۸صبح، پروان: پروان ولایت کې سیمهییزې سرچینې د طالبانو له خوا د مخکیني حکومت د دوو تنو پوځیانو د پلار له نیول او بېدرکه کېدو خبر ورکوي.
ځایی سرچینې شنبه د لړم پر اوومه نېټه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې نیول شوی کس نوراقا نومیږي او طالبانو هغه پنځه ورځې مخکې د پروان ولایت د مرکز اړوند بایان علیا کلي کې نیولی او یوه نامعلومه ځای ته یې لېږدولی دی.
سرچینې د نوراقا د کورنۍ له قوله وایي، چې هغه د ماښام له لمانځه د بېرته راستنېدو پرمهال نیول شوی دی.
د سرچینو په وینا، د نوراقا کورنۍ په تېرو درېیو ورځو کې په پرلهپسې توګه پروان کې د طالبانو ځایي ادارې ته ورغلي، خو دغې ډلې د نوراقا له نیول کېدو چې د بایان کلي قومي مشر هم دی بېخبري څرګنده کړې ده.
د ښاغلي نوراقا د نیول کېدو لامل روښانه نه دی.
طالبانو هم تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
د ویلو ده، چې د نوراقا دوه زامن د مخکیني حکومت د ملي امنیت او ملي پولیسو په امنیتي برخو کې افسران وو.
د نوراقا زامن د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هېواده وتلي دي.