د اروپا د پارلمان رییسې روبرټا متسولا اعلان کړی، چې «تر بلې خبرتیا» پورې د دغه پارلمان او د ایران د دولت ترمنځ مستقیمې اړیکې او خبرېاترې پرې کېږي.
د اروپا د پارلمان رییسې دوشنبه د نومبر پر ۲۱ ایران کې د اعتراضکوونکو تاتریخجنو ځپلو ته په اشارې وویل: «اروپا به د هغو اعتراضکوونکو پروړاندې چې موږ ته تمه لري سترګې پټې نه کړي.»
هغې پر ایراني چارواکو د بندیزونو له لګولو ملاتړ وکړ او ویېویل، د اروپا پارلمان په همدې برخه کې پرېکړه کړې، چې تر بلې خبرتیا پورې د ایران د رسمي چارواکو او د دغه بنسټ ترمنځ هېڅ مستقیمه اړیکه ونه نیول شي.
د اروپا د پارلمان رییسې د ایران د دولت له خوا د اعتراضکوونکو لپاره د اعدام حکم پر صادرولو نیوکه وکړه او د ایران له چارواکو یې وغوښتل، چې ژرترژره دغه بهیر ودروي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران کې د پراخو اعتراضونو له پیل سره اروپایي بنسټونو د ایران دولت پر چارواکو او ځینو بنسټونو بندیزونه لګولي دي.