د طالبانو ادارې پولي رسمیت

افغانستان په حقوقي او سیاسي انزاو کې راګیر شوی دی او نړیوال بنسټونه او نورهېوادونه د هغو بشري او سیاسي غمېزو پروړاندې چې پېښېږي، د راپور له خپرولو او د خواشینۍ له څرګندولو پرته بل کوم کار نه کوي. زموږ هېواد رسمي دولت نه لري او زموږ هېوادوال له خپلو ترټولو لومړنیو حقونو لکه تحصیل، کار، تفریح او مدني ازادیو محروم شوي دي. کار تر دې ځایه رسیدلی دی چې د هېواد د نیمایي نفوس لپاره حمام کول او پارک ته تلل هم حرام اعلان شوي دي.

د نړۍ په اوسني نظام کې سیاست او حقوق پوستکی او ظواهر دي. اړیکې د غوښې او هډوکو حیثیت لري، پیسې (پانګه) او جګړه (استخبارات) د هېوادونو چلند جوړوي. امریکا او متحدان یې د پیسو او استخباراتو له پلوه د طالبانو ډله په رسمیت پېژني او ملاتړ یې کوي. هغه هېوادونه چې افغانستان ته له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم راغلي وو. د دوحې د هوکړه‌لیک له لاسلیکولو وروسته، چې کله زموږ له هېواده ووتل، د لسګونه میلیارډ ډالرو وسله یې طالبانو ته وسپارله او تر هغې وروسته یې د افغانستان د فضا په کنټرولولو او د «ښو» او بدو جنګیالیو پر ګرځېدو یې د څارنې په کولو سره،  دغې ډلې ته فرصت ورکړ چې واکمني وکړي. هغوی طالبانو ته مالي رسمیت هم ورکړی دی. دغه کار په مستقیمه توګه د پیسو په لېږلو او د بانکنوټونو په چاپ او په غیرمستقیمه توګه د انجوګانو د مرستو له لارې کیږي. انجوګانې او د نړیوالو بنسټونو استازولۍ په سیمو په ځانګړې توګه هغو سیمو کې چې دولت نه لري او یا پرې د واکمنو ډلو اداره په رسمیت نه ده پېژندل شوې، د هېوادونو نارسمي مالي، ډيپلوماټيکې او استخباراتي سفیرانې دي. د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې هم انجوګانو او نړيوالو بنسټونو د سفارتونو او قونسلګریو ځای ډک کړی دی او په ټول افغانستان کې د موازي دولت په څېر د طالبانو ترڅنګ فعالیت کوي.

طالبانو سره د امریکا د مالي او نجويي دوستۍ ترڅنګ سیاسي او حقوقي قهر د نړیوال سیاست د څو اړخیزوالي ښودنه کوي. اوسمهال په افغانستان کې غیرډيپلوماتیک، پټ او استخبارتي اړخ اوس ډیر فعال دی او په منظمه او ورځ تر بلې ډېرېدونکي توګه د پیسو لېږل د دغه فعالیت مهمه نښه ده. خو د افغانستان پروړاندې د نړیوال سیاست رسمي او حقوقی اړخ ځنډول شوی او له همدې امله د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندل او د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو بېرته پیلېدل هم له بندون سره مخ شوي دي. دا وضعیت د طالب واکمنو لپاره یو فرصت کيدلای شي، خو د افغانستان د خلکو لپاره درنه بیه لري. راغلې پیسې د هېوادوالو پر سوکالۍ او هوساینې مثبت اغېز نه لري او یوازې د طالبانو د استبدادي رژيم د ماشین سونګ توکي برابروي، د دې ډلې د ادارې د پاشل کېدو مخنیوی کوي او پوځي ځواک یې پر پښو درېدلی ساتي.

مهم ټکی دا دی چې دغه ډول استخباراتي او غیررسمي استخباراتي پروژې تر سیاسي او ډيپلوماتيک ملاتړه ډېرې ماتېدونکې دي. دغه ډول ملاتړ د ماموریت په پایته رسېدو سره ښایي ناڅاپه ودرېږي او ګمارل شوې ډله له تش جیب او ډيرو دښمنانو سره په میدان پاتې شي. له همدې امله د افغانستان سیاستوال او خلک باید د هغو پيسو له بنډلونو وېره ونه لري چې طالبانو ته ورکول کیږي. د ملي او مسوول دولت جوړېدل له طالبانو د پرته قشرونو دنده ده. باید د ملي او ډیموکراتيک دولت د جوړېدو لپاره خبرې او هڅې په پرله‌پسې توګه دوام ومومي څو د دې استخباراتي پروژې په پایته رسېدو سره، هېواد یوه بل ګړنګ ته ورونه لوېږي.

ورته لیکنې

Back to top button