۸صبح، بلخ: بلخ ولایت کې د طالبانو سیمهییزو مسوولانو په مزارشریف ښار کې د یوې چاودنې خبر ورکړی دی.
بلخ کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند محمداصف وزیري ویلي، چې دغه پېښه د لاسي بم له امله وه او سهشنبه مازدیګر د لړم پر ۲۴ شوې ده.
د هغه په وینا لاسي بم له یوې ودانۍ څخه سړک ته غورځول شوی دی او چاودنه یې کړې، چې په پایله کې یې پنځه تنه ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې، چې په دې وروستیو کې له ښارونو له دې جملې کابل کې د ګڼو چاودنو په اړه راپورونه رارسېږي.
اخوا پر رسنیو او اطلاع رسوونې د طالبانو د محدودیتونو له امله یو شمېر امنیتي پېښې نه رسنیزې کېږي او په ځینو مواردو کې طالبان هم د چاودنې د تلفاتو او څرنګوالي په اړه سم او کره معلومات نه وړاندې کوي.