د طالبانو حکومتولي او ليدلوری د يوه «ښه طالب» د څرګندونو په رڼا کې!
نسیم پیاوړی

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنيو د څارنې رييس مولوي عبدالحق حماد د طلوع ټلویزیون د دې اونۍ د « سراچه» خپرونې میلمه و.
ښاغلی حماد د طالبانو د دویم ځلي واکمنۍ په دويمه ورځ لومړنی طالب مطبوعاتي فعال و، چې د طلوع نیوز پر پرده يې له یوې ښځینه ویاندې سره مرکې ته څرګند او په تشويقي پيغامونو يې د طالبانو د نرمښت او بدلیدو خبرې وکړې.
نوموړي په هغه مرکه کې د طالبانو د عمومي بښنې فرمان تشریح کړ او خلکو سره د دې ډلې د تعامل او نرم چلند ژمنې وکړې.
د طالبانو د دفاع د وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد له بيا- بيا یادولو سره څرګندیده، چې دغه طالب مطبوعاتي څېره د نوموړي ډلې سره تړاو لري.
عبدالحق حماد وروسته د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنيو د څارنې رييس وټاکل شو، چې تر اوسه په همدې دنده بوخت دی.
د نورو طالب وياندويانو او چارواکو په پرتله په رسنيزو بحثونو کې نرمو خبرو او استدلال ښاغلی حماد د يوې « منځلاري» طالب څېرې په توګه معرفي کړی و.
له « سراچه» خپرونې سره مې د نوموړي مرکه په دې نيت ولیده، چې د « ښو يا تغير منونکو طالبانو» د موجودیت له ادعاوو سره د همداسې یوه مطرح طالب له نظرياتو او ليدلوري سره اشنا شم.
دلته به د ځینو مسایلو په اړه د ښاغلي حماد څرګندونې نقل او له مخې ېې د طالبانو د حکومتولۍ بڼه او لیدلوری وارزوو.
د مېلمه د خبرو د پام وړ ټکي:
ښاغلي حماد په دې ټولنیزه( پخوا بوختونکې) خپرونه کې د رسنيو پر وړاندې د خپل رياست د چال چلند په اړه ډېر وپوښتل شو.
هغه د ټلويزونون پر پردې د ښځينه او نارينه وياندويانو د نه څرګندیدو د پریکړې دفاع وکړه او دلیل ېې دا و، چې دا کار د « اسلامي شريعت» خلاف او « فتنه زیږونکی» دی.
ښاغلي حماد په دې اړه د جوماتونو پر ملا امامانو استناد وکړ او د خپرونې کوربه ته ېې وویل:« رسنيو ته مو ویلي، ځئ د خپل جومات ملا وپوښتئ چې خپرونې او په دفترونو کې د نارينه او ښځينه همکارانو کاري دفترونه او تعامل مو څنګه دی، څنګه چې هغوی درسره ومنله، موږ راضي يوو.»
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنيو د څارنې لپاره د طالبانو رييس په رسنيو کې له سکرین وراخوا د ښځینه وو د کاري چاپېريال په اړه نیوکې وکړې او ویې ویل، چې همدا نن ورته د يوې رسنۍ کارمندې نجلۍ له کاري چاپيريال څخه شکایت وکړ او ويې ويل، چې دفتري مشرانو له دغه چاپېريال سره د نه توافق له امله په بله پلمه له دندې ګوښه کړې ده.
مولوي حماد دا هم وويل، چې يادې نجلۍ د خپلو نورو ښځينه همکارانو د ټیک ټاک ویډیو ګانې ور وښودې، چې د تلویزیون پر پردې له با حجابه را څرګندیدو سره لا هم دوی په دفترونو کې نارینه همکارانو سره« اختلاط» او په ټیک ټاک کې داسې ویډیو ګانې خپروي، چې لبسیرین او سپیده ېې کارولي وي.
مولوي حماد بيا- بيا ټينګار وکړ، چې د نارینه او ښځینه همکارانو« اختلاط» فتنه جوړوي.
هغه په دې اړه تر دې حده توضيحات ورکړل، چې په باور ېې د هلکانو او نجونو« اختلاط» هلکان د نجونو د خوشالولو لپاره جرایمو ته مجبوروي.
د نجونو او هلکانو د « اختلاط» د مخنيوي لپاره د طالبانو د دغه مقام بله حواله د افغانستان پر کليوال ژوند وه، چې د ده په وینا هلته هلک او نجلۍ نه سره غږيږي او نه هم خاندي.
هغه د یو شمېر رسنیو د مشرانو د غیابي محکمې اوازې رد خو له نوم اخیستو پرته دغه رسنۍ« غیر مطرح، د نړيوالو قوانينو ناقضين، د اسلامي ارزښتونو او ملي یووالي مخالفان…» وبلل او ويې ويل خلکو ډېر شکایتونه ورڅخه لرل، خو دوی ونه تړلې، د « اصلاح» ډېر فرصتونه هم دوی او هم ېې محکمې ورکړي او تمه لري، چې يادې رسنۍ له دغو فرصتونو ګټه واخلي.
ښاغلي حماد د طلوع پروګرام چلوونکي ته د دوی پر ټلویزیون لومړی قيودات رد کړل، خو وروسته ېې وويل:« تاسې مو خپل ګڼلي ياست، چې ډېرې تمې درڅخه لرو، کنه یو بل ټلویزیون ته مو د کارکوونکو د معاشونو د نه ورکولو له امله د تړل کیدو خبرداری کړی.»
نوموړي د طلوع له خپرونو څخه ده ته پر موبایل د زرګونو تنو د شکایتونو د رسیدو ادعا وکړه او د رسنيو په اړه ېې د طالبانو له یوه باور څخه غیر آګاهانه پرده پورته او وویل:« ستاسې مايک او کامره له اټوم څخه ډېر خطرناک دي.»
هغه د طالبانو د استخباراتو ادارې له لوري د خبریالانو د بیولو خبره تر دې سخته کړه، چې دغه د استخباراتو له لوري په نښه شوي خبریالان یې په استخباراتي، جاسوسي او نورو داسې کړنو تورن کړل، چې ګواکې« شخصي حرمت ته ېې د درناوي لپاره» د هغوی د قضيو په اړه نه غواړي وغږيږي.
د طالبانو دغه مطبوعاتي مقام د طلوع وياند ته دا هم وويل، چې د دوی رسنۍ بايد ډېره« اصیله» وي، خو له دې کلېمې څخه ېې خپل هدف روښانه نه کړ.
هغه د دغې رسنۍ ډېر مېلمانه « سیکلولران او د یوه نظام په توګه پر اسلام ناباور لرونکي» وګڼل.
د طلوع وياند د خپرونې په یوه برخه کې له اسويلي سره ورته په مانا دار انداز وويل:« مجبور يوو ځېنې خبرې وخورو…»
د عبدالحق حماد په خبرو کې د محصلينو نجونو د په کور کیدو موضوع هم بحث شوه، چې هغه محصلینې په « بې حجابۍ» تورنې او د طالبانو اداره په موقت ډول د دوی د په کور کولو پریکړې ته مجبوره وګڼله.
هغه د طالبانو له واکمنيدو سره پر موسیقۍ د بنديز له امله د سلګونه بې کاره شويو هنرمندانو د بې سرنوشتۍ په اړه هم خپل لیدلوری بیان کړ.
ده دغه هنرمندان په « نا مشروع او غير شرعي ډول» په عايد پيدا کولو تورن کړل او د دوی کورونه يې« له جنجالونو ډک» او اولادونه یې« بې تربيه او چهار عيب شرعي» وګڼل.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې د طالبانو د لوړو زده کړو د پارونکي وزیر شېخ ندامحمد ندیم او د طالبانو د منتقدې سياستوالې فوزیه کوفي په اړه هم تبصرې لرلې.
هغه شیخ نديم له ټولو نظرياتو سره ېې«د درناوي وړ، مجاهد او عالم مشر» وباله، چې په وینا یې پر دوی ېې د « اسلامي امارت» د پالیسۍ په اساس اطاعت« واجب» دی.
مولوي حماد فوزیه کوفي ته دا زشته سپارښتنه لرله:« ملي ګټو ته دې کار وکړي او خپل عزت او ابرو دې وساتي.»
ارزونه:
د طالبانو دغه مطرحه څېره خپله شاهدي ورکوي، چې د دوی حکومتولي او ليدلوری سلګونه تناقضات لري. ملا حماد له يوې خوا مخکې له دې چې د دوی محکمې پريکړه کړې وي ځینې رسنۍ په تر ټولو سختو تورونو تورنوي، له بلې خوا د فرصت ورکولو خبره یې کوي، هم مهاله د يوې عادي ستونزې ( د کارکوونکو د معاشونو د ځنډ له امله) د یوه ټلویزیون د تړلو ګواښ کوي او په عین حال کې د طلوع وياند ته پر دوی د اضافي قيوداتو دليل له دوی څخه « د طالبانو ډېرې تمې» او « ګیله له خپلو کیږي» عامیانه اصطلاحات کاروي.
هغه له رسنيو د طالبانو د وېرې شدت بيانوي او « تر اټوم خطرناک» یې بولي، کارکوونکي يې ان په جاسوسۍ تورنوي، په دفترونو کې یې د نارينه او ښځينه همکارانو ادعا شوی « اختلاط» هم تعقيبوي، خو ناراضه ښځينه کارکوونکو سره ېې په خپل دفتر کې ويني او ځانته حق ورکوي، چې د رسنيو د ښځينه همکارانو د په کور کولو د راتلونکو پلمو لپاره د هغوی د نورو ښځينه همکارانو په وسيله د دوی شخصي ټيک ټاک وڅاري او وويني، چې په ويډيو ګانو کې « لبسیرین او سپیده» کاروي کنه؟
د طالبانو دغه مقام د رسنيو د ارزونې معيار هم په يو ډول ده ته پر شخصي واټسپ استول کيدونکي پيغامونه بولي، يانې کومه اداره، مشخص اصول او ارزونه نشته، هر ملا ته چې څومره ملايان او دوستان د چا په اړه څو پيغامونه وکړي، د همدغو پيغامونو په اساس چلند به ورسره کيږي.
دا معیار تر دې حده روښانه دی، چې حتا د رسنيو په اړه د طالبانو لخوا د رسنيو د څارنې رييس يې په ټلويزوني خپرونه کې بيانوي او ښکاره وايي چې رسنۍ دې خپل نشراتي اصول او معيارونه د جومات په يوه ملا امام وټاکي.
د دغه « منځلاري او ښه طالب» له خبرو او استدلال څخه څو ټکي خورا ښه څرګنديږي:
_طالبان د یوه مذهبي ايډيالوژيک جریان په توګه، د پرون په شان نن او سبا هم افغانستان په تور او سپين يا « طالب او غیر طالب» وېشي، چې هر غیر طالب پکې« کافر، بې عزته، بې ادبه، منفور، له طالب کيدو پرته نه بښل کیدونکی او نه پخلا سمیدونکی» دی.
د دې تر څنګ په هر حالت، هره خبره، هره موضوع او هر ډول اقدام کې ځان« په حقه» بولي او حتا دا تصور نه کوي او نه زغمي، چې دوی هم نېمګړي دي، تېروتنه کوي او د چا مشورې يا نظر ته اړتيا لري.
_د طالبانو له خبرو او کړنو ښکاري، چې حتا منځلاري يا ښه طالبان هم د چا استدلال نه مني. د دوی لپاره هم د اختلافي مسايلو د حل مرجع د جومات ملا، د کلي خلک او په ټوله کې شاتګ خوښونکي او دود پاله خلک دي.
_د طالبانو قانون د دوی لخوا د « اسلامي شريعت» هماغه بڼه ده، چې دوی يې تفسيروي. دوی په دې ښه پوهيږي، چې د خلکو لخوا د يوه جوړ شوي مدون او روښانه قانون په موجوديت کې نه د حکومتولۍ فرصت لرلای شي، نه سياسي حضور او نه د ټولنې پر روښانه قشرونو او حتا عامو خلکو برتري يا لږ تر لږه ورسره په یوه سوله ییز چاپېریال کې د ژوند او تعامل ظرفیت.
_د حکومتولۍ او په ټوله کې ژوند او دنيوي تعاملاتو په اړه د طالبانو ليدلوری په اساساتو کې له هر ډول استثنا پرته خورا روښانه دی. طالبان« طالبان» دي، « ښه او بد» نه لري، دوی ته د طالبي اړیکې په اساس هغه ملا « واجب الاحترام» دی، چې پر نېمايي ملت ( میلیونونه نجونو او ښځو) ښوونځي او پوهنتونونه تړي او پر برخليک ېې لوبې کوي… خو ټول منتقدین، هنرمندان او حتا کورنۍ ېې له دې امله « سیکولران، بې دینه، بې تربیه، حرام خواره او بې عزته» بولي، چې د دوی غوندې فکر او نظر نه لري.