۸صبح، تخار: په تخار کې ځایی سرچینې وایی چې په دغه ولایت کې د طالبانو د استخباراتو رئیس مولوی (سید احمد احمدي) د دغې ډلې د یوې ځانګړې قطعې له خوا، د لرغونو اثارو د پلورلو په تور نیول شوی دی.
ځايي سرچينې د کب په ١٠مه، ووېل چې د طالبانو د ځانګړې قطعې ځواکونه، درې شپې وړاندې، تخار ته د دې ډلې د استخباراتو د رئیس د نيولو په موخه، راغلي وو او د نیولو ورسته یې، کابل ته يې لېږدولی دی.
د سرچینې په خبره، په تخار کې د طالبانو د استخباراتو رئیس د لرغونو اثارو یوه ټوټه، چې له بدخشانه را لېږدول شوې وه، په ۸ میلیونه افغانیو پلورلې ده. تر اوسه ددغه لرغوني آثر په اړه نور معلومات نشته.
ویل کېږي چې دغه لرغونی اثر، د طالبانو د سوداګرۍ وزارت د سرپرست په خپلوانو پورې اړه لري.
طالبانو تر اوسه په تخار ولایت کې، د دغه مهم سیمه ییز چارواکي د نیول کېدو په اړه، څه نه دي ویلي.
تور لګول، اختلاس، فساد او له واکه ناوړه ګټه اخیستنه، د طالبانو په منځ کې بېسارې نه ده. طالب چارواکي لا دمخه هم د لرغونو اثارو، وسلو او عامه شتمنیو په پلورلو تورن شوي دي.