د ننګرهار د خوګیاڼيو ولسوالۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیر له خپلو دوو ساتونکو سره ووژل شو

۸صبح، ننګرهار: ننګرهار کې سیمه‌ییزې سرچینې د دغه ولایت د خوګیاڼيو ولسوالۍ لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې د مدیر د وژل کېدو خبر ورکوي.

یوه باوري سرچینه د خپل نوم نه ښودلو په شرط ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې د خوګیاڼيو ولسوالۍ لپاره له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیر حافظ بشر شنبه د مرغومي پر لسمه نېټه له خپلو دوو ساتونکو سره د دغې ولسوالۍ د چمتلې ولسوالۍ په ښارګوټي کې وژل شوی دی.

د سرچینې په وینا د ننګرهار په خوګیاڼيو ولسوالۍ کې د طالبانو دغه ځایي مسوول د وسله‌والو کسانو په کمین کې وژل شوی دی.

د ننګرهار د خوګیاڼيو ولسوالۍ لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیر او د هغه د دوو ساتونکو د وژلو مسوولیت د ازادۍ جبهې پر غاړه اخیستی دی.

ننګرهار کې طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ویلو ده، چې جمعه مازدیګر هم د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوې پوستې د ازادۍ جبهې د ځواکونو په برید کې دوه طالب ټپیان شول.

ورته لیکنې

Back to top button