د سمنګان په «الجهاد» مدرسه کې چاودنه؛ ولایتي روغتون ته ۳۵ مړي لېږدل شوي

۸صبح، سمنګان: سمنګان ولایت کې په یوه دیني مدرسه کې له لویې چاودنې وروسته روغتیایي سرچینې وایي، چې د سمنګان ولایتي روغتون ته ۳۵ مړي او ۲۳ ټپیان لېږدول شوي دي.

د سمنګان ولایت د مرکز ایبک ښار اړوند سرک بندر سیمه کې د «الجهاد» په نوم یوه مدرسه  کې چهارشنبه ماسپښين د لیندۍ پر نهمه نېټه چاودنه شوې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سمنګان په ولایتي روغتون کې د سرچینو په وینا د دغې چاودنې ډېری قربانیان د مدرسې زده‌کوونکي دي.

د سرچینو له قوله، طالبانو د پېښې سیمه تړلې او چا ته د ویډیو او انځور اخیستو اجازه نه ورکوي.

ولسي سرچینې وایي، چې د پېښې له ځایه د مړیو لېږدول لا هم دوام لري.

د چاودنې ډول تر اوسه روښانه نه دی او مسوولیت یې هم کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.

د افغانستان په ښارونو کې د ترهګریزو بریدونو زیاتوالی د خلکو د اندېښنې لامل ګرځېدلی.

ورته لیکنې

Back to top button