له افغانستان سره ۴،۶ میلیارده ډالره مرسته وکړي. هغې زیاته کړه: «سږکال به د افغانستان د نفوس دوه پر دریمه برخه، یا په افغانستان کې ۲۸ ملیونه خلک د ژوندي پاتې کیدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا ولري. پر دغو مرستو به ۴،۶ میلیارده ډالره لګښت راشي.»
له دې ټولو سره سره، د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې د مرستو د بندېدو د ناوړه پایلو خبره کړې ده او ټینګار یې کړی چې طالبان هڅه کوي، د فعالې ډیپلوماسۍ له لارې هېواد ته بشري مرستې روانې وساتي. ښاغلي نظري له رسنیو سره په خبرو کې زیاته کړې، چې افغانستان د بشري مرستو تر څنګ، د بیخ بناوو د جوړولو لپاره پرمختیایي او پراختیايي مرستو ته هم اړتیا لري.