د پاکستان دولت سپین بولدک کې ډزې د طالبانو کار بللی او غندلی یې دی

۸صبح، کابل: سپین بولدک کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د خونړۍ نښتې په هکله د راپورونو له خپرېدو یوه ورځ وروسته د دغه هېواد لومړي وزیر طالبان ګرم بللي دي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دوشنبه د ډسمبر پر ۱۲ خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، چې طالبانو په سپين بولدک کې پر ملکي وګړو ډزې کړې دي. هغه دا برید غندلی دی.
د افغانستان په چارو کې د پاکستان د دولت ځانګړي استازي محمد صادق خان هم یکشنبه شپه د لیندۍ پر ۲۰ د یو لړ ټویټونو په خپرولو سپین بولدک کې پر ملکي وګړو د طالبانو ډزې غندلې دي.
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي ویلي، طالبانو ته خبر ورکړل شوي چې په راتلونکي کې د داسې پېښو له تکراره مخنیوی وکړي.
د ځایي سرچینو د ترټولو تازه معلوماتو له مخې تېره ورځ د کندهار په سپین بولدک دروازه کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ په دوو جلا نښتو کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.