• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۵ لړم ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

راتلونکې چې ما اندېښمنوي

فاطمه احمدي فاطمه احمدي
۱ زمری/اسد ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶ [t_time:1784808851]
Pexels

Pexels

کله کله ځان په بې خیالۍ وهم څو دردونه او خنډونه راته ښکاره نه شي؛ ځکه دردونه او خنډونه مې ځوروي. څومره چې خپل چاپېریال ته ډېر وګورم، هومره ښه پوهېږم چې څوک یم او څه زغمم. ډېری مهال داسې تصور کوم چې هر څه سم دي، هر څه عادي روان دي او زه هم د یوې عادي نجلۍ په توګه خپل ژوند ته دوام ورکوم. په کور کې له پلار او مور سره مرسته کوم، په زده‌کړو کې له خپل کوچني ورور سره کار کوم او خپل وزګار وخت په انځورګرۍ او یو څه د کتابونو په مطالعې تېرووم.

خو کاش تل مې هر څه ښه تصورولی شوای. نه کېږي؛ زه ونه توانېدم. ان کله چې همدا کوچني کارونه کوم، راپه زړه شي چې زما او زما د هیلو پر مخ دروازې تړلې دي. کله مې چې یو کتاب لوسته، یوه جمله مې مخې ته راغله چې لیکلي و انسان د هرې ورځې په تېرېدو ډېر څه زده کوي او پوهاوی یې زیاتېږي. خو که ځان ته وګورم، بیا داسې نه ده. څلور کاله مخکې د ښوونځي په نهم ټولګي کې وم او اوس مو هم ښوونځی پر مخ تړلی دی؛ خو ورور مې چې له ما دوه کاله شاته و، اوس د دولسم ټولګي زده‌کوونکی دی او راتلونکی کال د کانکور ازموینه ورکوي. خو زه نن کورناستې شوې یم. دلته دا پوښتنه راپورته کېږي چې زه، که نجلۍ یم، په کوم جرم زده‌کړې نه شم کولی؟

کله چې په کورنۍ کې وینم چې پلار مې یو وخت ټول زده‌کړ ته هڅولو، اوس پوهېږم چې نور ماته دومره پام نه کوي او ورور ته مې سپارښتنه کوي چې درس ووايي او ښه راتلونکې جوړه کړي، څومره هم چې هڅه وکړم ځان ارام وساتم، بیا هم نه شم کولی چې دا محدودیت له پامه وغورځوم. بې اختیاره مې ستونی راډک او نړۍ مې تیاره شي. په ډېرې سختۍ ځان کنټرولم څو نور زما له کبله غمجن نه شي او په یوې پلمه له خونې وځم. له ځان سره وایم: ارامه اوسه، حتماً به یوه ورځ ته هم درس ووایې، خپلو هیلو ته به ورسېږې او ازاده به شې.

څومره ورځې چې تېرېږي، نه ښکاري چې پرمختګ مې کړی وي؛ بلکې انګېرم چې هره ورځ مې وخت بې ځایه تېرېږي او زه هېڅ هم نه شم کولی. زده‌کړه ماته خپلو هیلو ته د رسېدو زینه وه. زده‌کړو راته ښوده چې ځان وپېژنم او ولې دغې نړۍ ته راغلې یم. خو نن له کوم جرم پرته د ټولنې نیمايي برخه نه شي کولی زده‌کړې وکړي.

په قرآن‌کریم کې لومړنۍ توری « اقرأ» دی؛ یعنې ووایه. په ډېرو کتابونو او نورو ځایونو کې هم راغلي چې د پرمختګ یوازینۍ لار زده‌کړه ده. انسانان په عقل او پوهې له نورو ځناورو بېلېږي. خو زما په هېواد کې بیا نه پوهېږم چې څه روان دي چې د ټولنې نیمايي برخه له خپل بنسټيز حق څخه محرومه ده. نن پنځم کال دی چې ټول چوپ دي او هېڅ نه کوي. که همداسې مخکې لاړ شي، زموږ افغان نجونو او ښځو راتلونکی به څنګه کېږي؟

کله چې پر خپلې راتلونکې فکر کوم، داسې څوک وینم چې نن یم؛ ښايي له دې هم بدتره. له خپلو هیلو ډېره لرې یم او نه پوهېږم چې څه به کېږي. یوازې هیله لرم داسې ورځ راشي چې د وطن ټولې نجونې وکړای شي زده‌کړې وکړي، ازادې وي او خپلو هیلو ته ورسېږي. زه باوري یم چې تیاره تلپاتې نه وي او رڼا هم راتلونکې ده. تر هغې هڅه کوم خپله هیله له لاسه ورنه کړم. د پرمختګ لپاره مې چې څه له وسه وي، وبه یې کړم او نوي څه به زده کړم.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

روسیې د اوکرایین د ۲۳۰ بې‌پیلوټه الوتکو د نسکورولو خبر ورکړ
بهرني خبرونه

روسیې د اوکرایین د ۲۳۰ بې‌پیلوټه الوتکو د نسکورولو خبر ورکړ

۲۴ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794768499]
تهران له طالبانو سره د کرنیزو همکاریو د پراختیا غوښتنه وکړه
خبرونه

تهران له طالبانو سره د کرنیزو همکاریو د پراختیا غوښتنه وکړه

۲۴ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794768018]
ایران: روسیه او چین په سیمه کې د امریکا اقدامات ناقانونه ګڼي
بهرني خبرونه

ایران: روسیه او چین په سیمه کې د امریکا اقدامات ناقانونه ګڼي

۲۴ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794766282]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • د افغان جګړې ورځني تلفات یو ځل بیا لوړ شوي دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • فارم‌لرونکي: شمال کې د کبانو د روزنې صنعت وده کړې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • له ۱۸ کالو زده‌کړو وروسته ناهیلي او سرګرداني؛ یو ځل بیا به پر خپلو پښو ودرېږو؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.