د اوو بډایه هېوادونو مالي مشران پر روسیه نور بندیزونه لګوي

د نړۍ د اوو صنعتي هېوادونو مشران هوډ لري چې د روسیې له یرغله د اوکراین د ساتنې پخاطر، پر مسکو نور بندیزونه ولګوي.

اسوشیټیډ پریس راپور ورکړی چې د (جي۷) هیوادونو نن شنبه (د مې په ۱۳ مه) په جاپان کې خپله غونډه د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسوله.

د غونډې په وروستۍ اعلامیه کې ویل شوي: «موږ د اوکراین پر وړاندې د روسیې د غیرقانوني جګړې، د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه کوو، ځکه  دا به د نړیوال اقتصادي لید په اړه تر ټولو لویه ناڅرګندتیا لرې کړي.»

د جاپان په (نیګاتا) ښار کې د غړو هېوادونو د مالیې وزیرانو او د مرکزي بانکونو مشرانو، درې ورځې بحث او مشورې وکړې او د انفلاسیون د کنټرول ژمنه یې وکړه.

په اعلامیه کې چین ته کومه ځانګړې اشاره نه ده شوې.

ظاهراً د نړۍ د اوو صنعتي هېوادونو د مالي مشرانو خبرو، راتلونکې کې هېروشیما کې د دغو هېوادونو د مشرانو غونډې جوړېدو ته لاره هواره کړه.

د خپرو شویو شمیرو له مخې، که څه هم د (جي۷)  هیوادونه د نړۍ د نفوس لسمه برخه لري، خو دوی د نړۍ د اقتصادي فعالیتونو شاوخوا ۳۰٪ جوړوي.

ویل کیږي چې د جي۷ غړو هیوادونو اقتصاد د تیرو څوارلسو لسیزو په پرتله، نیمایي ته راټیټ شوی دی.

د نړۍ اوو صنعتي هېوادونو په اوکراین کې د روسیې د جنګي ماشین د درولو لپاره لا دمخه بندیزونه لګولي دي.

Back to top button