د وېرې وبا

وېرې لو ګډ کړی! د وطن هر انسان په وېره کې دی. وېرې په هرچا خپل بې شکله جال را غوړولی، او زړونه او ذهنونه، د وېرې تر تورو لړو لاندې، د بیچاره ګۍ شپې ورځې تېروي!
حاکم په وېره، محکوم په وېره؛ رسمي عسکر په وېره، پټجنګیالی په وېره…
حکومتي مامور په وېره، د جومات امام په وېره،
ساده کلیوال په وېره، درېشيپوش ښاري په وېره…
آیا څوک شته چې ډاډه دې وي؟؟؟
خو هر یو له (بل) وېرېږي؛ هر یوه ته (بل) غل دی!! خو یو هم حال نه وایي!!!
ټول وېرېږي؛ خو یو هم خپل حال نه وایي! هر یو غواړي د بل له حاله خبر شي! غواړي (بل) وپېژني!! لکه هر بل چې (دښمن) وي!!
موږ هر یو غواړو د یو بل له رازونو او هرڅه خبر شو! خو دا ولې؟
ایرانی متفکر او فیلسوف «محمد جعفر مصفا» په دې نظر دی: «زما په نظر د نورو د پیژندلو لپاره زموږ علاقه مندي د ډار له کبله ده… موږ له یو بله سخته وېره لرو. موږ ټول د یو بل لپاره د خطر په ډول ځان ښودنه کوو… د تل لپاره هڅه کوو چې د یو بل شخصیت د ټوکې، خاموشۍ، خندا، ځانستاینې او بل هر ډول غبرګون په واسطه، تخریب کړو…تل هڅه کوو چې خپل مخاطب او حریف له پښو وغورځوو او د رقابت یوه نااعلان شوی جګړه توده وساتو… او ددې لپاره چې ځانونه او خپله پوچه هستي ډېره راته ګرانه ده، وېره لرو چې څه ضربه ورته ونه رسېږي…»
مصفا، پای کې پوښتي: «زه تر اوسه خپل ځان نه پېژنم او ستا د پیژندلو لپاره مې مټې را بډ وهلې دي…عجیبه منطق دی!»
د فلسفې او رواني بحثونو خبره یوه خوا؛ خو دلته د انسان او انسان ترمنځ د اعتماد پل نړېدلی!
دلته پر انسان د انسان باور زیان موندلی! ښایي هغه تورونه، چې په پوره بېرحمۍ یې پر یوبل لګو؛ وخت یې وي، یوه خوا پرېږدو او پر یو بل د اعتماد فرصت هم یو ځل و آزمویو!
څه باندې لس ورځې کېږي، چې د سولې مذاکراتو دواړه پلاوي، په یوه هېواد، یوه پلازمینه، یوه هوټل کې راټول دي، خو نه دي سره ناست!(هغوی هم لکه چې غواړي، یو بل ښه وپېژني!!)
او دلته د انسانانو جسمونه، عواطف، ذهنونه او روانونه، د وېرې په سیخانو داغل کېږي!!
که «زه» خطر ونه اوسم، که «ته» خطر ونه اوسې، که «هغه» خطر ونه اوسي؛ نو وېره به له څه شي سر را اوچت کړي!؟
په دې هيله، چې ذهن و باور مو، د یوبل (سر، آزادۍ او مال) ته، خطرجوړولو پرځای، د مینې، لورینې، ښېګڼې، ډاډ او باور، یو زرغون پسرلی را میدان ته کړي!