د حاکمې ډلې (طالبانو) په وړاندې مبارزه يوه سپېڅلې مبارزه
لیکوال: اسماعیل آشنا

له ډيرې مودې راهیسې یو شمېر محافظهکار، مال او موقفپرسته خلک، د طالبانو له دروغجنو خدمتونو، نمايشي فعاليتونو او هردم بدلېدونکو څېرو څخه په متاثرېدو سره، ددې ډلې پر وړاندې د افغانستان د پېغلو، ځوانانو، نظامیانو، فرهنگیانو، سیاسیونو او نورو ټولو وګړو مبارزه او مقاومت، مناسب کار نه بولي او داسې يې انګيري، چې ګواکي دا مبارزه مرګونو ته د افغانستان د خلکو د ورټېل وهلو، یا دا چې افغانستان کې د جګړې اور ته د پوکی کولو په معنا ده، په اصل کې دا فکرونه او دا ذهنيت ټول په افغانستان د حاکمې ډلې اړوند جارچیانو او د افغانانو په څېره کې د طالبانو په نامه، د افغانستان ابدي دښمنانو د منافقانه کړنو او فعاليتونو نتيجه ده، چې ورځ تر بلې د افغانستان د خلکو عامه ذهنيتونه بدلوي او ددې ډلې د غیراسلامي او غیرانساني کړنو توجیه کولو ته، يې اړ باسي. ښکاره خبره ده چې هیڅوک په هېواد کې د جګړې او انسانوژنو پلویان نه دي، خو د انسان د ټولو ارزښتونو تر پښو لاندې کېدو او حتی له وطن او د وطن راتلونکي باندې د قمار وهل کېدو په صورت کې يې خاموشي او بېتفاوتي، هېواد، افغانانسان او ټول انسانیت پر وړاندې خیانت او منافقت بلل کېږي، له همدې امله په مختصره توګه دا چې د گڼ شمېرو مواردو پر اساس دا ډله، ددې ډلې کړنې، منافقتونه او فعالتونه، غير اسلامي دي، نو ځکه خو د دوی پر وړاندې مبارزه سپېڅلې ده او ددې ډلې د حاکمیت دوام هم د اسلام سپېڅلي دین، هم د افغانستان او هم د افغانستان د خلکو او فرهنگ د تباهۍ او بدنامۍ پروژو د عملي کيدو په معنا دي، چې دا ټول هيڅ يو ريښتيني افغان او زموږ د آزاديپالو پلرو او نیکونو اولاد ته د منلو نه دي.
ټوله اسلامي نړۍ او نوموتي عالمان يې د طالبانو کړنې غیراسلامي ګڼي
د طالبانو کړنې زیاتره وخت د گڼ شمېر مشهورو ديني عالمانو او اسلامي متخصصينو لخوا څو څو ځلې نقد شوي او د دوی جگړه يې ناروا بللې د اسلامي ارزښتونو خلاف يې بللې او حتا دا جګړه يې د اسلام ضد کړنې بللي، چې تر ډيره نړۍ کې د اسلام دین د ناوړه پيژندګلوي سبب شوي، خو له بده مرغه ددې ټولو مخالفتونو او د اسلامي نړۍ د لویو عالمانو او مشرانو د مخالفت سره سره بیا هم طالبانو د واکتندې او د سیاسي قدرت غصبولو نهمهارېدونکي جنون له امله يې دین او اسلام خپله وسیله ګرځولې پخپله خوښه يې تعبیروي، نوې نوې فتواوې د خپلو کړنو لپاره صادروي، په دې برخه کې د طالبانو د غیر اسلامي کړنو او اسلام ضد فعاليتونو شمېر له حده وتلی، چې لنډه یادونه يې په لاندې مواردو کېدای شي.
افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو هوکړې تر نهايي کېدو وروسته، د اسلامي عالم مرکز (مکې معظمې) او د عربو د پیاوړو او نامتو اسلامي علماوو له لوري افغانستان کې د افغانانو او افغان ملي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو جګړه نامشروع او د اسلام له نظره وروروژنه وبلل شوه او د بندېدو غوښتنه يې وشوه؛ خو قدرتپرستو طالبانو بیا هم دې جګړې او د افغانستان مسلمانانو وژنو ته دوام ورکړ، چې په دې توګه يې د قدرت ترلاسه کولو اړوند جنون له امله یې نړۍ ته د اسلامي افراطيت یوه لویه بېلګه معرفي کړه، دېته ورته د امریکايي ډالرو لپاره يې د خپلې داعيې خلاف بهرنیو او بلخصوص-ددوي پخپله اصطلاح- کفري هېوادونو سره داسې هوکړې وکړې چې په غرب او امريکا کې د فحشا او غير اسلامي مرکزونو له مالياتو راټولې شوې پيسې دوی ته د خیرات په توګه ورکړي او دوی پرې افغان وطن کې په مختلفو نومونو د مسلمانانو وژنو ته دوام ورکړي. دغه راز د اسلام لومړني نازل شوي آیت خلاف د علم زدهکړه د فرض پر ځای مباح گڼل، د خپل غیراسلامي حکومت منتقدین واجب القتله گڼل، د انتحاري ډلو د غیر اسلامي انتحاري عملياتو رهبري د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد(ص) په غاړه گڼل، د باغي او مخالف په نامه د مسلمان وژنه خپل حق گڼل، د ناليدلي امیر اطاعت يې واجب گڼل، له مکې سره، حتا ددوی د پالنځی او ستراتیژیکي قومندې مرکز (پنجاب) له اسلامه، د کابل اسلام (د دوی لخوا تپلشوی اسلام) جلا گڼل، د اعرابو او نورو اسلامي ملکونو کړنې غیراسلامي گڼل، د اسلامي ملکونو مشران جاهلان گڼل، د اسلامي علماوو ټولنې اړوند لارښوونو نه لاسلامي حدود يوازې په ملت جاري کول او خپل غړي يې ترې معاف کول، د بشر او ښځو حقونه په هیڅ حسابول، د سپين ږيرو او سپین سرو بېعزتي کول، نړيوالو سره یوازې د پیسو او د دوی د هر ډول غیر اسلامي کړنو د تاييد پر اساس تعامل کول او…
دا، او دې ته ورته د طالبانو نورې په سلګونو او زرګونو غير اسلامي کړنې او فعاليتونه هغه څه دي، چې په افغانستان کې د بدبختۍ او جهالت خپرېدو ترڅنګ يې، تاوان د شته او پاللشویو اسلامي ارزښتونو ته رسيږي، اسلام نړۍ ته د افرطیت د لويې برخې په توګه ور معرفي کوي، اسلام د انتحار، بېعدالتۍ او نابرابرۍ دين ښوول کېږي او تر ډیره ددې سبب کيږي چې د افغانستان د ځورېدلو مسلمانانو ترڅنګ، د نړۍ گڼ شمېر نور متاثره شوي انسانان د داسې غير انساني فعاليتونو او منافقتونو د ليدو له امله، له دې سپيڅلي دین څخه زړه توري شي، ان تر دې چې ورځ تر بلې پخپله اسلامي ټولنو کې هم اسلامي ارزښتونه د ټولنو په عمومي افکارو کې خپله ريښتينې معنا او ارزښت له لاسه ورکوي، لکه د ملا په هکله عامه ذهنیت د دیني عالم پر ځای د جومات په حرامي، دوکه باز د قدرت او شهوت ليوني، د مدرسو او مسجدونو په هکله عامه ذهنیت د ملایانو په لواطتتخانو او د جهاد او مجاهد په هکله عامه ذهنیت، په نامشروع توګه د سیاسي واک تر لاسه کولو، مسلمان وژلو، قاتل ته د مجاهد خطابکولو او… باندې بدل شي، چې دا ټول موارد پخپله اسلام او اسلامي ارزښتونو ته تر ټولو لويې او نه جبرانېدونکې ضربې دي او هرومرو په ټولنو کې د اسلام د محو کېدو او دې دین څخه د انسانانو د زړه توري کېدو سبب کيږي، چې ښې بېلګې يې په ښکاره توګه افغاني ټولنه او د يوې تروريستي ډلې په توګه د طالبانو له جاهلانه کړنو څخه په نړيواله کچه هم ليدل کېږي.
د طالبانو په وړاندې مبارزه ولې سپېڅلې ده؟
په ملي او نړیواله کچه د طالبانو په وړاندې له فکري او قلمي مبارزې نیولې تر اقتصادي، ټولنيزې، سیاسي او هر راز مخالفت او نیغې مبارزې پورې د مبارزې او مخالفت هر ډول او حتی بایکاټ او په مخالف صف کې ودرېدل، د ټولو پورته ذکر شویو دلایلو په اساس سپېڅلې او لازمي دي، ځکه چې په دې توګه هم د اسلام سپېڅلي دین د ناسم معرفي کولو او ددې دین په نامه د افراطیت خپرولو مخه نيول کېږي او هم میلیونونه انسانان ددې ډلې د غیر انساني او غیراسلامي کړنو او جهالتونو له قرباني کېدو څخه ژغورل کیږي. په افغانستان ددې غير اسلامي او دجهلت دودولو ډلې واکمنېدو له امله، اوسمهال افغانستان او افغانان هغه حالت ته رسېدلي، چې د خپلو انساني او اسلام حقونو تر لاسه کولو لپاره یا باید له دې ډلې سره د مبارزې او جګړې په میدان کې ودرېږي، یا همداسې په غاړه يې د حاکمې جاهلې ډلې د بادارۍ ايښودل شوي یوغ په وسیله په تدريجي او غير انساني مرگ ووژل شي، نو په دواړو حالتونو کې لازمه ده چې مبارزه وکړي، ځکه له دين او وطنه يې نيولې تر ټولو ارزښتونو پورې په هرڅه يې ددې ډلې له لوري ملنډې وهل کيږي.
له همدې امله افغانستان کې د ټولو پېغلو، ځوانانو، قلموالو، سياستوالو، نظاميانو، مقاومتيانو او ټولو فعالو ډلو رضاکاره فعاليتونه، مبارزې له ټولو ډولونو سره تر ټولو غوره، ريښتينې او سپېڅلې مبارزې دي، هر هغه ښځه او نارينه چې په هر ډول دې مبارزو کې شامل دي، هغه د هېواد او ددې دورې د تاريخ ريښتيني اتلان دي، ځکه د دوی دا مبارزه او پاڅون يې يوه ريښتينې مبارزه او پاک پاڅون دی، چې وطن، ملت، خپلواکۍ، فرهنګ او تمدن سره د يو لوی ملت له مينې او دغه راز ددې ملت د هېوادپالنې او خپلواکۍ له احساسه راغوړيږي.
د عدالت غوښتنې او خپلواکۍ اړوند دې مبارزو، د سپېڅلتيا او تقدس بل لوی لامل، ددې مبارزو بڼه او نوعيت دی، چې د هرې برخې او ټولو قشرونو غړي او مبارزین پکې له هر ډول طمعې، جبر، زور، امتیاز او غوښتنې پرته او دغه راز د هېڅ ډول بېګانه مرستو او ژمنو له سوال کولو پرته، ټول په مینې او اخلاص سره افغانستان کې د عدالت، برابرۍ، انسانیت او خپلواکۍ د جاري کېدو او راتلو لپاره شپه او ورځ په بېلابېلو بڼو مبارزه کوي. تر ټولو مهمه برخه يې دا ده، چې دا ټولې مبارزې یوه خودجوشه بڼه لري او مبارزین يې له کوم امتیاز او غوښتنې پرته، د هر ډول مالي او ځاني ګواښونو، زندانونو، شکنجو بېلابېلو خطرونو او حتی بېشمېره مرګونو په منلو سره، بیا هم خپل وطن، خپلواکۍ، انسانیت او عدالت سره د بېسارې مينې له امله يې حتی د خپل ژوند په قیمت هم دې مبارزې ته دوام ورکوي او د هرې ممکنه لارې په کارولو سره د واک غاصبې حاکمې ډلې پر وړاندې مبارزه کوي، چې دا ډول مبارزې تر ټولو سپېڅلې او د احترام وړ مبارزې دي، له نېکه مرغه ورځ تر بلې ددې مبارزینو شمېر مخ په زیاتېدو دی، دا سپېڅلې مبارزه به حتماً رنګ راوړي، ځکه دا مبارزه د باطل پر وړاندې د حق د مبارزې تر ټولو ښه ژوندۍ بېلګه ده او بېشکه چې حق تل د باطل په وړاندې بریالی وي!
یادونه:
لیکنې کې راغلي اندونه او نظرونه، لیکوال پورې تړاو لري. ورځپاڼه د ولسواکۍ، بشري حقونو او بیان آزادۍ اصل ته په تعهد سره، دغه لیکنه خپروي او لیکوالانو او شنونکو ته بلنه ورکوي، چې خپلې لیکنې او شننې، موږ ته را واستوي.
اداره