کابل کې د جمهور خبري اژانس مرکزي دفتر وتړل شو

۸صبح، کابل: جمهور خبري اژانس اعلان کړی، چې کابل کې د دغه خبري اژانس مرکزي دفتر له ۱۳ کاله دومداره فعالیت وروسته تړل شوی دی.
دغه خبري اژانس شنبه د لیندۍ پر ۱۹ د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي، چې دا پرېکړه د طالبانو د استخباراتو او د هغوی تر امر لاندې بنسټونو له خوا له پرلهپسې خبرداریو وروسته د جمهور خبري اژانس د رییس او د امتیاز خاوند نیولې ده.
خبرپاڼه کې راغلي: «په لومړي جدي خبرداري کې د ۱۴۰۱ کال د غویي پر ۶ د طالبانو د حکومت پر رسنیو د څارنې ریاست له خوا دا خبري اژانس د اسلامي امارت ضد فعالت او د طالبانو حکومت د نسکورولو پر هڅو تورن کړی او د جمهور خبري اژانس له رییس څخه یې غوښتي، د اسلامي امارت پر ضد هېڅ شننه، خبر او راپور خپور نه کړي او ان د طالبانو حکومت پروړاندې د منفي خبر له خپرولو ډډه وکړي.»
دغه خبري اژانس زیاته کړې، چې په وروستیو میاشتو او اونیو کې هم د طالبانو د استخباراتو ریاست په ګواښوونکو اړیکو او پیغامونو سره امر ورکاوه، چې پر طالبانو له نیوکو ډک راپورونه او شننې باید د جمهور خبري اژانس له ویبپاڼې او فېسبوکپاڼې لیرې شي.
خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې د دغه خبري اژانس مسوول څو ځله د ټلیفوني اړیکې له لارې غوښتل شوی او طالب مسوولانو ګواښلی او پلټنې یې ترې کړې دي.
جمهور خبري اژانس په داسې حال کې کابل کې د خپل دفتر له تړل کېدو خبر ورکوي، چې افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره په هېواد کې د رسنیو پر کار سخت محدودیتونه لګول شوي دي.
په وروستي مورد کې طالبانو افغانستان کې پر افام څپو د امریکا غږ راډیو او ازادۍ راډیو خپرونې ودرولې.
موده مخکې د ۸صبح ورځپاڼې او زاویه میډیا انټرنټي ویبپاڼې هم د طالبانو له خوا وتړل شوې، چې دا کار له پراخو غبرګونونو سره مخ شو.