د بې پیلوټه الوتکو ګزمې او د متحده ایالاتو لخوا د B-52 ډوله الوتکو هوایی څارنه د طالبانو د لوبې بدلیېدونکي کارت ماهیت باندې پوهېدو لپاره یوه نښه ده. هغه هم په داسې حال کې چې طالبان تر سخت داخلي او بهرني رواني فشار لاندې دي، دا هوايي څار څه مانا لري؟
اصلي ګومان داسي کېږي چې د طالبانو د افراطي مشرانو، په ځانګړې توګه د حقاني شبکې د مشرانو لرې کول دي، چې د آی اس آی تر مستقیم نفوذ لاندې دي، د دوحې د موافقې د ګډوډولو لپاره به وي چې د امریکا او پاکستان د لاس لاندې طالبانو ترمنځ شوی ده. د حقاني شبکې په افراطي مشرانو کې د سراج الدین حقاني په ګډون چې د دې شبکې اصلي مشر دی، د هغه وروڼه، ماماګان، ترونه او د دی ډلې نور نږدې خلک شامل دي. دغې تروریستي شبکې تل پاکستان ته د یوه ویجاړوونکي بنسټ په توګه خدمت کړی او د خونړیو بریدونو په ترسره کولو سره یې ځانګړی تخریبي او ترهګریز ظرفیت لري. سراج الدین حقاني چې د «خلیفه» په نوم هم یادېږي، د طالبانو په نظام کې یو بل حکومت دی او د ای اېس ای په وړاندیز د ځانګړو تاکتیکونو له مخې د خپلو وفادارو ځواکونو له لارې د طالبانو نور مشران کنټرولوي. دا کار حقاني شبکې ته د دې زمینه برابره کړی چې له دولتي امکاناتو، د واک او دولت له سرچینو ګټه واخلي او د پاکستان نوې لوبې پلي کړي.
د دې پیچلې لوبې په لړ کې، په دې ناورین کې د ښکېلو لوبغاړو د هیلو پر وړاندې د وضعیت د پراختیا درې اصلي څانګې منځته راځي:
لومړی: د حقاني شبکه چې د خپل پوځي ځواک د پیاوړي کولو ترڅنګ د قدرت او د شتمنیو او عایداتو د سرچینو د ترلاسه کولو هڅه کوي، تر څو لوړ اقتصادي ځواک هم ولري. د طالبانو په نظام کې د کلیدي پوستونو په لرلو سره چې د عوایدو ښې سرچینې، سکتوري اداری، د کانونو او په ځانګړې توګه د مخدره توکو قاچاق، دغه شبکه د قدرت او شتمنۍ په یوه داسي ستنه بدله کړې چې انکار تري نشي کیدای. دا شبکه د لوړ ځواک او ویجاړونکي قدرت او خورا سختو پیروانو په درلودو سره د لوړ مقام ترلاسه کولو لپاره د جدول په سر کې ده. بدري لښکر چې د افراطي او تروریستي پوځي قطعې په توګه په اصل کې د دې شبکې اصلي پوځي مټ دی او د چټک غبرګون ځواک ګڼل کیږي، چې د واک له معاملې او طالبانو ته د کابل له سپارلو وروسته په عصري تجهیزاتو سمبال شوی او د جنګ لوي توان یې پیدا کړی دي.
دوهم، د ملا یعقوب ډله ده، چې له سیاسي اړخه داسي لېوالتیا لري چې په دې لړ کې له هندیانو، روسانو او ایرانیانو سره یې ښې اړیکې جوړې کړې دي. دغه څانګه د منصوري لښکر په نوم د پوځي ځواک په جوړولو سره له حقاني شبکې سره په سخته مقابله کې ده او لا هم د دواړو خواوو ترمنځ نښتې کېږي. د ملا یعقوب ډله د طالبانو د ډلي له مشرانو څخه جوړه شوې ده، چې له منځلارو مذهبي افکارو برخمنه ده، او تل د حقاني شبکې او د هغې د پلویانو له خوا د یوې معتدلې ډلې په توګه پرې نیوکې کیږي. ځکه دا ډله په واک کې د حقاني ډلې په پرتله ډېره سیاسي تجربه لري. ملا یعقوب له قطریانو، هندیانو سره هوکړې او ان د روسیې له تخنیکي ټیم سره د بګرام په هوايي ډګر کې د روسي الوتکو د بیا فعالولو لپاره د ملا یعقوب موافقې د دې ډلې لاره د پاکستان له ملاتړه د برخمنې شبکې (حقاني شبکې) څخه جلا کوي. که څه هم هغه هم له پاکستان څخه راغلی وه.
دریمه ډله چې د ملا برادر په مشرۍ یو حرکت دی او د طالبانو مشهور شخصیتونه لکه عباس ستانکزی، ملا محمد حسن او امیر خان متقی په کې شامل دي، د طالب جنګیالیو په اړه بل نظر لري. تر یوې اندازې پورې دغه څانګه توانیدلې ده چې له ګاونډیو او سیمې سره په منځلاري توب اړیکې ټینګې کړي. د دغې ډلې دغه برخه پوځي وړتیاوې نه لري او داسې ښکاري چې د دغه افراطي او تروریستي غورځنګ یوه بله برخه جوړوي.
اوس پوښتنه دا ده چې ولې د حقاني شبکې مشران تل تر څارنې لاندې او په نښه کېږي؟ ویل کیږي چې دوه شپې وړاندې هم د امریکا بې پیلوټه الوتکې د سراج الدین حقاني تره خلیل حقاني په نښه کړ.sکه دا خبر ریښتیا وي او تایید شي، نو دا په ډاګه کوي چې د حقاني شبکه د لوبې د دوام لپاره یوه ننګونه ګڼل شوې ده او هڅه کېږي چې د دې شبکې د مشرانو په منځ کې تشه رامنځته کړي او د دې شبکې پوځي ځواک کم کړي، په داسې حال کې چې نږدې ده د طالبانو واکمني د حقاني په واکمنۍ بدله کړي – د القاعدې پخواني مشر ته په پناه ورکولو سره د حقاني شبکې د لوبې اصول بدل کړي او ښايي په نږدې راتلونکي کې د دې شبکې نور مشران هم په نښه شي.
په واک کې د طالبانو د موجودیت په نږدې یو کال کې د دغې ډلې ټولې درې څانګې په بېلابېلو موخو سره درې بېلابېلې لارې تعقیبوي. د کندهاریانو ډله د حقانیانو د له مینځه تلو هوډ لري او دا ستونزه په عمده توګه د حقانیانو د واک او شتمنیو د کنټرول او انحصار له امله ده. په عین حال کې، کندهاریان ممکن د مقاومت جبهې او له هیواد څخه بهر سیاستوالو سره خبرو اترو ته حاضر شي. دا به د افغانستان د کنټرول لپاره امریکایانو په مستقیمه اشاره وي چې ورو ورو د دوي د ولکي څخه په وتو وو، یو ځل بیا د امریکايي ادارې د کنترول لاندی شي. په دې کار کې امریکا او قطر دواړه شامل دي چې په افغانستان کې د سیاست او سوداګرۍ په ډګر کې د پاکستان او متحده عربي اماراتو غیر مشروط انحصار پای ته ورسوي.
که دا کار ونه شي، ښايي حقاني ډله له دوه ګوني فشار سره مخ شي او د نورو ترهګرو ډلو جبهې جوړې شي. د افغانستان شمال له ډېرې مودې راهیسې د دا ډول لوبو لپاره ښه میدان دی. په عین حال کې چې د افغانستان شمال د څو ملیتنو تروریستي ډلو لپاره د تود بستر او مرکز په توګه بدلیږي چې د افغانستان د ګاونډیانو لپاره د ستونزو لامل کیږي، ځکه چې د امریکا دښمنان چین او روسیه تر ډیر فشار لاندې راشي، د حقاني ډلې بغاوت او د خلا رامنځته کول به د نورو ډلو د پیاوړتیا لامل شي. له یوې خوا به د تروریستي شبکې تر چتر لاندې د تاجک، ازبک او شرقي ترکستاني طالبانو د ډلو جوړیدل او له بلې خوا د داعش پیاوړي کیدل به د طالبانو بخت له منځه یوسي. که د مثال په توګه داسې سناریو رامنځ ته شي، د افغانستان د بې وزلو خلکو وینو ویالي به و بهیږي. د دې خطرناکې لوبې پای پټ دی، خو ښکاره خبره دا ده چې د طالبانو او نړیوالې ترهګرۍ د کارت لوبه به د سترو قدرتونو د تسلط د دوام وسیله وي.