کابل: د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې مشر روزونکي انوش دستګیر له خپلې دندې استعفا کړې ده.
انوش دستګیر د پنجشنبې په ورځ د مرغومي په لومړۍ نېټه پر خپله فیسبوک پاڼه د استعفا خبر ورکړ او وې ویل چې د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې له روزنې څخه استعفا کوي.
د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې مشر روزونکي د اسیا د ملتونو جام سیالیو څخه د فوټبال د ملي لوبډلې د پاتې کېدو له امله د افغانستان له خلکو بښنه وغوښته.
د یادونی وړ ده چې انوش دستګیر د ۱۳۹۷ کال له لړم میاشتې راهیسې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې مشر روزونکی و.