۸صبح، غور: غور ولایت کې د سرې میاشتې لپاره د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، د خوړو خوندیتوب روغتیایي سازمان په دغه ولایت کې له سلګونو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.
په غور کې د طالبانو د سرې مياشتې رئیس محمد نعيم مهاجر نن چهار شنبه (د غوایي په ١٣مه)، په دغه ولايت کې له اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو د خونديتوب روغتیایي سازمان د مرستې خبر ورکړ.
د مهاجر په وينا، د خوراکي توکو د خونديتوب روغتیايي سازمان له خوا مرسته شوي خوراکي توکي د غور اړمنو کسانو ته وېشل شوي دي.
په دغو مرستو کې ۶۶۷ کورنیو ته سل سل کیلو اوړه وویشل شول.
دا مرستې په داسې حال کې په غور ولایت کې وېشل کېږي، چې په دغه ولایت کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په ګډون د ډېرو نړیوالو مرستندویه موسسو، فعالیتونه په ټپه درېدلي دي.