په افغانستان کې د ځواکمنو ګوندونو په نشتوالي کې نازک سیاسي وضعیت

د سیاست او دولت په برخه کې نازک وضعیت هغه وخت رامنځته کېږي، چې د دولت رسمي بنسټونه د سرچینو او شتمنیو د تخصیص او د مشروع واک د کارولو د مرکز په توګه خپل حیثیت، مقام او ګټورتوب له لاسه ورکړي، چې په پایله کې یې خلک حکومت او سیاسي بنسټونه د ټولنې لپاره مناسب نه ګڼي، وفادار ورته نه پاتې کېږي او د سیالانو پر وړاندې ملاتړ نه کوي.
سیاسي ګوندونه له ډېر پخوا په نړۍ کې د سیاسي ثبات او پایښت یو مهم او اغېزناک عامل بلل کېږي. په دودیزو ټولنو کې د سیاسي ګوندونو د راڅرګندېدو او نفوذ لپاره فرصت نشته. په هغو ټولنو کې چې د نویتابه په حال کې دي، د سیاسي ګوندونو لږ هرکلی کېږي.
په یوه ټولنه کې د سیاسي ګوندونو وده، تکامل او بنسټیز کېدل د سیاسي ثبات تضمینوونکي دي، ځکه ګوندونه له مشروع لارو په منظمو لارو چارو سره سیاسي مشارکت هڅوي او تعقیبوي او د ټولنې په بېلابېلو کچو او طبقو کې خپل ملاتړي لري او بېلابېلې پاړکۍ په سیاسي کمپاین کې ګډون ته په پلان شوي ډول راولي.
د بریتانیا او امریکا په څېر هېوادونو کې د سیاسي نظامونو د بریالیتوب یو لامل د ځواکمنو سیاسي ګوندونو شتوالی او په ټولنیزو او سیاسي ډګرونو کې د هغو رول دی. ځواکمن سیاسي ګوندونه د سیاسي انحراف د مخنیوي، د اړینو اصلاحاتو د راوستو لپاره د بحث او وینا دود (ډېسکورس) د رامنځته کېدو او د واک د ترلاسه کولو لپاره د ډیموکراټیکو لارو چارو د پراختیا لامل کېږي. د ترکیې او هند په څېر هېوادونو کې د سیاسي نظام د دوام یو مهم عامل د ځواکمنو سیاسي ګوندونو شتوالی دی. په ترکیه کې د عدالت او پراختیا ګوند او په هند کې د ملي کانګرس ګوند د دغو هیوادونو په پرمختګ او سیاسي نظم کې رول لري. په ترکیه کې، کمال اتاترک د خلکو د جمهوري غوښتونکي ګوند په جوړولو سره د خپلو اصلاحي موخو د مخته بېولو په برخه کې په نسبي توګه بریالی عمل وکړ. په همدې حال کې په افغانستان کې امان الله خان د یوه سیاسي ګوند د نشتوالي له امله ونه توانید چې خپلې موخې په اغېزناکه توګه ترلاسه کړي.
ګوندونه کولای شي پر کارګرانو، کروندګرو او د ټولنې پر نورو پاړکیو د نفوذ له لارې خپلې موخې ترلاسه کړي.
د سیاست په برخه کې یو له مهمو تیوریستانو سامویل هنټینګټن په ټولنه کې د ګوندونو د ودې او پرمختګ پر وړاندې یو خنډ محافظه کاري ګڼلې ده. په یوه دودیزه او محافظه کاره ټولنه کې سیاسي مخکښان او د واک پر ګدۍ ناست کسان ګوند بدعت او د خپل واک او وجود لپاره یو جدي ګواښ ګڼي او د امکان تر حده یې د ودې او پرمختګ مخه نیسي.
افغانستان د نړۍ یو له هغو دودیزو هېوادونو دی، چې د ګوندونو د ودې لپاره پکې زمینه نه ده برابره شوې، هغه سیاسي ډلې چې وخت پر وخت جوړې شوې او خپل شتوالی یې اعلان کړی دی، ډېری یې غیر منظمې وې او د ټولنې د بېلابېلو پاړیکو او پرګنو له ملاتړه برخمنې شوې نه دي.
په ١٣٤٠ لمريز کال کې د سياسي شرايطو له نسبي برابرېدو او د سياسي فعاليتونو له ازادۍ سره د حکومت له موافقې وروسته، سياسي ډلو او ګوندونو په ښکاره او پټه توګه خپل سياسي فعاليتونه تنظيم او پيل کړل. په همدې موده کې د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند جوړ شو. خو دغه ګوند له هماغه پیله یووالی نه درلود په خلق او پرچم ووېشل شو او تر دې مخکې چې پوخوالي ته ورسېږی، د زوال او له منځه تلو پر لور روان شو. د خلق دموکراتیک ګوند د ژور ولسي ملاتړ د نشتوالي او د ټولنې د دودیز ماهیت له امله ونه توانید، چې پر افغاني ټولنې په موثره توګه ژور اغېز وکړي.
د جهاد او کورنيو جګړو پر مهال اسلام پالو او جهادي ګوندونو تر ډيره د قبیلو،، قومونو او توکمونو ټولنې ته ورته والی درلود او په ټولنه کې یې نظم او پلان نه درلود. د دوی د مشرانو له وژل کېدو وروسته ډېری دغه ګوندونه په څو برخو ووېشل شول او سقوط شول، لکه د اسلامي جمعیت ګوند او اسلامي وحدت ګوند.
د ګوند د وړتیا بل اړخ له ټولنیزو-اقتصادي سازمانونو لکه د کارګرانو له اتحادیو او د کروندګرو له اتحادیو سره د اړیکو پیچلتیا او ژورتیا ده، چې د مختلفو خلکو ملاتړ او پاملرنه راجلب کړي. افغان ګوندونه دا ډول وړتیا نه لري.
د سیاسي ګوندونو د وړتیا بل اړخ دا دی، چې غړي او فعالین یې تر ډیره بریده ګوند، ګوندي ګټو او ګوندي نظریاتو ته وفادار وي. په افغانستان کې د ګوند غړي له دې مخکې چې د ګوندي ګټو په اړه فکر وکړي، د خپلو شخصي، کورنیو او قومي ګټو په اړه فکر کوي او ګوند او نظریاتو ته یې وفاداري نه لري.
په تېرو شلو کلونو کې د سياسي ګوندونو د جوړولو لپاره له مناسبو شرايطو سره سره، هېڅ ځواکمن او با نفوذه ملي ګوند جوړ نه شو، چې د سياسي چارو کارپوهان يې لاملونه دودیزه ټولنه، محافظه کاري او قوم او توکم ته له بریده زیاته وفاداري ګڼي.
د سیاسي ګوندونو په نشتوالي کې د طالبانو د ډلې په بیا راتګ سره داسې ښکاري چې د هرې ورځې په تېریدو سره سیاسي نازک وضعیت لا پسې ژوریږي. که څه هم موږ د طالبانو ډلې ته سیاسي ګوند نه شو ویلای، خو دا یوه پوځي-سیاسي بنسټپاله ډله ګڼل کېدای شي، چې ډیری غړي یې تردې مخکې چې د دې ډلې ارمانونو او ایډیولوژۍ ته وفاداره وي، د دې ډلې خپل منځي ډلو ټپلو، خپلو قوماندانانو، قوم او کلي ته وفاداره دي. دا پاراډوکس او په ډلو وېشل کېدل به په نږدې راتلونکي کې د سیاسي وضعیت د نازکوالي، جوړښتي کمزورتیا او بالاخره د سقوط لامل شي.
د یو نظام سیاسي ثبات په سیاسي برخه کې د ګوندونو په وړتیا او پیاوړي حضور پورې اړه لري. یو ګوند، په خپل وار سره د دې وړتیا لري چې د پرګنو بنسټيز ملاتړ ولري. هغه هیوادونه چې سیاسي ثبات ته رسیدلي دي، په هغو کې هرو مرو ځواکمن ګوندونه حضور او فعالیت لري، لکه د امریکا په متحده ایالتونو کې دیموکرات او جمهوري غوښتونکي ګوندونه او په بریتانیا کې محافظه کار او کارګر ګوندونه.
د ځواکمنو سیاسي ګوندونو په نشتوالي کې افغانستان له څو لسیزو راهیسې له ناسم سیاسي وضعیت سره مخ دی او په پایله کې یې سیاسي پرمختګ نه دی شوی. دودیزه او محافظه کاره ټولنه، قومي او قبیلوي وفاداري، د سیاسي پرمختګ نشتوالی، فکري فقر او د سیاسي نبوغ او بصیرت نشتوالی د دې لامل شوی دی افغانستان د یوه ځواکمن سیاسي ګوند په جوړولو کې پاتې راشي، چې پایله یې سیاسي نازک وضعیت او ناورین دی چې په پرلپسې توګه په هېواد کې د نطامونو د سقوط لامل کېږي.