د پښتو ادب د داستاني ادبیاتو سرلاري نصیراحمد احمدي د مړینې لومړی تلین ونمانځل شو

۸صبح، کابل: کابل کې «خوشال بابا فکري بهیر» د پښتو ادب د داستاني ادبیاتو لیکوال نصیراحمد احمدي د مړینې د لومړي تلین نمانځغونډه بللې وه.
دا غونډه نن پنجشنبه د چنګاښ پر ۳۰ جوړه شوه. په دې غونډه کې لیکوالو، شاعرانو او د پښتو ادبیاتو ځينو استادانو ګډون کړی و.
په دې غونډه کې ګډونوالو د ارواښاد نصیراحمد احمدي پر لیکونو او ناولونو مقالې ولوستې او نوموړی یې د پښتو داستاني ادبیاتو د اوسني پېر لوی لیکوال وباله.
د غونډې ګډونوالو زیاته کړه، چې ارواښاد احمدي د پښتو ناول لیکنې په برخه کې پام وړ کار کړی او په خبره یې، نوموړی په داستاني ادبیاتو کې د ځانګړي سبک خاوند و.
د یادونې وړ ده، چې د پښتو داستاني اثارو لیکوال نصیراحمد احمدي د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ پر ۱۹ د ۴۷ کلونو په عمر وفات شو. نوموړی پر کوورنا ناروغۍ اخته او پر دې ناروغۍ له اخته کېدو دوې اوونۍ وروسته یې په کابل کې ساه ورکړه.
نوموړي په خپل ژوند کې د «بغدادي پیر، وارورې سړی، بوډا او د لېوانو پلونه، مینه، سړه سېلۍ، رڼا، زرو، جوجو، نیکه او یوه خبره درته وکم» ناولونو په ګډون ۲۵ اثار لیکلي دي.
دغه راز هغه د لنډو کیسو ټولګې، ژباړې او ژوندلیکونه يې هم لیکلي دي.
احمدي له ٢٠٠٣ ميلادي کال راهیسې تر مرګه په کابل کې د بي بي سي تعلیمي څانګه کې د تعلیمي فیچر خپرونو د ایډیټر په توګه دنده درلوده.
نصیراحمد احمدي ته د افغانستان ولسمشرۍ مقام له لوري د غوره لیکوال مډال هم ورکړل شوی و.