د ډالري هژموني پای؛ د افغانستان لپاره کوم انتخاب غوره دی؟

لیکوال: محمدآصف ننگ

په تېرو دوو مېاشتو کې، د روان ۲۰۲۳ کال له مارچ راهیسې، د امریکا درې لوی بانکونه افلاس او مات شول، آخری هغه یې د همدې تېرې دوشنبې په ورځ سقوط وکړ، پدې توګه د امریکا فدرال حکومت د First Republic Bank ټوله سرمایه مسترد او پر JPMorgan Chase یې په ۱۰٫۶ مليارډ ډالرو وپلورله. د امریکا نور بانکونه او مالي موسسات له ورته برخلیک سره مخامخ دي او یو شمېر سترې کمپنۍ هم له شدیدې مالي مضیقې سره مخ دي، چې ځېنې یې د بقا په منازغه کې له یوبل سره ادغام غوره کوي.

د بانکونو افلاس نه یوازې امریکا کې؛ بلکې له امریکا دباندې هم خطرناک عواقب لري. په حاضر وخت کې له امریکا څخه د باندې څه کم دوه تریلیون ډالر په تبادلوي چلند کې، یا د ملي پس‌اندازونو او نورو دولتونو د ملي شتمنیو او ذخیروي زیرمو په توګه په دوران کې دي. په امریکا کې له بانکي افلاسونو او ورشکستګیو سره یې اغېز مخامخ پر ډالر او ددې کرنسۍ پر ثبات او بې‌قرارۍ پرېوځي، مګر طبعاً په دویمه دایره کې د ډالر په درلودونکو، ساتونکو او ترویجوونکو یې اغیز غورځي.

د امریکا د مالي بازار تحلیل یو لوی او څو بُعدي بحث دی چې زمونږ له تحلیل سره خامخا اړخ لګوي؛ خو دلته زه غواړم د یوه لوی مالي او اقتصادي جنګ چې د دوو او څو ځواکمنو هېوادو ترمینځ (امریکا، روسیه، چین، هند، اروپا، عربي خلیج) او یوې مقتدرې کرنسۍ (ډالر) په وړاندې روان دی، بحث وکړم.

د ډالر د حاکمیت په وړاندې جنګ پدې عنوان را پېل شوی، چې ګواکې دغه واحده کرنسۍ نباید پر نړۍ دوامداره حکومت وکړي؛ ځکه چې د ډالر یکه تازي نه یوازې دا چې د هیوادونو پر مالي او اقتصادي ثبات او رکود اثر غورځولی، بلکې ترڅنګ یې د امریکا هژموني او یکه‌تازۍ هم تقویه او زمینه ورته برابره کړې. ډېر ځله د ډالرو د نرخ په نوسان او تذبذب کې، ځینو هېوادونو بشپړ قیمت ورکړی، له لوړ انفلاسیون او قیمت بها تورم سره مخامخ شوي، آن دا چې له سیاسي سقوط سره مخ شوې؛ لکه سریلانکا، قزاقستان، پاکستان او… ځکه خو د نړۍ ځینو مهمو، او په ورته وخت کې سیالو هېوادونو، د یوې متبادلې کرنسۍ یعني بریکس BRICS (برزیل، روسیه، هندوستان، چین او جنوبي افریقا) پر ایجادولو او رواجولو کار کوي. دوی د نړیوال وجهی صندوق IMF په ځای ورته AMF (د پېسو آسیایی صندوق) هم ایجاد کړی، چې تر دې مهاله ۴۴ هېوادونو، د بریکس او AMF په کلپ کې، د ګډون لېوالتیا ښودلې. اټکل کیږي چې دا کرنسۍ به وکولی شي د ډالر هژموني او سرداري له ګواښ سره مخ کړي او په دې توګه به د ډالر او هم د امریکا یکته‌تازي په اقتصادي بازارونو او هم په سیاسي ډګر کې محدوده او وګواښي.

د امریکا او روسیې د جګړو ماهیت!

اصلي جګړه د اقتصاد جګړه ده، د فکري او ایدیولوژیک جنګونو عصر ختم شوی. د هر فکري جنګ او فرهنګي استعمار تر شا اقتصادي ګټي او یا د ګټو تضاد پروت دی. په ظاهره د اوکراین له جګړې داسې ښکاري چې ګواکې امریکا په اوکراین کې، روسیه راګېر کړې؛ خو د کال په تېریدو سره سوکه سوکه جوتیږي، چې ښایي قضیه برعکس وي، روسیه په اوکراین کې د جغرافیې د لاندې کولو جنګ نه؛ بلکې یوه داسې جګړه پر مخ وړي، چې اوکراین پکې د جګړې د قربانیانو او د جنګ د میدان حیثیت لري؛ خو د شطرنج شاته نور ذی‌نفعه لوبغاړي، د روسیې او امریکې اتحاد ترڅنګ ناست دي، د اروپا کمزوره هېوادونه او شاوخوا ډیر نور له دې اتحادیې سره ذی معامله هېوادونه هم پکې پخپل قماروبو او د جګړو اقتصاد کې وربوخت دي! پدې جنګ کې امریکا غوښتل عربي هېوادونه هم د ځان ملګري کړي، خو عربي هېوادونه نه دا چې پدې جنګ کې له ذکاوت کار واخیست، برعکس د اروپایی هېوادو، دوی لګیا دي د سعودي عربستان په مشرۍ هم عربي جګړې ختموي هم هغه اوږده تربګېنۍ له ایران او خپلو عربي هیوادو، لکه سوریه، یمن، لیبیا او عراق سره ختموي… عربي هېوادونه بخصوص د خلیج هغه یې لازیاته زړورتیا کوي له روسیې او چین سره د بریکس په کلپ او په ګڼو نورو اقتصادي اوږد مهاله قراردادونو ورګډیږي.

په جګړو کې د امریکا بوختیا، له ملګرو سره خیانت، له افغانستان او عراق تر وتلو او د ناکامه سیاستونو په سبب داسې ګیر شوې چې ډېر کمزوري پیروان یې په افریقا او لاتینه امریکا کې هم ترینه لاره بېلوي او مستقلانه د خپلو ګټو لپاره خپل مسیر ټاکي!

سعودي عربستان پر روسیې د اقتصادي بندیزونو له ائتلاف د وتلو په حال کې ده او په شدت د سیمه ییزه همکاریو غړو هېوادونو ته ورنږدي کېږي، د سیمه ییزه همکاریو جغرافیا تر ډېره د چین، روسیې، هند، ترکیې، ماليزیا او…پر محور راڅرخي، چې دوه تعبیره نور هم کېدلای شي؛ له امریکایي ائتلاف او سیطرې وتل، له ډالري هژموني خپلواکه کیدل!

سعودي عربستان، د روان ۲۰۲۳ زېږدیزکال په جنوري کې یې له روسیې سره د ډیزل داسې قرارداد وکړ چې له مخې به یې هره ورځ لاندې باندې دوه میلیونه بوشکې ډیزل، چې مېاشت کې تر څلوېښتو میلیونو بوشکو رسېږي، په ارزانه بیعه اخلي، هغه به په کور دننه پر سعودیانو پلوري او خپل استخراجي تېل به په لوړه بیعه په نړیوال بازار خرڅوي، چې پدې تړون سره به دوه ګټي ترلاسه کوي، هندوستان، برزیل، ارجنتاین او ځیني نور هېوادونه هم ورته معامله له روسیې سره لري.

سره لدې چې امریکا په دفاعي لحاظ د سعودي عربستان تضمین کونکی امنیتی شریک دی، خو ښکاري چې سعودي عربستان د خپل امنیتي سپر لپاره نور بنیادي ګامونه اخلي! سعودي عربستان ته د چین د جمهور رئيس، شي جین پنګ په وروستي سفر کې د دواړو هېوادونو ترمینځ، د ۳۰ مليارد ډالرو په ارزښت (چې په سعودي ریال او چینای کرنسۍ یوهان به ترسره کیږي) ،۳۴ څو اړخیز تړونونه لاسلیک کړل. د تیر کال په پای کې چې د امریکا جمهور رئیس جوبایدن په ورته سفر کې سعودي عربستان ته سفر وکړ، اما د توقع خلاف د ځوان او سمارټ شهزاده، محمد بن سلمان لخوا په په کمزوري پروتوکول هرکلی وشو؛ که څه هم د هوایې ډګر د ترافیکو قوماندان یې استقبال ته ولاړ و؛ خو د نړۍ زهیر پاچا ته یې چندان خوند نه و ورکړی! سربېره پر دې د ۲۰۲۳ کال له پېله د امریکا لخوا د اوپک له غړو هېوادونو په ځانګړې توګه له سعودي عربستان غواړي چې د نفتو د تولید او صادراتو کچه لوړه کړي؛ خو سعودي عربستان په تکراري نوبتونو هر ځل د ورځې له مخې ۲ میلیون بوشکې کمې کړې دي، چې پدې سره د نفتو بیعې ثابتې او نسبتاً لوړې پاتې شوې دي. که څه چې هم پر روسیې او ایراني نفتو د بندیز له کبله هم د نفتو د بازار قیمت لوړ پاته شوی؛ خو اصلي لامل یې د صادراتو ښکته پاتې کیدل دي.

د ډالر پر وړاندې د نوی کرنسۍ (بریکس) راتلونکي؟

دم‌ګړۍ د بریکس د پنځو اصلي غړو (برزیل، روسیه، هند، چین او جنوبي افریقا) ترڅنګ ښایي ایران، بنګلادیش، سعودي او ټولټال ۴۴ هیوادونه، د بریکس په کلپ یا فرکسیون کې شامل شي. چین، روسیه، سعودی عربستان، ایران، هند او ګڼ نور هیوادونه له ۳۱ اروپایی هیوادونو سره (له اروپایی اتحادیې سره) په یورو تعامل کوي، له بریتانیا سره په پونډ او ۱۸ نور هېوادونه، له هند سره په هندي روپیو (کلدارو) د بهرنۍ سوداګرۍ په راکړه ورکړه کې، هوکړه کړې، د جاپان ین او د روسیې روبل هم خپله پراخه سوداګریزه جغرافیا لري. معنا دا چې شاوخوا ۱۰۰ هېوادونه د خپلو وطني کرنسیو یا بریکس سره د تړون شوق لري.

ظاهره خو د تیرې یوې پېړۍ په تفاوت د چین او روسې ترمینځ سیاسي، نظامي او اقتصادي نږدېوالی بېخي بېساری برېښي، او چین له روسیې سره، د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې په نسبتاً ګډ دریځ نه غواړي د امریکا د سیالۍ ترشا ودریږي، ځکه خو چین د امریکا په بندیزونو کې، د اروپایی ملګرو په شان ونډه وانخیسته؛ بلکې نور نوي اقتصادي او سوداګریز تړونونه یې له روسیې سره لاسلیک کړل.

د روسیې او اوکراین په جګړه کې، د نظامي پرمختګونو په پرتله یې، اقتصادي جنګ ډېر د بحث وړ دی. د امریکایي بانکونو برعکس د روسیې هیڅ بانک تر اوسه سقو‌ط ندی کړی، بلکې د جګړې باوجود یې د بانکونو پولي ذخیره لازیاته غښتلې شوې ده! د روسيې ملياردرانو شمېر په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې ۸۸ تنه و، اما په ۲۰۲۳ کې ۱۱۰ تنو ته زیات شوی. د بریتانیا په نسبت د روسیې په بهرني سوداګریز بلانس کې د همدې دوو کلونو ترمینځ یو حسابي لوړوالی راغلی، مثلاً د بریتانیا د ۲۰۲۲ کال بهرنۍ سوداګري ۳۵۳ مليارد ډالرو په ارزښت وه، پداسې حال کې چې د روسیې هغه ۵۰۵ مليارد ډالرو په ارزښت ښودل کیږي!

بلخوا د نړۍ په کچه د ډالرو د نړیوال ریزرف کچه ۱۲٪ (له ۷۱٪ څخه ۵۹٪ ته) راغورځېدلې، د افغانستان او ځینو نورو عربي هیوادونو د ملي شتمنیو تر منجمد کیدو وروسته، د امریکا په ریزرف بانکونو کې، د خارجي شتمنیو د زیرمه کیدو غوښتنه ډېره را لوېدلې، حتا داچې یوه شدیده بې‌باوري هم رامینځته شوې ده! پر دې برسربېره د ملي شتمنیو او احتیاطي نقدي ذخایرو په توګه، د واحدې کرنسۍ (مثلاً ډالر) ذخیره کول او هم د پیسو د پشتوانې د برابرۍ په عنوان، پر ډالر ډډه‌لګول هم بدل شوي دي.

د دونالد ترمپ د وینا له مخې، که د جوبایدن امریکا همداسې روانه وي، نو هغه به خپل ګڼ ملګري له لاسه ورکړي! امریکا یو وخت عراق درلود؛ اما اوس یې د عراق په ګډون، د منځني‌ختیځ جغرافیا دومره ناآرامه کړې، چې اکثره هېوادونه یې د روسیې او چین ملګرتیا ته ورټېل‌وهلي. ډېری آسیایي هېوادونو هندوستان ته د تعامل لپاره لېوال شوي، حتی اروپایي اتحادیه چې د اوکراین د جګړې له امله، زیان ویني د خپل مسیر په بدلولو فکر کوي. له دې ډلې فرانسې د ملګرتیا نه دوام ترجیح ورخپله کړې او که جګړه اوږدیږي؛ نو د ملګرتیا جغرافیا خامخا ورسره بدلیږي.

د امریکا عمده متحدین ګوري، چې چین د جګړو د اصلي طرفونو ترڅنګ نشته؛ خو برعکس اقتصادي وده یې سخته ګړندۍ شوې او د اوسنیو جګړو په وخت کې، چین دی، چې د تر ټولو زیاتې ګټې فرصتونه ورخپلوي. د چین کرنسۍ (یوهان) په نړۍ‌واله درجه‌بندۍ کې پنځم مقام خپل کړی. په کورني، سیمه ییزه او نړیواله سوداګرۍ کې پر چینایي کرنسۍ د راکړې ورکړې اندازه ۲۶.۶٪ ته لوړ شوی. په تیر یوه کال کې د ۴۲.۱ تریلیون (۶.۱ تریلیون ډالرو معادل) راکړې ورکړې، په یوهان او د ۵۵۰ مليارد ډالرو برابر په یوهان سره یې خارجي ادائیګي تر سره کړې. او د نړۍ په ۸۲ ریزرف بانکونو کې یوهان د ذخیروي پیسو په توګه رواج موندلی.

پایله

تر ۲۰۲۵ زېږدیزکال به د نړۍ اقتصادي جغرافیا او سوداګریز تعاملات- په رښتینې معنا شته نړیوال نظم او په تېره‌بیا زمونږ سیمې ته نوی رنګ ورکړي. که بریکس د یوې نړیوالې کرنسۍ په توګه رواج وموند، نو پر نړیوال مارکېټ به د ډالرو هژموني پای ومومي!

دا هم په پام کې باید ولرو. چې د ډالر سیطره د ډالرو د بشپړ پای په معنا ندی او نه هم د امریکا د سیاسي زوال په معنا دی. د ډېری امریکایي ضد او امریکافوبیایي تحلیلونو ترڅنګ، د ډالر نړیوال ترویج او تاثیر یې په اقتصادي ثبات او د نړیوالو بازارونو پر رونق، پیاوړتیا او په راکړه ورکړه کې ددغې کرنسۍ دریځ، د یوه بشپړ او جامع تحلیل وړ ده، خو زه  دلته ددې اراده نلرم، چې د ډالر په ملاتړ بحث وکړم، ځکه نو دا بحث د تحقیق د ځانګړو رشونو له مخې، د موضوع د ارزونې یو مجرد روش ده چې یو مقدار پر نوی پدیدې (د بریکس پر ایجاد او د سیمه ییزو همکاریو پر رجحان) متمرکز دی، یعنی یوه غټه برخه بحث تشریحي ده؛ نه مقارنوي! لوستونکي او څېړونکي یی پر مقارنوي پرتلې هم مطالعات کولی شي، تر څو بشپړه نتیجه ترلاسه کړي.

د روسیې سرچینو د اټکل له مخې به د اوکراین د جنګ برخلیک، نېږدې کلو کې څرګند شوی وي، د جګړې قیمت به طاقت فرسا او فرسایشي وي، په تېره‌بیا د بې‌هدفه شریکانو (اروپایي اتحادیي) لپاره! خو د اقتصادي بندیزونو بیعه به تر ټولو زیاته د هغو وضع کوونکو زیان‌رسونکې وي؛ نه (افغانستان، ایران، یا شمالي کوریا)هېوادو ته. او نه دغه بندیزونه پر روسیې او چین باندې مطلوب اثر وغورځوي؛ ځکه چې سیمه ییزه همکاري او د بریکس پر محور د نړۍ نوی نظم به، په جګړه‌ییزه رقابتونو نه؛ بلکې په اقتصادمحوره ګټو راڅرخي.

زما له انده؛ د امریکا بندیزونه کولی شي د افغانستان لپاره یو داسې طلایي فرصت وي، چې په ترڅ کې یې تر زیاتې کچې پخپل ځان اتکا زده کړي او له سیمه ییزو همکاریو او منطقوي همپالنې سره ځان وصل کړي؛ ځکه نو پدې کشمکش کې افغانستان ته پکار ده چې تر ۲۰۲۵ زېږدیزکال پورې باید:

  • د سیاسي ثبات لپاره ډېر پاخه ګامونه پورته کړي وي؛
  • د معاصره دولتدارۍ شکل او ماهیت، د دولت‌جوړونې د اساساتو پر بنسټ، له عنعنوي حکومتوالۍ څخه راواړوي؛
  • پر ډالري زون او ډالرو دغه مروجه امتیازي اتکا په تدریجي توګه باید را کمه کړای شي؛
  • د نرخونو د برابرۍ میزان له ډالر و هغو نورو باثباته کرنسيو ته؛ بلکې له حقیقي اقتصادي رشد سره وتړل شي؛
  • د ملي ارزي ذخایرو لپاره د واحد هېواد او واحدې کرنسۍ غلط انتخاب بیا تکرار نشي؛
  • سیمه ییزې همپالنې او همکاریو ته پدې رقابت کې باید له ننه اقدام وکړي. له نژدې او ورسره پیوند ګاونډیانو او هم له څه ناحه ثابتو ملګرو سره، لکه: ترکیه، چین، هند، ماليزیا، اندونیزیا، عربي خلیج، منځنۍ آسیا او روسیې سره، خپل تعامل او سوداګري پراخه کړي؛
  • افغانستان ته د چین قدوه بهترینه ده، دغه هېواد پرته له دې چې ټوپک وکاروي، پخپل اقتصادي زور او پر خپلو سرچینو په تکیې سره، د تکنولوژۍ پر مټ او د تولید په ځواک نړۍ تسخیر کړې؛
  • سر له اوسه د بریکس هر اړخېزه تحلیل باید ترسره شي، د ډالر زوال او د بریکس ترویج په یوه شپه نه واقع کیږي. په دې میان کې ژورې تجربې او عبرت‌وړ لوړې ژورې پرتې دي، کم له کمه د مختلفو سناریوګانو (ګټې او تاوان) څېړلو لپاره د اقتصادي تحقیقاتو مراکز باید ایجاد او په کار ولوېږي.

یاددښت:

څېړنه کې راغلي نظریات او اندونه لیکوال پورې اړه لري، ورځپاڼه یې رد یا پخلی نه کوي. ورځپاڼه نورو څېړونکو ته هم بلنه ورکوي، چې خپلې شننې، ځيرنې او مقالې موږ ته را واستوي.

اداره

ورته لیکنې

Back to top button