د هرات د لسمې امنیتي ناستې پای؛ محسن داور: طالبانو افغانان یرغمل نیولي دي

۸صبح، دوشنبه: تاجکستان کې د هرات لسمه امنیتي ناسته له ۷ غونډو وروسته پایته ورسېده. د پاکستان د ملي او ډیموکراتیک غورځنګ رییس او د دغه هېواد د پارلمان غړي محسن داور د دې ناستې په وروستۍ غونډه کې وویل، چې طالبانو له یوه کال راهیسې افغانان یرغمل نیولي دي.

محسن داور، چې چهارشنبه د لیندۍ نهمه نېټه یې د تاجکستان په دوشنبې ښار کې د هرات د امنیتي ناستې په اوومه غونډه کې خبرې کولې، افغانستان کې د ښځو حقونو ته پر پاملرنې له ټینګار سره څرګنده کړه، چې طالبانو پر افغانستان د خپلې واکمنۍ یوه کال کې ښځې له ټولنې ګوښه کړې دي.

خبریال او د افغانستان د ژورنالیستانو ټولنې د مخکیني رییس فهیم دشتي مېرمنې سیارې دشتي هم په دې ناسته کې وینا وکړه. هغې وویل: «نړۍ باید د طالبانو د جنایتونو د قربانیانو کورنیو ته پام وکړي.»

فهیم دشتي تېر کال د طالبانو له خوا په پنجشېر ولایت کې ووژل شو.

د تاجکستان په پلازمېنه کې د هرات په لسمه امنیتي ناسته کې د امریکا د سیاست اکاډمۍ رییس رونالډ نیومن، د پاکستان د ملي او ډیموکراتیک غورځنګ رییس محسن داور او د فهیم دشتي مېرمنې سیارې دشتي وینا وکړه. دغه ناسته د ۸صبح ورځپاڼې د امتیاز خاوند سنجر سهیل پرمخ بېوله.

ټاکل شوې ده، چې د دې ناستې په پای کې د مقاومت جبهې له مشر احمد مسعود سره ځانګړې مرکه وشي.

د هرات په لسمه امنیتي ناسته کې له اروپا، امریکا او اسیا نږدې ۲۰۰ ګډونوالو افغانستان کې د لنډمهاله مشارکتي حکومت پر جوړېدو او د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو پر رعایت ټینګار وکړ.

ورته لیکنې

Back to top button