حکومت پر ولسي جرګې د فـشار کـړۍ تنـګـوي

لیکنه: حسیب بهش، ژباړه: م. ظریف صمیم

ولسي جرګې ته نږدې سرچینې وايي چې حکومت د بودیجې د تصویب لپاره پر جرګې فشارونه زیات کړي دي. د سرچینو په وینا، په حکومت کې چارواکو تصمیم نیولی چې د ولسي جرګې په غړو پورې اړوند وګړي او همداراز هغه کارکوونکي چې له وکیلانو سره اړیکې لري له دولتي دندو ګوښه کړي. همداراز په حکومتي ناستو کې ویل شوي، د هغو انتصابي سناتورانو په هکله چې د جرګې له غړو سره اړیکې لري هم تصمیم ونیول شي. دا په داسې حال کې دي چې د ۱۴۰۰ کال د بودیجې د مسودې د تصویب پر سر اختلافاتو د اواري لپاره د مشرانو جرګې، د ملي امنیت شورا، په پارلماني چارو کې د دولت وزارت او آن د ولسمشرۍ د چارو ادارې منځګړیتوب بې پایلې و. ټاکل شوې د مالي کال د بودیجې مسوده ډېر زر بیاځلې د کابینې له تایید وروسته ولسي جرګې ته ولېږل شي. خو د ولسي جرګې غړي همداراز پر خپلو سرو کرښو ټینګار لري او باوري دي چې د وړاندیزي اصلاحاتو د نه اعمالولو په صورت کې به بودیجه د تایید رایه ترلاسه نه کړي. دوی د ولسي جرګې د صلاحیتونو د محدودولو او تر کنټرول لاندې راوستو لپاره د حکومت هڅې بې ګټې بولي او وايي چې مقننه قوه به هېڅکله د اجراییه قوې فرمان منونکی نه شي.
د ولسي جرګې له خوا د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې په پرلپسې ردولو سره، د اجراییه او مقننې ترمنځ مخالفت زیات شوی دی. اوس ځینې سرچینې وايي چې حکومت د ولسي جرګې پر غړو د فشار کړۍ تنګه کړې ده. د دغو سرچینو په خبره، که څه هم د جرګې له غړو سره په رسمي توګه دا موردونه نه دي شریک شوي، خو چارواکو ته سپارښتنه شوې چې د ولسي جرګې د غړو خپلوان له دولتي دندو ګوښه کړي. سربېره پر دې، په ولسي جرګه کې ځینې سرچینې وايي چې په حکومت کې چارواکو پر هغو کارکوونکو چې د ولسي جرګې له غړو سره اړیکې لري فشارونه زیات کړي دي. د ولسي جرګې د یوې سرچینې په وینا، آن ټاکل شوې د هغو انتصابي سناتورانو د برخلیک په هکله چې د ولسي جرګې له غړو سره نږدې اړیکې لري هم تصمیم ونیول شي.
دا په داسې حال کې دي چې په وروستیو ورځو کې، لږترلږه څلورو مراجعو د بودیجې مسودې د تصویب د بندون ماتولو لپاره منځګړیتوب کړی دی. له دې مخکې د مشرانو جرګې رییس عبدالهادي مسلم یار د ولسي جرګې له رییس میررحمان رحماني سره په کتنه کې ددواړو قوو ترمنځ د مخالفت پر پای ته رسېدو ټینګار کړی و. که څه هم د ولسي جرګې رییس ویلي و چې له حکومت سره د مقابلې نیت نه لري، خو د هغه په وینا، له خپلو صلاحیتونو کار اخلي او اجازه نه ورکوي چې مسایل د شخصي سلیقو پر بنسټ د ملي شورا له تصویب پرته اجرا شي. سربېره پر دې د سرچینو په وینا، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ګل پاچا مجیدي او د ولسمشرۍ د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي په فردي توګه د ولسي جرګې له غړو سره کتلي او د وروستي بندون د ماتولو په اړه یې خبرې کړې دي. له بلې خوا، ولسي جرګې ته نږدې سرچینې وايي چې دغو بحثونو کومه پایله نه ده لرلې. له دې مخکې د ولسمشر غني لوړپوړي سلاکار وحید عمر ویلي و چې د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې د تصویب په اړه له ولسي جرګې سره خبرې روانې دي.
که څه هم د ولسي جرګې غړي ددغو مسایلو په اړه څه نه وايي خو د بودیجې په مسوده کې د وړاندیزي اصلاحاتو پر شاملولو ټینګار لري. د ولسي جرګې دوهم منشي حجت الله خردمند د مرغومي په پنځمه نېټه ۸صبح ته ووېل چې پر نورو اصلاحاتو سربېره اړتیا ده چې د معاشونو د یو شان کولو طرحه برابره شي. هغه زیاته کړه چې په یوه اداره کې د یوې کچې دوو کارکوونکو ته دوه ډوله معاش ورکول عادلانه نه دي او اړتیا ده چې ددې موضوع لپاره حل لاره ولټول شي. ښاغلي خردمند زیاته کړه چې حکومت د جرګې مصوبو ته پام نه کوي او آن د کوډونو په هکله په بودیجه کې مالومات نه ورکوي. هغه جوته کړه چې ښایي حکومت د احتیاطي او پالیسۍ له کوډونو په مناسبه او ښه توګه استفاده کړې وي، خو باید د اولس استازو ته حساب ورکړل شي چې خلک پوه شي دا پیسې چېرته تللې دي.
د ښاغلي خردمند په وینا، د بودیجې د سند په بحث کې د ولسي جرګې د غړو شخصي مسایل مطرح نه دي او د خلکو استازي د مقننه قوې د وضعیت په اړه اندېښمن دي. له دې مخکې داسې خبرونه خپاره شوي وو چې ګواکي میررحمان رحماني او د جرګې یو شمېر نور غړي د دوی د وړاندیزي پروژو د لیرې کولو له امله د بودیجې د مسودې پر ردولو ټینګار لري. د ولسي جرګې د دوهم منشي په خبره، په اوسني وخت کې د اجراییه او مقننه قوې ترمنځ د مقابلې بحث مطرح نه دی، بلکې جرګه د څارونکي په توګه عمل کوي او دا یې د صلاحیتونو یوه برخه ده. حجت الله خردمند جوته کړه چې د اساسي قانون له مخې، د اداري بنسټونو جوړول، ادغام او تعدیل د ولسي جرګې صلاحیت دی، خو حکومت دې موضوع ته پام نه کوي. که څه هم هڅه وشوه چې په دې اړه د ولسمشرۍ دفتر نظر هم واخیستل شي، خو مسوولینو تر وروستیو شېبو ځواب رانه کړ.
د بودیجې لومړۍ مسوده د روان کال د مرغومي په لسمه د رایو په اکثریت سره د ولسي جرګې له خوا رد شوه. د ولسي جرګې غړو د بودیجې د لومړۍ مسودې له ردولو وروسته جوته کړه چې په بودیجه کې ۱۷ سرغړونې شته او باید اصلاح شي. جرګې هغه وخت د نوي مالي کال بودیجه ناعادلانه او نه متوازنه وبلله او د یو شمېر پرمختیايي پروژو او د دولتي کارکوونکو د معاشونو د طرحې ورزیاتولو غوښتنه یې وکړه. که څه هم په دوهمه مسوده کې د ۱۴۰۰ مالي کال په بودیجه کې کابو ۲۰ میلیارده افغانۍ زیاتې شوې، خو د ولسي جرګې غړو دا مسوده هم د مرغومي په ۲۷مه نېټه رد کړه. د ولسي جرګې غړو په عمومي غونډه کې ووېل چې د اوولسو موردونو سرغړونو پر نه اصلاح سربېره په بودیجه کې د سرغړونې دوه نور موارد هم ورزیات شوي دي.
د وېلو ده چې د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې په دوهمه مسوده کې ټوله بودیجه ۴۷۳ میلیارده افغانۍ ده چې ۳۱۱ میلیارده او ۱۹۹ میلیونه یې عادي او ۱۶۱ میلیارده او ۸۴۲ میلیونه یې پراختیايي بودیجه ده.

ورته لیکنې

Back to top button