۸صبح، کابل: د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه هېواد د بشردوستانه مرستو ۲٫۵ ټنه طبي مرسته افغانستان ته رسېدلې ده.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندام باغچي نن شنبه د سلواغې پر ۳۰، په یوه ټویټ کې لیکلی، چې له افغانانو سره د دغه هېواد د ځانګړې همکارۍ په دوام د طبي او ژمنیو د ۲٫۵ ټنه مرسته کابل ته رسېدلې ده.
د هند دغه طبي مرستې په داسې حال کې کابل ته رارسېدلې، چې د دغه هېواد لومړي وزیر نریندرا مودي د افغانستان د هندو او سیک توکمو له پلاوي سره لیدلي او د دوی ستونزې یې اورېدلې دي.
د ویلو ده، چې هند تېره میاشت هم افغانستان ته درې ټنه درمل رالېږلې وو.