۸صبح، کابل: د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړی منشي او د علماوو شورا مشر حافظ محمود طاهر اشرفي ادعا کوي چې په پاکستان کې وروستیو ترهګریزو پېښو کې د پام وړ شمېر افغانان ښکېل وو.
اشرفي دغه څرګندونې د يکشنبې ورځ، د لړم میاشتې په ٢٨مه له اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې کړې دي.
نوموړي له پاکستانه د بې اسنادو افغان کډوالو د شړلو ملاتړ کړی او ویلي دي چې دغه پلان د پاکستان د امنيت د ټینګښت لپاره عملي شوى دى.
هغه زیاته کړې، پاکستان له افغان طالبانو سره اړیکې لري او اوس مهال د دې ډلې یوه پلاوي سره د پاکستاني چارواکو خبرې روانې دي.
د یادونې وړ ده چې پاکستان د اکتوبر په لومړیو کې له ۱.۷۳ میلیونو څخه زیاتو بې اسنادو کډوالو او پناه غوښتونکو ته د نوامبر تر لومړۍ نیټې وخت ورکړی و چې له دغه هېواده ووځي، که نه نو دوی به په جبري ډول و اېستل شي.
له دغه ضربالاجل وروسته د پاکستان پولیسو د «ناقانونه» کډوالو او پناه غوښتونکو نیول او شړل پیل کړي او د ملګرو ملتونو د راپور له مخې هره ورځ زرګونه کسان افغانستان ته دننه کېږي.