د ابن سینا د سولې جایزه یوه یهودي بشرپاله سازمان ته ورکول کیږي

۸صبح، کابل: د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ اعلان کړی چې سږ کال یوې یهودی غیر دولتی موسسې، د ابن سینا د سولې نړیواله جایزه ګټلې ده.

دغه انسټیټیوټ نن سه شنبه (د غبرګولي په ۲مه) اعلان وکړ چې دغه یهودي سازمان، پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، له دغه هېواده د خطر سره مخ خلکو د خوندي ایستلو لپاره، د بشري دهلیزونو په جوړولو کې، مهم رول لوبولی دی.

د ابن سینا د سولې نړۍوالې جایزې د ورکولو مراسم به، د لړم میاشتې په ۵ نیټه چې د ۲۰۲۳ زېږدیزکال د جون له میاشتې ۲۶ نیټې سره سمون خوري، د برتانیې په پلازمینه لندن کې ترسره شي.

د دغه سازمان ترڅنګ یو شمېر خیریه بنسټونه او ډلې چې په برتانیا کې یې د افغان کډوالو په مېشتېدو کې مرسته کړې، ددې جایزې ګټونکي دي.

د ابن سینا د سولې کلنۍ جایزه، په ۲۰۱۸ زیږدیزکال کې پیل شوې. او هغو اشخاصو، ډلو یا بنسټونو ته ورکول کېږي چې د مختلفو کلتوري او تمدنې پیژندنو په ساتلو کې یې برخه اخستې وي، او دغه راز د سولې او بشري پرمختګ لپاره هڅې کوي.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته د دغې ډلې له خوا د امنيتي ګواښونو له امله په زرګونو هېوادوال کډوال او له هېواده وتلي دي.

ورته لیکنې

Back to top button