د پاکستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر ونیول شو

د راپورونو له مخې، د عمران خان په حکومت کې د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید نیول شوی دی.

پاکستاني رسنیو چهارشنبه د فبرورۍ په لومړۍ نېټه خبر ورکړی، چې شیخ رشید د دغه هېواد د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

شیخ رشید ویلي چې پولیسو د نیولو پر مهال د کور دروازې ورماتې کړې او د ده سپکاوی یې کړی دی.

د پاکستان یوې خبري رسنۍ دنیا نیوز د رشید د نیولو لامل «د پاکستان د خلکو» ګوند د یوه غړي شکایت بللی دی.

پاکستاني پولیسو د پاکستان د پخواني حکومت د دغه لوړ پوړي چارواکي د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

Back to top button