د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ څلورمه درې اړخیزه ناسته وشوه

دغه درې اړخیزه ناسته د افغانستان د سولې بهیر او د دغو درېیو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا په اړه په آنلاین بڼه د چین په کوربتوب ترسره شوه.
د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان د سولې مذاکرات حساس پړاو ته رسېدلي او په اوسنیو شرایطو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل به وضعیت نامطمئن کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین وویل: «د چین، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو خبرې اترې د متقابل درناوي او همکاریو د پراختیا لپاره ګټورې کېدای شي.»
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم وايي، دغه درې اړخیزه ناسته د افغانستان د سولې بهیر د پرمختګ لپاره مهمه ده.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حامد تهذیب وویل: «له ترهګرۍ سره مبارزه، په افغانستان او سیمه کې د تلپاتې سولې او ټیکاو رامنځته کېدل او د همکاریو پراختیا ددغې ناستې د بحث موضوع ګانې وې.»
د دولت مرکچي پلاوی تراوسه شک لري چې طالبان دې د اوربند او مشارکتي حکومت د جوړولو په اړه خبرو ته چمتو شي.
د سولې مذاکرات په داسې حال کې د شکونو په شپول کې دي چې له هېواده د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر ۴۴ سلنه بشپړ شوی دی.
اخوا، د پاکستان لومړی وزیر عمران خان ویلي، که له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره هم مهاله سیاسي جوړجاړی ونه شي دا اندېښنه شته چې ددغه هېواد وضعیت لاخراب شي.
د چين د بهرنیو چارو وزیر هم وايي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته باید په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان رول پراخ شي.
د سولې لپاره هڅې په داسې حال کې دوام لري چې د دولت د مرکچي پلاوي یو شمېر غړي د بین الافغاني خبرو د دوام په موخه دوحې ته تللي دي؛ خو تراوسه ددغو خبرو د پیلېدو او پایلو په اړه څه نه دي ویل شوي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویلي، دولتي پلاوی نیت لري چې د سولې مذاکرات دوام وکړي او دغه پلاوی د هېوادوالو د نظریاتو، وړاندیزونو، اندېښنو او مشورو له اخیستو وروسته دوحې ته تللی دی. له بلې خوا، ټاکل شوې وه چې د ترکیې په استانبول کې د ترکیې، قطر او ملګروملتونو سازمان په منځګړیتوب د افغان سولې په تړاو غونډه جوړه شي، خو تراوسه ددغې ناستې وخت نه دی روښانه شوی.