د دولت عالي شورا او ددغې شورا صلاحیتونه

د ۸صبح پښتو مجله

ځینې سرچینې ۸صبح ته وايي چې د دولت د عالي شورا د اتلسو غړو پر ټاکلو کار روان دی. د دولت د عالي شورا په جوړښت کې څلور چوکۍ د ښځو لپاره بېلې شوې دي.
هغه سرچینې چې ۸صبح ته یې دا مالومات ورکړی وايي د دولت د عالي شورا په جوړښت کې ولسمشر محمد اشرف غني، عبدالله عبدالله، میررحمان رحماني، حامد کرزی، عبدرب الرسول سیاف، مارشال عبدالرشید دوستم، محمد محقق، صلاح‌الدین رباني، عطامحمد نور، محمدکریم خلیلي، گلبدین حکمتیار، سید منصور نادري، فضل‌هادي مسلم‌یار، حامد گیلاني، حبیبه سرابي، زهره مطهري، فوزیه کوقي او فاطمه گیلاني شامل دي.
ویل شوي چې تراوسه د دې شورا د جوړښت په اړه د نظر اختلاف موجود دی. د سرچینو په وینا، صلاح الدین رباني او ګلبدین حکمتیار د دولت د عالي شورا د غړیتوب د منلو لپاره شرطونه وړاندې کړي دي.
په دې توګه، ویل شوي چې ولسمشر غني هڅه کوي خپل درې سلاکاران او هغه ته نږدې کسان د دولت د عالي شورا په جوړښت کې شامل کړي چې د عبدالله، کرزي او سیاف له مخالفت سره مخامخ شوی دی.
حمد الله محب او فضل محمود فضلي ولسمشر ته نږدې سیاستوالان دي چې د دولت په عالي شورا کې یې پر غړیتوب ټینګار شوی دی.
له دې مخکې د دولت د عالي شورا په یوه ناسته کې د ملي امنیت شورا او د ولسمشرۍ د چارو ادارې د رییس ګډون جنجالي شوی و. هغه مهال عبدالله عبدالله له ناستې وتلی و او حامد کرزي هم ویلي و چې په دغه وضعیت سره د دولت د عالي شورا په نورو ناستو کې ګډون نه کوي.
له بلې خوا، ځینې سرچینې وايي چې د دولت د عالي شورا کړنې او صلاحیت د ټولو لوریو ترمنځ په جنجالي موضوع بدل شوی دی.
د مالوماتو له مخې، د عبدالله، حامد کرزي، عبدرب الرسول سیاف په ګډون یو شمېر سیاستوال ټینګار لري چې د دولت عالي شورا باید د سولې او جګړې او بهرني سیاست په مسایلو کې خپلواکي او ملي واکمني ولري.
سرچینې وايي، محمد اشرف غني ټینګار لري چې د دولت عالي شورا دې حکومت ته مشوره ورکړي او اجرايي او د تصمیم نیولو واک او صلاحیت په ولسمشر پورې اړه لري.
یوې بلې سرچینې ۸صبح ته ویلي چې د ولسمشر غني، حکمتیار او کرزي ترمنځ په درې اړخیزه ناسته کې پرېکړه شوې چې د دولت عالي شورا د تصمیم مرجع وي. په دې ناسته کې همداراز پرېکړه شوې چې د اوسني او مخکیني ولسمشر په ګډون، د پياوړو سیاسي ګوندونو مشران د دولت د عالي شورا غړیتوب ولري.
سرچینه زیاتوي مارشال دوستم له دې امله چې د یوه لوی سیاسي ګوند مشري کوي د دولت د عالي شورا غړیتوب لري.
د دولت عالي شورا د غويي په ۲۸مه نېټه د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د هوکړې له مخې جوړېږي. ټاکل شوې په دغه شورا کې سیاسي او ملي شخصیتونه غړیتوب ولري چې موخه یې د سیاسي اجماع رامنځته کول بلل شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button