د مخکیني نظام د امنیتي ځواکونو تر ړنګېدو وروسته، مخکیني سرتېري له ګڼو ستونزو سره مخ شول، یو شمېر یې د طالبانو له وېرې د هېواد پرېښودو ته اړ شول، ځيني یې د طالبانو له لوري ونیول شول او یا ووژل شول او ځینو په کور دننه د خپلې کورنۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بېلابېلو کارونو ته مخه کړه، خو یو شمېر یې په هېواد کې د بې روزګارۍ له امله د کار روزګار په موندلو هم نه دي بریالي شوي او له مجبورۍ یې د طالبانو د ځواکونو له لیکو سره یو ځای کېدو ته زړه ښه کړی، خو د طالبانو له لوري هم بېرته رټل شوي دي.
د مخکیني نظام د ملي اردو سرتېری عبدالوهاب یو له هغو کسانو دی چې د کار له نه پیدا کېدو وروسته، اړ شو چې د طالبانو له لیکو سره یوځای کېدو ته زړه ښه کړي. خو د ده په وینا، طالبانو په خپلو لیکو کې نه دی شامل کړی او په مخکیني نظام کې یې د کارکولو پیغورونه ورکړي او د ده له زارۍ کولو سره سره یې، په خپلو لیکو کې نه دی پرېښی او اوس پر نشو روږدی شوی دی.
ننګرهار کې د مخکیني جمهوري نظام د پوځ د یوه سرتېرې متفاوته کیسه؛ د عبدالوهاب په نوم شاوخوا ۲۶ کلن زلمی ۸صبح هغه مهال وموند، چې د جلال اباد ښار سراج العمارت بڼ ته څېرمه پر نشو د روږدو کسانو په یوه ډلګۍ کې ناست و.
عبدالوهاب وايي، د نظام له ړنګېدو وړاندې يې درې کاله د ملي اردو په لیکو کې دنده ترسره کړې، چې له دې لارې یې هم د خپلې کورنۍ لپاره نفقه پیدا کوله او هم یې هېواد ته خدمت کاوه.
د ده په وینا، له کله چې طالبانو واک ونیوه، پخوانۍ اردو او نظام ړنګ شو، نو تر ډېره خو ورسره د ځان او سر خوندي کولو وېره وه، خو له ډېرې اړې ورځې ان ننګرهار کې د طالبانو ځايي مسؤلینو ته ورغی چې په خپلو لیکو کې یې ونیسي او له دې لارې خپلو اولادونو ته یوه مړۍ ډوډۍ پېدا کړې.
هغه د دغه حالت کیسه ۸صبح ته داسې وکړه:« لومړی خو ډارېدم خلکو ویلي چې طالبان پخواني نظامیان وژني او همداسې پېښې ډېرې وشوې هم، زه هم پټ وم، مګر نور مې کورنۍ وږې شوله او زه اړ شوم چې دا خطر پر غاړه واخلم، لاړم طالبانو ته مې عریضه وکړه که ما خپلو لیکو کې ونیسي، څو ځلي ورغلم، اخر يې راته رټ ځواب را کړ او ویې ویل، چا چې تېر نظام کې عسکري کړي وي زمونږ په نظامي لیکو کې ورته ځای نشته.»
عبدالوهاب د خپل تېر ژوند په هکله وايي، له ښوونځي نه له فارغېدو سره سم يې په پخوانۍ ملي اردو کې دنده واخیسته، او پرتنخوا یې د کورنۍ او اولادونو ژوند ښه تېرېده او خورا خوښ وو.
د ده په وینا، واده يې کړی یو زوی او یوه لور لري، پخوا يې ژوند نسبتاً ښه و، خو د نظام تر نسکورېدو وروسته له خورا بدو ورځو سره مخ شوی،چې ان اوس په چرسو روږدی شوی دی.
نوموړی ۸صبح سره د مرکې پرمهال له جیبه کوچنی موبایل هم را وایسته،چې پوځ کې د سرتېرۍ د مهال انځورونه يې پکې وو. عکسونو کې په ونه لوړ او مټور ځوان ښکارېده، تور ویښتان، ږیره او لوی لوی بریتونه یې د پاموړ وو، خو اوسنی حالت یې له تېر حالت سره د پرتلی وړ نه دی او تر ښه ځېر کېدو وروسته، سړی پوهېږي چې دی هماغه په ونه دنګ او مټور د ملي اردو مخکینی سرتېری دی.
هغه داسې مهال له ۸صبح سره خبرې کولې، چې د چرسو شنه لوګي يې هوا ته پو کول او د خپلې ستړې ورځې د شکایتونو کیسه يې کوله.
شلېدلي کالي، پلاستیکي څپلۍ، ببر سر او تورو اندامونو يې د ځوانۍ مستې څپلې داسې ځپلې وې، چې د سترګو ګاټي يې کنجونو کې ورک و.
عبدالوهاب وايي:« دا شپږ میاشتې کېږي، چې په چرسو روږدی شوی یم، له ژونده مې زړه تور دی، نشې کمزوری کړی یم خو څه وکړم اوس پرې اوښتی یم، ښځه مې رانه کرکه کوي، بچیان مې نږدې نه را سره پرېږدي، وايي لومړی ځان وپېژنه او بیا بچیانو ته نږدې شه.»
هغه وايي، کورنۍ او خپل خپلوانو پخوا ورسره ډېرښه چلند کاوه، خو په خبره يې اوس دا هر څه بیخي بدل دي او ان ځان ته نږدې يې هم نه پرېږدي.
که څه هم دی پر چرسو د روږدي کېدو خبره کوي، خو کوم ځای کې چې نشه يې توکي کاروي، ډیری په پوډرو، هیروینو او د شیشې روږدي معتادان ناست وي.
مونږ هڅه وکړه، چې عکسونه يې هم واخلو خو عبدالوهاب و نه منله، ځکه په وینایې ویره لري چې په دې کار سره به تر دې هم له بدحالت سره مخ شي.
نوموړی وايي،غواړي چې نشې پرېږدي او درملنه يې وشي څو په خپلې کورنۍ او ټولنه کې له لاسه وتلی باور بېرته خپل کړي، خوپه وینا یې په دې برخه کې یې د لاسنیوي څوک نشته.
وايي: «څو ځله مې پلان ونيوه چې کوم ځاي ته د تداوۍ لپاره لاړ شم تر څو بېرته عادي حالت ته راشم، خپل ژوند وکړم خوشالي بېرته راشي ، ارامي او د عزت ژوند بېرته راشي تر څو ددغه بد بوټۍ څخه وژغورل شم ، ځانته دنده پېداکړم او بېرته د خپلې کورنۍ او ماشومانو سره له سره نوی ژوند پيل کړم، خو کله بېرته وايم چې نه پرېږده چې لږ وخت همدې حالت کې واوسم خو نه پوهيږم څه وکړم دغې نشې رانه د فکر کولو توان هم را نه اخيستی.»
د مخکیني نظام په ړنګېدو سره نه یوازې دا، چې د پوځ ګڼ شمېر غړي او سرتیري د طالبانو له لوري په مرموزه توګه ووژل شول، بلکې ګڼ نور يې په قانوني او غیر قانوني لارو د هېواد پرېښودو ته اړ شول او یو شمېر یې په هېواد کې پاتې شول چې اوس له بې برخلیک حالت سره مخ دي.
د معلوماتو له مخې، په هېواد کې پاتې ډیری سرتېري د طالبانو له وېرې کار کولو ته هم زړه نه ښه کوي اوځينې خو یې لکه عبدالواهاب پر نشه يي توکي روږدي شوي دي.