۸صبح، کابل: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي، چې له خپل قطري سیال سره یې د ټلیفون له لارې خبرې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یکشنبه د سلواغې پر دویمه نېټه په یوه ټویټ کې ویلي، چې د قطر د بهرنیو چارو له وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آلثاني سره په ټلیفوني اړیکه کې یې له افغانانو د ملاتړ لپاره له امریکا سره د دغه هېواد له مرستو مننه کړې ده.
بلینکن په دې ټلیفوني خبرواترو کې د ګنګو ډیموکراتیک جمهوریت او له اوکراین سره د مرستو په اړه هم خبرې کړې دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه ټویت کې ویلي، چې دواړو لوریو د دوو اړخیزو اړیکو ترڅنګ د سیمهییزو موضوعګانو له دې جملې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
د دواړو لوریو د خبرواترو په اړه لا زیات معلومات تر اوسه نه دي خپاره شوي.
د ویلو ده، چې قطر د تخلیې بهیر د اسانه کولو ترڅنګ پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ مخکې د امریکا او طالبانو د سولې مذاکراتو کوربتوب کړی دی.