د غور – کابل لویه لار د واورو له امله وتړل شوه

۸صبح، غور: غور ولایت کې سیمه‌ییزې سرچینې د واورو د ورېدو له امله د غور – کابل لویې لارې د تړل کېدو خبر ورکوي.

سرچینې دوشنبه د مرغومي پر پنځمه نېټه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې په بکک کوتل کې د تېرې شپې د واورو له امله د غور – کابل لویه لار د تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.

غور کې د طالبانو ځایي مسوولانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ویلو ده، چې د بکک کوتل د غور – کابل لویې لارې له سختې برخې څخه ده.

ورته لیکنې

Back to top button