د شپږو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د طالبانو له خوا پر ښځو د لګېدلو بندیزونو د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتنه وکړه

۸صبح، کابل: په منګولیا کې له دوه ورځنۍ غونډې وروسته د شپږو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې لګول شوي بندیزونو د ژر تر ژره لرې کولو غوښتنه وکړه.

د المان، اندونيزيا، جنوبي افريقا، فرانسې، لختن‌اشتاین او منګوليا د بهرنيو چارو وزيرانو د جمعې په ورځ (د چنګاښ په ٩مه) د منګولیا د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي چې د افغان نجونو او ښځو لپاره په ټولنه کې د معقول ګډون زمینه برابره کړي.

دا غونډه د چنګاښ په ۸مه او ۹مه د منګولیا په (اولانباتور) ښار کې جوړه شوې وه.

د شپږو هېوادونو د ښځینه بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه اعلامیه کې راغلي:«موږ په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشپړ، مساوي، با معنی او خوندي ګډون غوښتنه کوو، موږ له طالبانو غواړو چې ژر تر ژره د داسې تګلارو او پریکړو لاس واخلئ چې د ښځو او نجونو د بشري حقونو او د بنسټيزو آزادیو مخنیوی کوي

دوی همدا ډول په افغانستان کې د نجونو د زده کړو، روزني او کار ته د لاس رسي غوښتنه وکړه.

د شپږو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له نړیوالو بنسټونو او د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د طالبانو د ډلې پر وړاندې د ملګرو ملتونو د منشور له مخې له خپل نفوذ څخه کار واخلي.

په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له بیا واک ته رسېدو وروسته دغې ډلې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه. هغه پریکړه چې د میلیونونو ښځینه زده کوونکو د زده کړې مخه یې ونیوله.

تېر کال طالب چارواکو پر ښځو په نړیوالو موسسو کې پر کار کولو هم بندیز ولګاوه او پر دې سربېره يي افغان مېرمني او نجوني عامه ځایونو ته له تګ، له محرم پرته تګ راتګ او تفریحي سیمو ته له تللو محرومې شوي.

د ښځو پر وړاندې د طالبانو د تګلارو په اړه له کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره سره دغې ډلې په دې برخه کې کوم نرمښت نه دی ښودلی.

Back to top button