د سعودي عربستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د لومړي ځل لپاره په چین کې سره وکتل

د ریاض او تهران ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیلولو په برخه کې د پرمختګ نه وروسته نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان له خپل ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان سره وکتل.
رویټرز د پنجشنبې په ورځ (اپریل ۶) خبر ورکړ چې د سعودي عربستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د چین په پلازمېنه بېجینګ کې غونډه وشوه.
د بن فرحان او عبداللهیان تر منځ د ملاقات یو لنډ ویډیو کلیپ چې د ایران په دولتي ټلویزیون کې خپره شوه، دواړه یو ځای ښیي.
دا په تیرو اوو کلونو کې د ایران او سعودي عربستان د لوړ پوړو ډیپلوماټانو تر منځ لومړۍ رسمي غونډه ده.
د دغو دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د خبرو جزیات تر اوسه نه دي په ډاګه شوي.
دا غونډه وروسته له هغې کېږي چې تېره میاشت د چین په منځګړیتوب دواړو هېوادونو ډیپلوماټیکو اړیکو پریکون پای ته ورسولو.
د یادولو وړ ده چې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې په ۲۰۱۶ کال کې په تهران کې د ریاض پر سفارت تر برید وروسته پرې شوې.