د امریکا او طالبانو د هوکړې برخلیک او اندېښنې
ليکنه: حسيب بهش، ژباړه: محمد عزيز پردېس

سپينې ماڼۍ ته د جوبایدن لارې موندلو او د دوحې پر هوکړه ليک بيا کتنې، د افغانستان د سولې بهیر له نویو شرايطو سره مخ کړی دی.
په دوحه کې سرچينې وايي، «له هغې وروسته چې د امريکا دولت پرېکړه وکړه، چې د دوحې هوکړه ليک او له افغانستانه د ټولو بهرنيو ځواکونو پر وتلو، له سره غور وکړي، د طالبانو مرکچي پلاوی لالهانده ښکاري او د مذاکرې مېز ته نه حاضرېږي!»
د دولت مرکچي پلاوي د غړو په وينا، د بایدن حکومت له لوري د دوحې هوکړه لیک ته بيا کتنه، د دولت په ګټه او د طالبانو په زيان دی؛ ځکه چې د دوحې د هوکړه لیک نیمګړتیاوې- تر يو حده اصلاح کېږي او دې ډلې ته باج ورکول هم پای ته رسېږي.
امريکا وايي چې د بياکتنې بهیر يې پيل کړی او په دې ترڅ کې له القاعدې ډلې سره د طالبانو د اړیکو د پرې کېدو ژمنه، د تاوتريخوالي کموالی او په معنی لرونکې سوله کې ګډون له سره ارزوي. دولت ددغه ګام، هرکلی کړی دی. که څه هم طالبان وايي چې د دوحې د هوکړه ليک د بيا کتنې څرنګوالی تر دې دمه دوی ته نه دی روښانه شوی، خو باور لري چې له سره ارزول، د هوکړه لیک د تحريم يا فسخه کولو معنی نه لري؛ ځکه هغوی پر خپلو ژمنو ولاړ دي!
دغه ډله اوس د پاتې بنديانو پر خلاصون او له توره لېسته ددې ډلې پر وتلو ټینګار لري چې بايد دا دوه موضوعګانې ژر تر ژره حل شي. خو د دولت مرکچي پلاوی وايي چې د اوربند او د سولې له تړونه مخکې د طالب بندیانو خلاصون نه مني.
دا په داسې کې ده چې طالبان د امريکا له حکومت سره، د موقت حکومت هوکړه ردوي او وايي چې ولسمشر غني د سولې خنډ دی او د نوموړي د استعفا غوښتونکي دي.
د امریکا دولت د سلواغې په نهمه ومنله چې د دوحې د هوکړه ليک له سره ارزولو چارې دوام لري. ددې هېواد د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن له ولسمشر غني سره په تیلیفوني خبرو کې وويل چې، دا هېواد د دوحې هوکړه ليک پر بيا کتنې بوخت دی.
بلينکن په دې تیلیفوني خبرو کې د افغانستان د سولې له بهیره د امريکا پر «پرېکنده ډيپلوماتیک» ملاتړ ټينګار کړی او ويلي يې دي چې تلپاتې او عادلانه سولې او دایمي او سراسري اوربند ته رسېدو په موخه، له دواړو لوريو سره همکاري کوي چې يوې سياسي هوکړې ته ورسېږي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير هيله مندي ښودلې چې افغان مشران به له دې تاريخي فرصته ګټه پورته کړي چې افغانستان يوې تلپاتې سولې ته ورسېږي او همداراز د بشري حقونو، مدني خپلواکۍ او د ښځو د ونډې په برخه کې د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنې خوندي شي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د اعلاميې له مخې، بلينکن په افغانستان کې د تاوتريخوالي او هدفي وژنو په ډېرېدو خواشيني څرګنده کړې او غندنه يې کړې ده. ويل کېږي چې له دې وړاندې حکومت د دوحې تړونليک د بيا ارزونې په هکله د امريکا له پرېکړې هرکلی کړی دی.
د دوحې د هوکړه ليک بیا ارزونه، په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د امريکا د مالیې وزارت موندنو په اساس، طالبان اوس هم له القاعدې ډلې سره نږدې اړيکې لري او دغه دوه ډلې په خپل منځ کې منظمې ليدنې لري. دغه راپور د ۲۰۲۱ کال په لومړیو مياشتو کې د ترهګرۍ له مالي ملاتړ سره د مبارزې په اړه خپور شوی او پکې راغلي دي چې د القاعدې ډله اوسمهال طالبانو ته مشوره ورکوي او لارښوونې ورته کوي.
د امريکا د خزانې وزارت همداراز ويلي چې د حقاني ډلې له طالبانو سره يوځای د القاعدې په ملاتړ او لارښوونه په ګډه د جګړه مارو په رامنځته کېدو کار کړی دی. خو په دې راپور کې ويل شوي چې د طالبانو او داعش ډلو ترمنځ هېڅ ډول مالي اړیکه نه ده تشخيص شوې.
امريکا همدارنګه باور لري چې طالبانو اوس هم د تاوتريخوالي د کموالي په تړاو، خپلې ژمنې عملي کړې نه دي.
د سلواغې په نهمه د امريکا د دفاع وزارت چارواکو طالبان تورن کړل چې د دوحې په هوکړه ليک کې د تاوتريخوالي د کموالي او له القاعدې ډلې سره د اړيکو پرې کولو په برخو کې يې خپلې ژمنې نه دي عملي کړې.
د امريکا دفاع وزارت وياند، جان کربي وويل چې د دوحې په هوکړه ليک کې د تاوتريخوالي د کموالي په هکله د طالبانو د ژمنو نه عملي کول، د ټولو امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه پوښتنې رامنځته کړې دي. د نوموړي په وينا، امريکا له افغانستانه د ځواکونو بشپړ وتلو ته ژمنه ده؛ خو طالبان پر دې سربېره چې تاوتريخوالی کم کړي، بايد له القاعدې ډلې سره خپلې اړیکې هم پرې کړي.
د امریکا دفاع وزارت باور لري که طالبان د دوحې په هوکړه ليک کې په خپلو کړو ژمنو، لکه له ترهګرو سره د اړيکو پرې کولو او د افغان امنیتي ځواکونو پروړاندې د بريدونو درولو عمل ونکړي، نو بیا به د مذاکرې او وروستۍ حل لارې لپاره به، کومه لاره نه وي پاتې. جان کربي وويل، چې امريکا پر خپلو ژمنو ولاړه ده؛ خو غواړي دغه ژمنې په مسوولانه توګه ترسره کړي.
د دوحې هوکړه لیک له سره ارزول د هوکړه ليک د فسخې په معنی نه دي
طالبان بيا وايي چې تر دې دمه د دوحې هوکړه ليک له سره ارزولو موخه دوی ته په څرګند ډول نه ده روښانه شوې.
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد نعيم د سلواغې په لسمه، ۸صبح ته وويل: «تر دې دمه په روښانه توګه څه نه دي ويل شوي چې د هوکړه ليک له سره ارزولو موخه څه ده. که د بيا کتنې موخه داده چې نوي چارواکي راغلي او غواړي د هوکړه لیک په اړه پوه شي، څرنګه چې په ځینو راپورونو کې راغلي، کومه ستونزه نلري، بلکې دا يوه معموله چاره ده.» په مسکو کې د طالبانو پلاوي ځينو غړو ويلي چې دا ډله د هوکړه ليک د مادو عملي کولو ته ژمنه ده او امريکا هم بايد له خپل اړخه ګامونه پورته کړي.
د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي، شېرمحمد عباس ستانکزي، د سلواغې په يوولسمه په مسکو کې په خبري ناسته کې وويل چې د هوکړه ليک له سره ارزول، د هوکړه لیک تحريمول نه دي. نوموړي وويل: «موږ مخکې د امريکا له ټاکل شوي (دنالد ترامپ حکومت) سره د سولې هوکړه ليک لاسليک کړی دی. که د بایدن اداره يې بياکتنه کوي، نو دا د دې معنی نه ورکوي چې هغه به یې بايکاټ کړي. تاسې وليدل چې زلمی خليلزاد بياځلې د امريکا له لوري د افغانستان د سولې ځانګړی استازی وټاکل شو. دا په دې مانا دي چې هغوی هم دغه بهیر ته دوام ورکوي. موږ هيله لرو چې امریکا په دوحه کې د سولې هوکړه ليک ته متناسب ګام پورته کړي او دا د امريکا لپاره ښه چانس دی.» په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر دغه لوړپوړي چارواکي هيله څرګنده کړه چې د بياکتنې په دوام بايد د بایدن دولت پر دغه هوکړه ليک عمل وکړي.
د طالبانو ډله همداراز د دوحې هوکړه ليک د موادو عملي کولو په برخه کې د خپلو ژمنو په عملي کولو ټينګار لري. شير محمد عباس ستانکزي وويل: «موږ تر دې دمه پر خپلو ټولو ژمنو ولاړ يؤ او هغه مو عملي کړې دي. تاسې وليدل کومې ستونزې چې له دې وړاندې په افغانستان کې موجودې وې، اوس نشته او له کوم وخت راهیسې مو چې له امريکايانو سره هوکړه لاسليک کړې، امريکا او متحدينو ته یې هېڅ خطر نه دی پېښ شوی.
عباس ستانکزی زیاتوي: «دا چې په امريکا کې مختلف اشخاص په بېلابېلو بڼو بيانيې ورکوي، دا د هغوی شخصي موضوع ده؛ خو د امريکا مرکچي پلاوی چې مشري يې زلمی خليلزاد کوي، هغوی له موږ سره داسې ستونزه نلري او موږ په ورځيني ډول د اړيکې ګډ ګروپ «کانال» لرو چې زموږ پوځي اشخاص له هغوی (پوځي چارواکو) سره کښېني او د ننه په افغانستان کې ټول مسایل د هوکړه ليک د عملي کولو لپاره ارزوي.»
د تاوتريخوالي د دوام په تړاو طالبان وايي چې له هوکړه ليک سره سم یې عمل کړی؛ خو د امنيتي ځواکونو له لوري د عملياتو تر سره کول ددې سبب کېږي چې دغه ډله غبرګون وښيي. د شېرمحمد عباس ستانکزي په وينا، د امريکا پوځي چارواکي او طالبان د اړيکې ګډ ګروپ «کانال» کې حضور لري او د افغانستان وضعيت د هوکړه ليک د موادو عملي کېدو لپاره ارزوي. نوموړي دا هم زیاته کړه: «په هغه کانال کې چې موږ بحث کوو، له ۸۰ تر ۸۵ سلنه پورې عملیات د هغوی (امنیتي ځواکونو) له خوا کېږي.»
د طالبانو مرکچي پلاوي دغه غړي وويل چې امنیتي ځواکونه، د هېواد په ځینو برخو کې عمليات کوي او دا موضوع ددې لامل کېږي چې د طالبانو ډله له خپل اړخه دفاع وکړي يا هم لږ تر لږه په تحرک لاس پورې کړي. نوموړي په کابل کې هدفې بریدونه رد کړل او ويې ويل چې د دوحې د هوکړه ليک له مخې، دغې ډلې پر ښارونو بريدونه درولي دي. د طالبانو ډلې ددې غړي په باور، حکومت هڅه کوي د جګړې ډګر په عمدي توګه تود وساتي چې د بهرنيو ځواکونو د وتلو مخنیوی وکړي.
ددې ډلې په وينا، حکومتي چارواکي د سولې د بهیر په اړه رښتيني نه دي؛ ځکه چې د سولې په ټينګښت سره نوی حکومت جوړېږي او اوسنی حکومت له منځه ځي! شېر محمد عباس ستانکزي څرګنده کړه چې د حکومت چارواکي د سولې بين الافغاني مذاکراتو پروړاندې «خنډونه جوړوي» او دا موضوع يې د بندیانو د خلاصون او د مذاکراتو پيلېدو پرمهال په ځنډ رامنځته کولو سره ثابته کړې ده.
د طالبانو ډلې د غړو په وينا، په حکومت کې ډېری چارواکي په جګړې ټينګار لري او پوځي عملياتو ته يې زور ورکړی دی. له دې وړاندې د طالبانو ډلې وياند د امریکا د دفاع وزير ادعا رد کړې ده. د امريکا د دفاع وزير ويلي ؤ چې طالبانو د دوحې هوکړه لیک په ژمنو عمل نه دی کړی. د طالبانو وياند پر خپله ټویټر پاڼه ليکلي چې دغه ډله د دوحې هوکړه ليک ته ژمنه ده.
له بل پلوه، طالبانو د امریکا د خزانې وزارت هغه راپور هم رد کړی چې ويلي ؤ د طالبانو ډله اوس هم له القاعدې سره اړيکې لري. د شېرمحمد عباس ستانکزي په وينا «د القاعدې ځیني جنګیالي په افغانستان کې ؤ، هېواد يې پريښی دی.» همدارنګه طالبانو د دوحې په ناسته کې دا رد کړي چې د روسيې له لوري دې د امریکايانو د وژلو په موخه، د انعام اخیستلو بحث شوی وي.
شېرمحمد عباس ستانکزي وويل چې طالبان له ۲۰۰۱ کال راهيسې امريکايي ځواکونه ووژل او «که هغوی په افغانستان کې پاتې شي»، وبه وژل شي.
د مذاکراتو په ټپه درېدل؛ د پاتې بنديانو په خلاصون او له تور لېسته په وتلو ټينګار
د دولت د مرکچي پلاوي غړي، عبدالحفيظ منصور د سلواغې په نهمه له ۸صبح سره په خبرو کې وويل چې «د طالبانو د پاتې زندانيانو ازادېدل» او «د ملګروملتونو له تورلېسته، ددې ډلې د مشرانو د نومونو ايستل»، هغه دوه تازه موارد دي چې طالبانو د دولت له مرکچي پلاوي سره مطرح کړي دي. د نوموړي په وينا، طالبانو باور درلود چې کولی شي دا موضوع له امريکا سره حل کړي، خو «له امريکا نه په ناهيلۍ سره» یې ناڅاپه دغه بحثونه د دولت له مرکچي پلاوي سره مطرح کړل.
د مرکچي پلاوي دغه غړي وويل چې طالب بندیان اوسمهال د دولت په زندانونو کې خوندي دي او دولت هم د اخلاقي او بشري اصولو پر بنسټ ځان مکلف ګڼي چې له انساني معیارونو سره سم له هغوی سره چلند وکړي. د ښاغلي منصور په وينا، د بشري حقونو اړوند بنسټونه د بنديانو اړوند موارد په جديت سره څاري او دا کولی شي چې د حکومت له لوري د جګړې بندیانو د تضمين په توګه وشمېرل شي. هغه باور لري چې د دغو مواردو خلاف، په دې ورځو کې اساسي خطر ملکيانو ته متوجه دی؛ ځکه هره ورځ بې ګناه خلک وژل کېږي.
خو په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر، د طالب بندیانو د خوشې کېدو او له تور لېسته ددغې ډلې د وتلو بحث، د دوحې هوکړه ليک برخه ګڼي او وايي چې په دغه برخه کې د هغوی د بحث لوری امريکا ده. په قطر کې ددې ډلې سیاسي دفتر وياند، محمد نعيم د سلواغې په لسمه، ۸صبح ته وويل چې «دغه دوه موضوعات د دولت له مرکچي پلاوي سره شريک شوي دي. نوموړي وويل: «د پاتې بنديانو ازادېدل او د تور لېست پای ته رسول، د دوحې هوکړه ليک يوه برخه ده او هوکړه ليک امريکا لاسليک کړی دی. موخه داده چې مسووليت د امريکا دی. موږ ددې مسائلو د پای ته رسولو لپاره، له کابله راغلي پلاوي سره څه نه دي مطرح کړي.»
په مسکو کې هم د طالبانو پلاوي غړي وايي چې د دوحې هوکړه ليک په اساس، بايد ددې ډلې ټول بندیان د حکومت له زندانونو ازاد او طالب مشران د ملګرو ملتونو له تور لېسته بهر شي. شېرمحمد عباس ستانکزي وويل چې دغه کار بايد د بين الافغاني مذاکراتو له پيلېدو درې مياشتې وړاندې شوی وی، خو تر دې دمه نه دی شوی. نوموړي دا ومنله چې امريکا اوسمهال د امريکا له تورلېسته ددې ډلې د مشرانو پر بهر کېدو کار کوي.
د طالبانو پلاوي روسيې ته په خپل سفر کې، له روسي چارواکو سره د «دوحې هوکړه ليک پلي کېدو»، د بهرنيو ځواکونو وتلو»، «د سولې خبرو اترو دوام» او د «راتلونکي حکومت» په اړه خبرې اترې کړې دي. ستانکزي همداراز وويل چې په دې تړاو يې هم له روسيې سره خبرې کړي چې په کابل او واشنګټن کې له خپل نفوذه په ګټې اخيستو هڅه وکړي دغه کار د دوحې له هوکړه ليک سره په متناسب ډول مخ ته لاړ شي.
د طالبانو مرکچي پلاوي نه لاره ورکه ده
د دولت د مرکچي پلاوي ځيني غړي په دوحه کې وضعيت ته په کتو، موندلې ده چې، طالبان له ستونزمن حالت سره مخ دي؛ ځکه چې له يوه پلوه د امريکا د دولت په اداره کې بدلون راغلی او له بل پلوه د امريکايي ځواکونو وتل ددې سبب شوي چې په سيمه کې د طالبانو ملاتړي هېوادونه له دې ډلې د خپل ملاتړ پاليسي له سره وارزوي.
د دولت د مرکچي پلاوي د یوه غړي منصور په وينا، له دې مخکې له طالبانو د ملاتړ يوازينی لامل، د امريکايي ځواکونو حضور ؤ؛ خو اوس دوه زره او ۵۰۰ ته د امريکايي سرتېرو د شمېر په راټيټولو سره، دغه هېوادونه غواړي چې له طالبانو پر ملاتړ له سره غور وکړي.
حفيظ منصور وويل چې ايران او روسيې ته د طالبانو د پلاويو وروستي سفرونه دا ښيي چې طالبان غواړي «خپلې زيانمنې اړيکې ورغوي.» د دولت مرکچي پلاوي دغه غړی وايي چې طالبانو اوس «د عسل مياشت» تېره کړې او دا يې وروستی فرصت دی چې کولی شي ترې ګټه پورته کړي.
هغه په دې باور دی، ددې چانس له لاسه ورکولو سره لیرې نه ده چې «جګړه» او «انسان وژنه» به دوام ومومي؛ خو طالبان د هرې ورځې په تېرېدو سره چانس له لاسه ورکوي او اعتبار، ځواک او نفوذ يې مخ په ختمېدو دی!
ويل کېږي چې د مذاکراتو په درېدو سره، د طالبانو پلاوي په وروستۍ اونۍ کې ايران او روسيې ته سفرونه کړي دي.
د نوموړي په باور، د دوحې هوکړه ليک بيا ارزول به «هراړخيز» وي چې د ځواکونو بيا ارزول هم پکې شامل دي.
د غني پر ګوښه کېدو ټينګار
د سولې په بهیر کې ددغه بدلون په رامنځته کېدو سره هممهاله، په هېواد کې د موقت حکومت پر سر هم بحثونه ډېر شوي دي. په وروستي مورد کې د دولت مرکچي پلاوي غړي، محمد امين احمدي ته اړوند يو غږيز کليپ خپور شوی او غبرګونونه يې هم پارولي دي. هغه په دغه کليپ کې د هزاره مليت خلکو ته وايي چې د ولسمشرغني اړوند دریځ کې زياتی ونکړي؛ ځکه ولسمشر ډېر د نړیوالو محبوب نه دی او موقت حکومت راتلونکی دی.
احمدي وايي: «د ولسمشر په دريځ ډېره تکيه مه کوئ. دغه ولسمشر د نړۍ لپاره محبوب نه دی. موقت حکومت راتلونکی دی، همغه انتقالي جوړښت راتلونکی دی. له هغې پرته اصلا سوله ناشونې ده. سوله امکان نلري. نو په همدې اساس څه چې نړۍ غواړي او په ټول کې له افغانستان سره د نړۍ د همکارۍ شرط هم دادی چې بايد له طالبانو سره سوله وشي. د سولې یوه لاره هم داده چې ګډ حکومت جوړ شي او په هغه ګډ حکومت کې ډاکتر غني نشته. په حقيقت کې هڅه داده چې نظام وژغورل شي، نه حکومت. حکومت قرباني کېږي، غني لومړنی قرباني دی. د نړۍ په کچه هېڅ ملاتړ نلري.»
امین احمدي ددې غږيز کليپ له خپرېدو وروسته، دا موضوع له مجازۍ نړۍ نه غيراخلاقي او ناوړه ګټه اخيستل وګڼل او ويې ویل چې هېڅ څوک حق نلري د اشخاصو خصوصي حریم ته په ننوتو، د هغه په نوم کليپ جوړ کړي او عمومي فضا ته دې واستوي.
د دولت مرکچي پلاوي هم د دغې موضوع په غبرګون کې دغه مورد د مرکچي پلاوي له لوري رد کړ او ويې ويل چې د سولې مرکچي پلاوی د جمهوريت اساساتو او په قدرت کې د خلکو رايو ته د درناوي په شمول د نظام او اوسنيو ارزښتونو غښتلتيا په موخه مخ ته ځي او باور لري. پلاوي هغه بهيرونه چې په دې برخه کې د خنډ سبب کېږي، په هېواد کې د تلپاتې سولې او ارامښت خلاف وګڼل.
طالبانو هم د مسکو په ناسته کې د موقت حکومت په تړاو د ګمانونو اړوند غبرګون ښودلی دی. شېرمحمد عباس ستانکزي وويل چې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا له ځانګړي استازي، زلمي خليلزاد سره يې په دې اړه خبرې نه دي کړي. هغه وويل چې د راتلونکي او موقت حکومت په اړه بايد خلک پرېکړه وکړي.
په ورته وخت کې طالبان وايي که محمد اشرف غني استعفا وکړي او د سولې لپاره قرباني ورکړي، نو دا ډله چمتو ده چې مذاکره او سوله وکړي. دا ډله ولسمشر غني ددغه بهیر په وړاندې خنډ بولي او وايي چې په دوحه کې د دولت مرکچي پلاوی صلاحيت نلري. نوموړي وويل چې دا پلاوی هره موضوع له حکومت سره شريکوي او په حکومت کې هم د نظر يووالی نشته. ددې ډلې په وينا امريکا له طالبانو سره ژمنه کړې ده چې راتلونکی نظام بايد «اسلامي» وي او پر دې سربېره چې د افغانانو لپاره د منلو ترڅنګ، بايد بشري حقونه هم پکې خوندي شي.
له دې وړاندې محمد اشرف غني د موقت حکومت بحث څو څو ځله رد کړی ؤ او ويلي يې ؤ چې راتلونکی حکومت به ټاکل شوي ولسمشر ته سپاري.
ويل کېږي چې د مذاکراتو د دويم پړاو په پيلېدو او سپينې ماڼۍ ته د بایدن په ننوتلو سره دغه مذاکرات اساسي پړاو ته رسېدلي دي. بين الافغاني مذاکرات د وږي په دوه ويشتمه په دوحه کې پيل شول. د دولت او طالبانو مرکچي پلاويو ترمنځ د پرلپسې اختلافي نظرياتو له امله دواړه لوريو ونشول کولای، چې اجنډا جوړه او په مذاکراتو کې په اصلي موضوعاتو بحث پيل کړي.