د ښځو لاریونونو لمن چې ویل کېږي د «دهزاره نسل وژنې» له امله دي، له کابل وروسته هرات او بامیانو ته خپره شوه. د هرات پوهنتون او بامیانو پوهنتون محصلینو په کابل کې د لاریونوالو ښځو پر پرتله پراخ لاریونونه کړي دي. په بامیانو کې لاریونوالو د کابل په لویدیځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز ځانمرګی برید د نسل وژنې ښکاره نښه بللې او د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا او بشري حقونو سازمانونو څخه یې غوښتي چې له اعلامیو هاخوا دې عملي اقدامونه ترسره کړي. په هرات کې ښځینه لاریون د طالبانو له لوري له تاوتریخوالي په ګټې اخیستنې سره، په هماغه لومړیو دقیقو کې وځپل شو. سپکاوی، وهل ټکول، هوايي ډزې، د تلیفونونو ماتول او ښځو ته د طالبانو له لوري لاس اچول، هغه څه دي چې ښځې ترې شکایت کوي. لاریون کوونکي او د ښځو حقونو فعالان، له ښځو سره د طالبانو چلند«ناوړه» او «غیر اخلاقي» بولي.
په هرات کې محصلینو نجونو د تلې په ۱۰مه د یکشنبې ورځې له غرمې مخکې د هرات پوهنتون له دروازې لاریون د «نسل وژنه ودروئ» او «تعلیم او تحصیل زموږ حق دی» شعارونو پر ورکولو سره پیل کړ. دې لاریونوالو قصد درلود چې ځانونه د هرات ولایت مقام ته ورسوي او خپلو اعتراضونو ته همالته دوام ورکړي، خو په لومړیو شیبو کې د طالبانو له لوري وځپل شو.
په هرات کې د لاریون یوې ګډونوالې محصلې لیدا له ۸ صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې د لاریون په لومړیو شیبو کې یو زیات شمیر نجونې محصلینې له لاریون سره یوځای شوې. اغلې لیدا زیاتوي: «همدا چې لاریون پیل شو، طالبانو له وسلې، لرګیو او هوايي ډزو څخه په ګټې اخیستنې سره، د پوهنتون دروازه د معترضو محصلینو پر مخ وتړله. نه یې پوهنتون ته دننه څوک پرېښودل او نه یې هم د باندې.»
دغه معترضه محصله زیاتوي چې طالبانو یو شمیر نجونې په لرګیو ووهلې څو له لاریون څخه لاس په سر شي.
فهیمه یوه بله معترضه محصله ده چې د طالبانو له ناوړه چلند څخه سرټکوي او وايي:«طالبان نه انسانیت مني او نه هم اسلامیت. طالبانو د مسلماني او د حجاب د دعوې برخلاف نن پر یو زیات شمیر نجونو برید وکړ او د هغوی د لاس، مټې او حجاب په نیولو سره یې هغه د پوهنتون له دروازې لرې کړې.» فهیمه له نجونو معترضانو سره د طالبانو دا ډول چلند پر نامحرمو میرمنو د دوی تیری او لاس اچول بولي.
دغه راز هغه ویډیوګانې چې په هرات کې د ښځو له لاریون څخه اخیستل شوې او د ۸ صبح ورځپاڼې لاس ته ورغلې، ښيي چې یو طالب یوه ښځه له مټې نیسي او هغه د هرات پوهنتون له دروازې لرې کوي. ددې طالب په بل لاس کې کلاشینکوف دی او په غوسناکه لهجه له ښځې غواړي چې له ساحې لرې شي.
په هرات کې د لاریون یوه بله ګډونواله رقیه بیا وايي چې طالبانو ښځې په لرګیو ووهلې او د یو زیات شمیر تلیفونونه یې ور مات کړل. دغه راز ناتایید شوي راپورونه وايي چې د هرات پوهنتون یو شمیر ښځینه استادانې او ځینې نورې ښځې نیول شوې دي. ۸ صبح ورځپاڼې ددې موضوع تایید نه دی ترلاسه کړی. خو یوشمیر نارینه چې په هرات کې یې له معترضو ښځو سره ملتیا کوله، د طالبانو له لوري نیول شوي دي.
ددې په خوا کې لسګونو نجونو زده کوونکو د تلې په ۱۰مه د بامیانو په ولایت کې د هغه څه چې په هېواد کې«نسل وژنه» بلل کېږي، د بامیانو ولایت په بازار کې لاریون وکړ. په بامیانو کې معترضو مېرمنو د یوه پنځه ماده يي پریکړه لیک په صادرولو سره د کابل په لویدېځ کې دکاج پر ښوونیز مرکز د ځانمرګي برید ترسره کېدل، چې له امله یې لسګونه زده کوونکي ووژل شول، د «نسل وژنې» ښکاره بېلګه بولي.
دې معترضو مېرمنو له طالبانو وغوښتل چې د مسوولیت احساس دې وکړي او د هغه څه په وړاندې چې دوی یې«هزاره وژنه»بولي، عملي ګامونه پورته کړي. دوی دغه راز له طالبانو وغوښتل چې په هېواد کې د ملکي وګړو پر وړاندې انتحار او انفجار ته پای ورکړي. دې معترضانو د هېواد پر وګړو غږ وکړ چې په افغانستان کې دې د نسل وژنې پر وړاندې له دوی سره همغږي شي. د بامیانو ولایت کې د ښځو معترضانو په لاریون کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي راپور نه دی ورکړل شوی.
ددې ښځینه معترضانو په اعلامیه کې پر نړیوالو سازمانونو د نیوکې ترڅنګ راغلي دي:«د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا او نورو نړیوالو بشري حقونو سازمانونو څخه غواړوچې په افغانستان کې د هزاره وو د نسل وژنې د درېدو له پاره دې د اعلامیو له صادرولو هاخوا عملي ګامونه پورته کړي.»
دوی بشري حقونوسازمانونو ته په خطاب کې ویلي چې د نړیوالو سازمانونو د ویاندویانو له لوري د انتحار او انفجار غندل، په تیرو کلونو کې پر دې نه دي توانېدلي چې په افغانستان کې د جنایتونو په ځانګړي ډول نسل وژنو مخه ونیسي.
دغه راز د ښځو حقونو فعالانو په هرات او بامیانو کې د معترضو ښځو د لاریون هرکلی کړی او په دې برخه کې یې د نارینه وو پر نه ګډون نیوکه کړې ده. د ښځو حقونو فعالې او په کابل کې یوې معترضې مېرمنې ژولیا پارسي، ۸ صبح ورځپاڼې ته وویل چې په کابل کې په اعتراضي لاریونونو کې یو کم شمیر نارینه له دوی سره مل و. د نوموړې په خبره که چیرې نارینه د ښځو ترڅنګ ودرېږي، اعتراضونه به پیاوړي شي او مثبته پایله به ورکړي. اغلې پارسي زیاتوي:«په کابل کې د ښځو په لاریون کې موږ د طالبانو له لوري ووهل شو، خو نارینه وو یوازې راته کتل. دوی پرته له دې چې له موږ سره یوځای نه شول ان نه یې غوښتل موږ د طالبانو له وهلو ټکولو خلاصې کړي.»
د ښځو حقونو دا فعاله په کابل او هرات کې د ښځینه معترضانو پر وړاندې د طالب جنګیالیو چلند ناوړه او غیر انساني بولي. اغلې پارسي وايي:«طالبانو چې کوم تاوتریخوالی په دې دوو ورځو کې د معترضو ښځو پر وړاندې ترسره کړی دی، تر ټولو بد تاوتریخوالی دی. طالبان هېڅ ډول انسانیت، شرافت او هېڅ اصل ته پابند نه دي.»
د ښځو لاریونونه د کابل په لویدېځ کې د «کاج» پر ښوونیز مرکز د ځانمرګي برید په غبرګون کې په تیرو دوو ورځو کې په کابل، هرات او بامیانو کې دوام لري. د هغو چاودنو او ځانمرګو بریدونو درېدل چې له امله یې ملکي وګړي په نښه کېږي، ددې لاریونونو اصلي موخه ده.
له دې وړاندې د تلې په ۹مه یو شمیر معترضو ښځو د «نسل وژنه جنایت دی، چوپ پاتې کیدل خیانت دی»، «عدالت عدالت»، «له ناپوهۍ ستړي یوو»، «د هزاره وو نسل وژنه ودروئ» او «نه استبداد او د ابادۍ په لوري یون» شعارونو په ورکولو سره د کابل په لویدېځ کې لاریون وکړ. له دې سره جوخت د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو هم د کاج پر ښوونیز مرکز د ځانمرګي برید په غبرګون کې په جلا لاریون لاس پورې کړ. دې نجونو محصلینو «تعلیم او تحصیل ګناه نه ده»، «امنیت زموږ حق دی»، «موږ امنیت غواړو»،«د پوهې پر دښمنانو مرګ»،«موږ یو یوو»، «له موږ سره یوځای شئ» او «د هزاره وو نسل وژنه ودروئ» شعارونو په ورکولو سره لاریون وکړ.
خو طالبانو ددې معترضانو د تیت پرک کولو له پاره له تاوتریخوالي کار واخیست.
په کابل کې یو شمیر معترضو نجونو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې د طالبانو له لوري وهل ټکول شوې دي او ددې ډلې د جنګیالیو له لوري ورته ګرځنده ټلیفونونه مات شوي دي. ددې معترضانو په وینا، طالبانو یې له دې امله ټلیفونونه مات کړي چې هسې نه د لاریون څخه انځورونه واخلي، هغوی یې محاصره کړې او په هوايي ډزو یې لاس پورې کړ.
په کابل کې دوې ورځې وړاندې لاریون کې هم معترضو ښځو ته طالبان په لاس اچولو تورن شوي و. لاس اچول، درې وهلې، د کلاشینکوف په قنداق وهل ټکول او د ښځو د جامو څیرې کول، هغه موارد دي چې په کابل کې یې معترضې ښځې طالبانو ته نسبت کوي. هغه ویډیوګانې چې د لاریون له جریان څخه اخیستل شوې، ښيي چې طالب جنګیالي د معترضانو د تیت پرک کولو له پاره هوايي ډزې کوي او له هغه وروسته ښځې یو خوا بل خوا تښتي. په یوه بل انځور کې چې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي، لیدل کېږي چې یوه طالب جنګیالي د یوې معترضې ښځې لاس کلک نیولی او په بل لاس هڅه کوي د هغې ټلیفون ترې واخلي.
ښځو او نجونو هغه مهال په کابل، هرات او بامیانو کې لاریونونه وکړل چې د تلې په ۸مه د جمعې په سهار، د کابل په لویدېځ دښت برچې په سیمه کې د «کاج» پر ښوونیز مرکز خونړی ځانمرګی برید وشو. په دې ځانمرګي برید کې ۱۴۰ زده کوونکي مړه او ټپیان شول. ددې ځانمرګي برید زیاتره قربانیان نجونې وې. دا برید هغه مهال رامنځته شو چې زده کوونکي د ازمایښتي کانکور له پاره په دې مرکز کې سره راغونډ شوي و. یوناما د ۳۵ زده کوونکو مړینه او د ۸۲نورو ټپي کېدل تایید کړي دي. طالبانو بیا په دې برید کې ۲۴ کسان مړه او ۳۱نور ټپیان اعلان کړي دي.
د ښځو لاریون ځپلو په اړه غبرګونونه
په کابل او هرات کې د معترضو مېرمنو پر وړاندې د طالبانو ناوړه چلند د وګړو، نورو هېوادونو چارواکو او نړیوالو سازمانونو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. هېوادوال له معترضو ښځو سره د طالبانو چلند د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی بولي.
په افغانستان کې د ښځو چارو او بشری حقونو په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري، د معترضو ښځو پر وړاندې د طالبانو ناوړه چلند د دې ډلې«کمزوري او ویره» بللې ده. هغې د یوه ټویټ په خپرولو سره ویلي دي:«هر ډول سمه حکومتولي د زیانمنو خلکو څخه د ساتنې له پاره په نیولو شویو تدابیرو پورې تړلې ده، نه په ځپلو، له هغوی سره په تاوتریخوالي او ویرې پورې.»
یوناما هم له معترضو مېرمنو سره د طالبانو پر ناوړه چلند نیوکه کړې ده. دې سازمان د طالبانو د چلند په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي دي چې طالبان باید د افغانستان د ټولو وګړو حقونه خوندي کړي. ددې سازمان د مسوولینو په وینا، سوله ییز لاریونونه د خلکو حق دی او د هغو د ځپلو له پاره باید له وسلې ګټه پورته نه شي.
له دې ټولو سره سره په کابل کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ، په کابل کې د ښځو له لاریون وروسته ویلي دي چې معترضان باید له لاریون وړاندې ددې ډلې امنیتي بنسټونو ته خبر ورکړي، څو د هغوی له پاره امنیتي تدابیر ونیول شي. طالب چارواکو لا تر اوسه له ښځینه معترضانو سره د طالبانو د ناوړه چلند په اړه څه نه دي ویلي.