طالبانو ته د لوېدیځ او اسیا د ۱۳ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران: ژرترژره په موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لغوه کړئ

۸صبح، کابل: ۱۳ لوېدیځو او اسیایی هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې یو ځل بیا د طالبانو د هغه فرمان د لغوه کېدو غوښتنه کړې چې په کورنیو او نړیوالو غیردولتی موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګېدلی دی.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د مرغومي پر اوومه نېټه د استراليا، کاناډا، ډنمارک، فرانسې، جرمني، ايټاليا، جاپان، ناروې، سويس، هالنډ، بريتانيا، د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی او امریکا د بهرنيو چارو وزيرانو ګډه اعلاميه خپره کړه.
د يادو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د طالبانو بې پروايي او د نړۍ غوښتنو ته نه پاملرنه خطرناکه بللې او په دې برخه کې يې خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
د ۱۳ لویدیځو او اسیایي هېوادونو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې غیر دولتي موسسې د ښځو له شتون پرته په افغانستان کې تر ټولو زیانمن شویو خلکو ته د مرستو رسولو توان نه لري.
دغو هېوادونو له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره دې په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو په کار کولو د بندیز پرېکړه لغوه کړي او په افغانستان کې دي میلیونونو خلکو ته د بشري مرستو د رسولو مخه نه نیسي.
د يادونې وړ ده، چې يادو هېوادونو په يوه بله اعلاميه کې د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو د بنديز په اړه هم غبرګون ښودلى دى.