د بشر د حقونو کمېسیون د طالبانو له بند نه د مدني، فرهنګي او ښوونیزو فعالینو د ژر خوشې کېدو غوښتونکی شو

۸صبح، کابل: د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون د طالبانو له بند نه د مدني، فرهنګي او ښوونیزو فعالینو د ژر ترژره خوشې کېدو غوښتونکی شوی دی.

دغه کمېسیون د شنبې په ورځ (وري ۱۲) په پیغام کې، د بښنې نړیوال سازمان له کلني راپور نه چې په هغه کې په افغانستان کې په تېر یوه کال کې بشري حقونو پورې اړوند تېروتنې ثبت شوي دي، هرکلی کړی دی.

د بشر د حقونو کمېسیون ویلي دي چې د بښنې نړیوال سازمان راپور داسې مهال خپور شوی چې ذکریا اصولي، رسول پارسي، نرګس سادات، موسا شاهین، مرتضی بهبودي، سید محمد حسیني، مطیع الله ویسا او یو شمېر نور مدني، فرهنګي او ښوونیز فعالین د طالبانو په بند کې ورځې او شپې تېروي او د هغوی له برخلیک نه اطلاعات په لاس کې نشته.

ددغه کمېسیون په پیغام کې راغلي دي چې نړیواله ټولنه باید د ښځو له درده ډک وضعیت، د زده کړې پر حق محدویتونو، د ملکي خلکو وژنو، د پخواني حکومت د پوځیانو د اندېښنې وړ وضعیت، د صحرايي محکمو په لاره اچولو، د بیان په آزادۍ محدودیتونو او په افغانستان کې د قومي او مذهبې لږکیو بد وضعیت ته په پام، د بښنې نړیوال سازمان راپور کې مطرح شویو غوښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.

د افغانستان د بشر د حقونو کمېسیون یوځل بیا له نړیوالې ټولنې غوښتي دي چې پر طالبانو فشارونه زیات کړي ترڅو هغوی د بشر د حقونو د پام کې نیولو په برخه کې د نړیوالو غوښتنې ومني.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او ایران هېوادونو په ګډون د بشر د حقونو د وضعیت په اړه د بښنې نړیوال سازمان د ۲۰۲۲ کال راپور تېره اونۍ خپور شو.

Back to top button