د ازادۍ جبهې په کابل کې د ۳ طالبانو د وژلو ادعا وکړه

۸صبح، کابل: د افغانستان د ازادۍ جبهې تازه ادعا کړې، چې ددې جبهې ځواکونو په کابل ښار کې، د طالبانو پر یوه پوسته برید کړی، چې له امله یې درې طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د ازادۍ جبهې په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه برید نن چهارشنبه سهار مهال ۴:۳۵ بجې (غوایي ۲۰ مه) د کابل ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند، د برښناکوټ په سیمه کې شوی دی.
د ازادۍ جبهې دا نه دي ویلي چې په دې برید کې د دوی ځواکونو ته زیان اوښتی که نه.
په وروستیو ورځو کې د طالبانو پر پوستو د ازادۍ جبهې بریدونه زیات شوي دي.
د آزادۍ جبهې ځواکونه ادعا کوي چې د دوشنبې په شپه يې هم، د کاپیسا ولایت په مرکز کې د ولایت پر ودانۍ، د راکټي برید په ترڅ کې، درې طالبان وژلي دي.
د آزادۍ جبهې په داسې حال کې پر طالبانو خپل بریدونه زیات کړي، چې تېره میاشت د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې، له طالبانو سره په سخته جګړه کې، د دې جبهې ۸ سرتیري د پوځي قومندان په ګډون، ووژل شول.